سياست

د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې د پوځي سپوږمکۍ لېږد د ایران لومړیتوبونه را برسیره کړل

سلام تایمز و ای اف پي

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حسین سلامي د سپوږمکۍ د لیږد په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې خبریالانو ته خبرې کوي. [د ایران اسلامي انقلابي ګارډ]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان حسین سلامي د سپوږمکۍ د لیږد په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې خبریالانو ته خبرې کوي. [د ایران اسلامي انقلابي ګارډ]

د ایران له خوا د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۳مه/ مدار ته د لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ لېږل په داسې حال کې چې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس نړۍ نیوونکې ناروغي په ټول هېواد کې اوج ته رسېدلې ده د ایران لومړیتوبونه تر پوښتنې لاندې راولي.‌

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ قوماندان تورن جنرال حسین سلامي وویل، «نن ورځ، موږ له اسمان څخه ځمکې ته ګورو، او دا د یوه نړۍ وال ځواک د جوړولو پیل دی.»

اسلامي انقلاب ګارډ‌ وویل چې د «نور» په نامه سپوږمکۍ د ایران په منځنۍ برخه کې په یوه پراخه صحرا کې له مرکزي دښتې څخه د قاصد له دوه مرحله یي واروونکي څخه وار کړای شوه.

داسې ښکاري چې دا لومړی ځل وي چې ایران داسې واروونکی استعمال کړی دی.

یو عکس چې د غوایي په ۳مه خپور شوی یو راکټ په داسې حال کې ښیي چې د ایران له خاورې څخه یوه پوځي سپوږمکۍ پورته کوي. [د ایران اسلامي انقلابي ګارډ]

یو عکس چې د غوایي په ۳مه خپور شوی یو راکټ په داسې حال کې ښیي چې د ایران له خاورې څخه یوه پوځي سپوږمکۍ پورته کوي. [د ایران اسلامي انقلابي ګارډ]

دغه ناڅاپه عملیات له دو میاشتو څخه ډېر ځنډ وروسته ترسره شول چې ایران هڅه وکړه مدار ته یوه بله سپوږمکۍ ولېږي خو ناکامه شوه. ایران ویلي وو چې هغې سپوږمکۍ کوم پوځي هدف نه درلود.

د تهران منافقت

د سپوږمکۍ لېږد د تهران اصلي لومړیتوبونه ښیي، ځکه رژیم غوره بولي چې د کروناوایرس د ناروغۍ د خپراوي پر ضد مجادله کې له خپلو خلکو سره د مرستې کولو پر ځای خپل پوځي مهارتونه وښیي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران باندې تور ولګاوه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې څخه سرغړونه کوي او د وایرس پر ضد مبارزه کې له نړۍ وال وجهي صندوق څخه د ۵ میلیارد ډالرو عاجل پور په غوښتنه کې یې د رژیم منافقت ته ګوته ونیوله.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «زه هیله لرم چې د ایران رژیم به د ایران د خلکو غوښتنې ځواب کړي او هغه سرچینې چې د ایران رژیم یې په لاس کې لريد ایران د خلکو د روغتیا، امنیت او خوندیتوب په برخو کې ولګوي، نه دا چې خپل نړۍ وال ترهګریز کمپاین ته دوام ورکړي.»

پمپیو وویل، د سپوږمکۍ لېږد ثابتوي چې د ایران د فضایي پروګرام هدف تجارتي نه بلکې پوځي دی.

«په کار دی چې له ایران څخه د هغه کړو پوښتنه وشي.»

واشنګټن پخوا د تهران د سپوږمکۍ د پروګرام په هکله اندېښنې راپورته کړې وې، او ویل یې چې د ۱۳۹۷ د مرغومي په میاشت کې د یوه انتقالوونکي راکټ توغول د ددې هیواد په بالیستیکي توغندیو باندې له لګول شویو محدودیتونو څخه سرغړونې سره برابر دی.

ایران اوس هم وایي چې دغه هېواد د هستوي وسلو د ترلاسه کولو اراده نه لري، او وایي چې د هغه فضایي فعالیتونه سوله ییز دي.‌

توطیې او دروغ

خو په داسې حال کې چې کروناوایرس په هېواد کې له سلواغې څخه چې د یادې ناروغۍ لومړۍ پېښه په کې ثبت شوه تر اوسه پورې اوج ته رسېدلی او اقتصادي بحران یې لا پسې ژور شوی دی، د وایرس پر ضد د ایران په غبرګون کې ګډوډي په ګوته کوي.

له دې سره سره چې ایران په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ناروغي په کې په پراخه کچه خپره شوې ده، رژیم د تجرید هغسې اقدامات چې نورو هېوادونو لګولي دي، نه دي نافذ کړي، چې په نتیجه کې یې د ناروغۍ پېښې او د مړینې ارقام زیات شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د پنجشنبې په ورځ په کروناوایرس د ککړتیا ۱۰۳۰ نوې پېښې اعلان کړې، چې په دې توګه د دغه هېواد د پېښو ټول شمېر ۸۷۰۲۶ ته ورسېد. د مړو ټول شمېر ۵۴۸۱ تنه دی.

په ورته وخت کې، د تهران له خوا خلکو ته د صحیح معلوماتو په ورکړه کې د شفافیت د نشتوالي په هکله په نړۍ واله کچه اندېښنه په ډېرېدلو ده ځکه چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس نه کنټرول شوې ناروغي ګاونډي هېوادونه او سیمه تهدیدوي.‌

سربېره پر دې، ایران هم د چین او روسیې په څېر په فعالانه توګه د وایرس په هکله د توطیې تیورۍ خپروي چې د غلطو او ګمراه کوونکیو معلوماتو په خپرولو سره د خلکو ژوند لا نور له خطر سره مخامخ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران په نړۍ کې تر ټولو غټ منافق رژیم دی. ایران د دې پرځای چې خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابر او کرونا وایرس کنټرول کړي، هره ورځ د تخریب او منافقت فکر کوي. د ایران خلک دا وخت د مرګوني کرونا وایرس په وړاندې مبارزه کوي، او د ایران په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای نشته. حکومت باید لومړی په دې هکله فکر وکړي چې څنګه خپل اتباع له کرونا ناروغۍ څخه وژغوري.

ځواب ورکړئ

کله چې نورهېوادونه کولی شي چې خپلې سپوږمکۍ فضا ته ولېږي، ایران ولې دا کار نشي کولی؟ ایران هم په سیمه کې یو له ډېرو ځواکمنو هېوادونو څخه ګڼل کیږي. ‌کله چې هندوستان خپله سپوږمکۍ فضا ته ولېږله،‌ ولې هیچا په هندوستان باندې د دغه غلط کار له امله انتقاد ونه کړ چې اوس خلک په ایران باندې مدار ته د هغه د سپوږمکۍ د لېږلو له امله انتقادونه کوي؟ که فضا ته تګ غلط کار وي، بیا نو ټول هېوادونه باید دا کار ونه کړي. لومړی، خلک باید د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو لکه متحده ایالاتو، برتانیا، فرانسې، چین، او روسیې څخه وپوښتي چې ولې هغوی خپل خلک فضا ته لېږي؟ په فضا کې هغوی څه کوي؟ دا روښانه ده چې هغوی له هغه ځای څخه کمزوري هېوادونه څاري او جاسوسي یې کوي، له دې امله،‌ د نننۍ نړۍ ټول ځواکمن حکومتونه د بحران د رامنځته کولو له امله ملامت دي. د کرونا وایرس په شمول ټول مرګوني وایرسونه او ناروغۍ په دغو هېوادونو کې د خطرناکو څېړنو د ترسره کولو په نتیجه کې رامنځته کیږي. هغوی ته د انسان ژوند مهم نه دی. هغوی د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره دې ته چمتو دي چې په زرګونو خلک ووژني، له دې امله، ایران د خپلو اتباعو پروا نه کوي.‌ په داسې حال کې چې په ایران کې په سلګونو خلک د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، لاکن ایرانی حکومت په دې فکر دی چې سپوږمکۍ مدار ته ولېږي.

ځواب ورکړئ