امنیت

مرګونې سمندري پېښه څرګندوي چې د ایران پوځ مسلکي پوهه نه لري

سلام ټایمز

د کنارک د پېښې د قربانیانو جسدونه د غوایي په ۲۳مه د پوځې الوتکې په وسیله د ایران یوه هوایي ډګر ته رسېږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د کنارک د پېښې د قربانیانو جسدونه د غوایي په ۲۳مه د پوځې الوتکې په وسیله د ایران یوه هوایي ډګر ته رسېږي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- د روانې اونۍ په ترڅ کې د عمان په خلیج کې د «دوستانه اوربل» ناوړه پېښه چې ۱۹ تنه ایراني سمندري عسکر یې ووژل هغه سیستماتیکه کمزوري ښیي چې د ایران رژیم او د هغه امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي: چې لومړیتوبونه یې وړاندې وروسته کړي او مسلکيتوب نه لري.

د ایران سمندري ځواک د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ اعتراف وکړ چې، د جمران په نامه ایرانۍ سمندري بېړۍ د غوایي په ۲۱مه ماسپښین مهال د ایران له جنوبي ساحل څخه بهر له جاسک بندر سره نږدې د سمندري تمریناتو په ترڅ کې د کنارک ملاتړې بېړۍ په یوه توغندي وویشتله، او په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۹ تنه ماڼوګان ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د دولتي تلویزیون برښناپاڼې لیکلي، «دغه سمندري بېړۍ وروسته له هغه وویشتل شوه چې د تمرین هدف یې ټاکلي ځای ته ور ورساوه، خو د ځان او هدف تر منځ یې کافي اندازه فاصله جوړه نه کړه.»

پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، سمندري بېړۍ د «تخنیکي څېړنو» لپاره ساحل ته بیول شوې ده، او له خلکو نه یې وغوښتل چې د نورو معلوماتو تر خپرېدلو دې «ګوماني څرګندونې نه کوي.»

ایرانۍ ښځې د غوایي په ۲۳مه د ایران په یوه پوځي هوایي ډګر کې د خپلو هغو خپلوانو په مرګ ویر کوي چې د کنارک په ناوړه پېښه کې مړه شول. [د ایران د دفاع وزارت]

ایرانۍ ښځې د غوایي په ۲۳مه د ایران په یوه پوځي هوایي ډګر کې د خپلو هغو خپلوانو په مرګ ویر کوي چې د کنارک په ناوړه پېښه کې مړه شول. [د ایران د دفاع وزارت]

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د یوې ایرانۍ سمندري بېړۍ له لګېدلو څخه وروسته حالت ښیي چې د غوايي په ۲۱مه پېښه شوه او لږ تر لږه ۱۹ ماڼوګان په کې ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. [جام جم ورځپاڼه]

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د یوې ایرانۍ سمندري بېړۍ له لګېدلو څخه وروسته حالت ښیي چې د غوايي په ۲۱مه پېښه شوه او لږ تر لږه ۱۹ ماڼوګان په کې ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. [جام جم ورځپاڼه]

د جام جم ورځپاڼې له خوا خپرې شوې یوې ویډیو کنارک په داسې حال کې ښودله چې نیمه تر اوبو لاندې وه او د یوې کشتۍ له خوا د کش کېدلو پر مهال ترې لوګي پورته کېدل.

مرګونې پایلې

د غوایي د ۲۱مې «پېښه» سږ کال دویم ځل دی چې ایراني ځواکونه په کې په یوه غلط هدف باندې توغندي توغوي او مرګونې پایلې رامنځته کوي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د مرغومي په ۱۸مه د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې یوه مسافر وړونکې الوتکه په توغندیو وویشتلهاو د الوتکې ټول ۱۷۶ مسافرین او عمله چې ۱۴۶ یې ایرانیان وو ووژل.

په پېښه کې د ښکېلتیا په اړه له درې ورځني انکار څخه وروسته، تهران اعتراف وکړ چې الوتکه یې ویشتلې او راغورځولې ده،او پېښه یې «د انسان اشتباه» او یوه «غمجنه غلطي» وبلله.‌

د سمندري بېړۍ له پېښې څخه وروسته، تهران اوس هم پرته له دې چې کنارک «له یوې پېښې سره مخامخ شوه او یو شمېر سمندري عسکر په کې شهیدان شول،» نور وضاحت نه دی ورکړی.

د ایران سمندري ځواک وویل، «پېښه د کارپوهانو له خوا تر څېړنې لاندې ده.»

د پوځي چارو شنونکي نیویارک ټایمز ته وویل، د توغندي توغونکي مسؤل افسر ژر ډز کړی -- مخکې له دې چې کنارک په خوندي توګه له واټن څخه ووځي -- یا توغندي کنارک د لویې سمندري بېړۍ او د لا جدي ګواښ په توګه صحیح کړې ده.

ایراني دیني عالم او د ولسمشر پخواني مرستیال محمد علي ابطحي د غوایي په ۲۲مه په انسټاګرام وویل، «یو ځل بیا د خلکو د خبرولو په برخه کې شفافیت موجود نه دی، چې یو ځل بیا یې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو ترخې خاطرې رامخې ته کړې.»

بیځایه لومړیتوبونه

شنونکي وایي، یواځې د دو میاشتو په ترڅ کې دوه مرګونې تیروتنې د تهران د پوځي ستراتيژۍ اغېز او د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی تر پوښتنې لاندې راولي.

په واشنګټن ډي سي کې د خلیج د دولتي چارو د شنونکو یوه جګپوړي سلاکار تیودور کراسیک عرب نیوز ته وویل، «د داسې یوه باکفایته پوځ په لرلو باندې د تمرکز کولو پر ځای چې وکولی شي د ایران دولت خوندي کړي، رژیم په ملېشه یي فعالیت، د بې پیلوټه الوتکو، بالیستیک او کروز توغندیو په جوړولو باندې تمرکز کوي.»

د کلفورنیا په مونتیري کې د سمندري چارو په پوهنځي کې د ملي امنیت د پروفیسر مرستیال افشان استوار وویل، وروستۍ غلطي «له ناپامۍ څخه اوښتې» او څرګندوي چې د ایران پوځ بې تجربې او غیرمسلکي دی.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، «یا په مفاهمه کې تیروتنه وه یا کوم څوک په بشپړ ډول د پروتوکولونو په تعقیبولو کې پاتې راغلی دی. ښایي دا دواړه عیبونه موجود ول.»

هغه وویل، «د ایران پوځ که څومره هم ځان پیاوړی بولي، خو بیا هم ډیرې ګرانې او اساسي تیروتنې تکراروي.»

په واشنګټن کې د نږدې ختیځ د پالیسۍ لپاره په فارس خلیج کې د ایران د پوځي او سمندري عملیاتو شنونکی فرزین نادمي نیویارک ټایمز ته وویل، «د ایران وسله وال ځواکونه؛ که د هوایي‌ دفاع یا سمندري وسلو په برخه کې دي، که انقلابي ګارډ دی او که پوځ، د همغږۍ، قوماندې او کنټرول په برخه کې یوه سیستمي ستونزه لري.»

په نایبو ګروپونو باندې تکیه

ایران د ۵۲۳۰۰۰ مؤظفو او ۳۵۰۰۰۰ احتیاطي ځواکونو په لرلو سره، په منځني ختیځ کې تر ټولو غټ چمتو پوځ لري چې د فعال پرسونل په اساس په نړۍ کې اتم تر ټولو لوی پوځ دی.

خو شنونکي وایي، د وسایلو د زړښت، نړۍ والو بندیزونو، د وسلو په وارداتو باندې د موجودو محدودیتونو -- او اوس دغو دوه د لوړې کچې مرګونو پېښو -- په پام کې نیولو سره د ایران پوځ مستقیمو جنګي حالاتو ته چمتو نه دی.

د ایران پوځي لګښت د هغه د غټو دښمنانو په مقایسه ډېر کم دی -- په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې ۱۳ میلیارده ډالر لګښت درلود، چې په پرتله کې یي د سعودي عربستان پوځ ۷۰ میلیارده او د متحده ایالاتو پوځ ۷۰۰ میلیارده ډالر لګښت درلود -- او یواځې یو څو متحدین لري.‌

دي اتلانتیک مجلې د مرغومي په ۱۴مه راپور ورکړ چې، «ایران له روسیې او چین سره ښې اړیکې لري خو د ځواک په حساب یې کلک او غټ ملاتړی نه دی. ایران د نړۍ په سطحه د یوه تر ټولو ډېر منزوي هېواد په توګه، اصلا ډېر متحدین نه لري.»

له دې امله، تهران په ټوله سیمه کې د نایبو ګروپونو په کارولو سره د غیر متضاد جنګ ستراتیژي پرمخ بیایي.

د مثال په توګه په سوریه کې،‌د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د ملاتړ کېدونکې فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ ملېشې -- چې له افغان او پاکستاني نظامیانو څخه تشکیل شوي دي -- مرسته کوي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د نسکورېدلو مخه ونیسي.

په لبنان کې، حزب الله د ایراني رژیم ګټې خوندي کوي، په داسې حال کې چې په یمن کې، حوثيان د تهران په استازیتوب د مشروع حکومت پر ضد جګړه کوي.

د ایران له خوا حمایه کېدونکې ملېشې په عراق کې د روانو ناامنیو تر شا لاس لري، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني او د ولسي خوځښت ځواکونو مرستیال قوماندان ابو مهدي المهندس د مرغومي په ۱۳مه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

جعلي موقف

د سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته، د ایران سیاسي او د انقلابي ګارډ مشرانو ګواښ وکړ چې «وحشتناک غچ» او «سخت انتقام» به واخلي او امریکایي ځواکونه به له سیمې څخه وباسي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي عزیزاحمد وردک وویل، «خو تر نن ورځې پورې، نه ایران سخت انتقام واخیست او نه یې امریکایان مجبور کړل چې له سیمې څخه ووځي. د دې ډول خبرو موخه یواځې دا دی چې د سیمې هېوادونه ووېروي.»

هغه وویل، «د ایران پوځ، په ځانګړې توګه اسلامي انقلابي ګارډ د ځان په هکله په هر څه کې مبالغه کوي. حقیقت دا دی چې ایران د کومو پوځي او جنګي وړتیاو ادعا چې کوي هغه په رښتیا سره نه لري.»

د کب په میاشت کې، د ایران رژیم یو شمېر نورې نه تایید شوې ادعاوې هم وکړې او ویې ویل چې د میزایل د ټکنالوجۍ په برخه کې یې پرمختګونه کړي دي -- خو لږ وروسته یې د هغې سپوږمکۍ لېږل په ډراماتیکه توګه ناکام شول چې ډېره تمه یې ورته لرله.

د ایران انقلابي ګارډ د سلواغې په ۲۰مه د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې کیدای شي هغه د داسې انجنونو د یوه «نوي نسل» په وسیله سمبال شي چې کولی شي سپوږمکۍ مدار ته ولېږي.

څو ساعته وروسته د دفاع وزارت ویاند په دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې ظفر سټیلایټ ونشوای کولی چې هومره سرعت واخلي چې په مدار کې یي ځای پرځای کړي.

یو بل سټیلایټ د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې په دې کې پاتې راغی چې مدار ته ورسېږي.

مبهمې ادعاوې

له داسې ګرانو تیروتنو سره سره، تهران اوس هم د خپل فضایي پروګرام په وده باندې تمرکز کوي، خو د نړۍ والې ټولنې غړي وایي چې هغه د میزایلو د پرمختګ لپاره هسې یو پوښ دی.

د غوایي په ۳مه مدار ته د ایران د لومړني پوځي سټیلایټ لېږد ښیي چې رژیم د لومړیتوبونو د ترتیب په برخه کې تیروتنه کوي، په داسې حال کې چې هېواد یې له اقتصادي رکوداو د کوویډ -۱۹ کروناوایرس وبا ویجاړونکې تاثیراتو سره مخاخ دی.‌

د سټیلایټ له قېمتي لېږد څخه وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران له خوا د وایرس پر وړاندې د مجادلې لپاره د پیسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) څخه د ۵ میلیارده ډالرو بیړني پور د غوښتنې په برخه کې د ایران منافقت ته ګوته ونیوله.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «زه هیله لرم چې د ایران رژیم به په نړۍ کې د ترهګرۍ کمپاین ته د دوام ورکولو پر ځای، خپلو امکاناتو ته د لومړیتوب ورکولو په برخه کې د ایران د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، داسې امکانات چې د ایران رژیم یې په ښکاره توګه لري، او د ایران خلک ورته د روغتیا، امنیت او خوندیتوب په برخو کې اړتیا لري.‌»

دغه لیږد یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره شو چې اسلامي انقلابي ګارډ‌ د وري په ۲۷مه د ټکنالوجۍ په برخه کې یوبل مشکوک «بریالیتوب» اعلان کړ او ویې ویل چې د کووېډ‌- ۱۹ معلوموونکې وسیله یې جوړه کړې ده.‌

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ قوماندان تورن جنرال حسیني سلامي د وسیلې د افتتاح په مراسمو کې چې په تلویزیون خپرېدل وویل، «دا یو عجیب علمي تخنیک دی چې په بېلابېلو روغتونونو کې ازمویل شوی دی.»

هغه ادعا وکړه چې، هغه کولی شي چې په پنځو ثانیو کې دننه په ۱۰۰ متره شعاع کې ککړې شوې سطحې معلومې کړي او هغه کسان تشخیص کړي چې په وایرس ککړ شوي وي.

خو رادیو فردا راپور ورکړ چې په ټوېټر خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې وسیله په یوه روغتیایي مرکز کې ازمویل کیږي او ټول ورته هغه وخت په حیرانۍ سره ګوري چې هغه له یوه متر څخه په لږه فاصله کې د وایرس په کشفولو کې ناکامېږي.‌

د ټوېټر یوه کاروونکي د دغې وسیلې په هکله لیکلي، «اسلامي انقلابي ګارډ‌ نشي کولی چې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او یوه میزایل تر منځ فرق وکړي، څنګه موږ کولی شو باور وکړو چې هغه کولی شي له پنځو ثانیو څخه په لږ وخت کې د یوه نانومتر په اندازه وایرس معلوم کړي،» او په هغوی باندې یې «په یوه ترمامتر باندې د انټن لګولو» له امله ریشخند وهلی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران رژیم په سوریه، افغانستان، یمن او عراق کې په زرګونو بې ګناه خلک وژلي دي.‌ د ایران د ظالم رژیم لپاره د یوه انسان ژوند هېڅ اهمیت نه لري. د دغه کار د ترسره کولو لپاره، ایران چمتو دی چې حتی خپل خلک ووژني.‌ تاسو ولیدل چې کله ایران له متحده ایالاتو سره په جګړه وو، هغوی یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه وویشتله چې په سلګونو بې ګناه ایرانیان، اوکراینیان او حتی افغانان یې په کې ووژل. ایران دغه الوتکه له قصده وویشتله چې خلک فکر وکړي چې الوتکه متحده ایالاتو ویشتلې ده، خو وروسته روښانه شوه چې هغه د ایران پوځ ویشتلې ده.‌

ځواب ورکړئ

په ۱۳۹۷ کې، ډاکټر احمدي نژاد،‌ چې د ایران حکومت او مشرتابه رد کړ او اجازه یې ورنه کړه چې د ۱۳۹۶ په انتخاباتو کې برخه واخلي، څو سپوږمکۍ او ژوندي موجودات هوا ته ولېږل چې د پارسي ویونکو لپاره د افتخار وړ دي.‌ احمدي نژاد له ګاونډیانو سره پیوستون غوښته، او حکومت او ملت پرمختګ غوښته نه د اخوندانو لپاره قدرت.‌

ځواب ورکړئ

خداي دي يي له يوي مخه هلاک کړي. دا ايرانيان داسي د غټ خنځير زامن دي چي له يوي خوا به افغانستان کي د طاليانو او نورو ترهګرو ګزوپونو لکه حزب وحدت، تبيان ... ملاتړ کوي او بلي خواته په خپل وطن کي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

ځواب ورکړئ

د ایران خلک باید د موجود دکتاتور رژیم پر ضد ودرېږي او رانسکور یې کړي.‌ د ایران د حکومت لپاره د خلکو وژل اسان دي.‌ رژیم هم خپل خلک وژني او هم د نورو هېوادونو خلک. تاسو ولیدل چې د ایران حکومت له یوه کال څخه په لږ وخت کې ګڼې غلطۍ وکړې. د ایران حکومت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې په سلګونو ایراني او نور اتباع یې وړل وویشتله، او څو ورځې مخکې،‌ د دغه هېواد سرحدي پولیسو نژدې ۳۰ غریب افغان کارګران سیند ته وغورځول او ویې ویشتل.‌ دا ځل هم، هغوی خپل په لسګونو کسان په نښه کړل. د ایران د حکومت ظلم نور بس دی. خلک باید د ایران حکومت څخه د ملکي خلکو د وژلو پوښتنه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

ایران دروغ وایي.

ځواب ورکړئ