روغتیا

د ایران انقلابي ګارډ د کووېد - ۱۹ د معلوموونکې مشکوکې وسیلې د څرګندولو له امله ریشخند شو

سلام ټایمز

د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان تورن جنرال حسین سلامي (لیرې چپ) او نور پوځي افسران د وري په ۲۷مه د ګارډ د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د «حیرانوونکې» کشفي وسیلې مخکتنه کوي. [فارس خبري اژانس]

د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان تورن جنرال حسین سلامي (لیرې چپ) او نور پوځي افسران د وري په ۲۷مه د ګارډ د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د «حیرانوونکې» کشفي وسیلې مخکتنه کوي. [فارس خبري اژانس]

دا یوه ارزانه علمي تخیلي فلم ته ورته دی -- یوه فلزي حلقه ده چې له یوه طرف څخه له یوې کوبې سره چې لاس پورې تړل کیږي او یوې کشفي وسیلې سره چې په انټن مجهزه ده، تړل شوې ده -- او کولی شي چې د ۱۰۰ مترو په شعاع کې د کرونا وایرس تشخیص کړي.

د ایراني رژیم د اسلامي انقلابي ګارډ ساینس پوهان ادعا کوي چې دغه وسیله یې جوړه کړې ده.

د ایران نوښت

د دغې وسیلې مخکتنه د اسلامي انقلابي ګارډ لپاره د بریالیتوب د یوې شېبې په توګه ترتیب شوې وه چې د کووېډ‌- ۱۹ کروناوایرس په وړاندې په کار کې پرې سخت انتقادونه شوي دي.‌

د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان تورن جنرال حسین سلامي د وري په ۲۷مه په هغې مخکتنه کې چې په تلویزیون خپرېدله، وویل، «دا یو حیرانوونکی ساینسي تخنیک دی چې په بېلابېلو روغتونونو کې ازمویل شوی دی.»

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وري په ۲۱مه په یوه تلوېزیوني وینا کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې د خپل هېواد «ځلانده» لاسته راوړنه وستایله. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وري په ۲۱مه په یوه تلوېزیوني وینا کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې د خپل هېواد «ځلانده» لاسته راوړنه وستایله. [د ایران د دفاع وزارت]

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ قوماندان سلامي (له چپ لوري ۳) د معلوموونکې وسیلې د افتتاح په ترڅ کې خبرې کوي. [فارس خبري اژانس]

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ قوماندان سلامي (له چپ لوري ۳) د معلوموونکې وسیلې د افتتاح په ترڅ کې خبرې کوي. [فارس خبري اژانس]

هغه وویل، «دغه نوی او منفرد ساینسي پرمختګ» د هغو ساینس پوهانو له خوا شوی دی چې د اسلامي انقلابي ګارډ د بسیج نیمه نظامي ځواک په څانګه کې فعالیت کوي.‌

سلامي ادعا وکړه چې، دغه وسیله په وایرس د ککړو شویو سطحو کشف ممکنوي، او په ۱۰۰ متره شعاع کې یواځې د ۵ ثانیو په ترڅ کې هغه خلک تشخیصوي چې په وایرس ککړ شوي وي.

هغه زیاته کړه چې،«ټکنالوجي کولی شي چې د وایرسونو ټول ډولونه کشف کړي.»

تسنیم خبري اژانس د وري په ۲۸مه راپور ورکړ چې، د اسلامي انقلابي ګارډ ویاند برید جنرال رمضان شریف دغه وسیله «د ایران د ابتکار او جرئت» محصول وبلله.‌

د ایران پرېس تلوېزیون د شریف له قوله وویل چې، دغه وسیله د وایرس «سملاسي» کشف په ۸۰٪ صحت سره ممکنوي او له مخکتنې څخه مخکې یې د ۱۰ ورځو په جریان کې په لږ تر لږه ۱۰ روغتونونو کې وازمویل شوه.

نا اشنا خبر

خو رادیو فردا په ټوېټر باندې د خپرې شوې یوې ویډیو په اساس راپور ورکوي چې، وسیله په یوه روغتون کې ازمویل کیږي او کله چې له یوه متر څخه په لږه فاصله کې د وایرس په کشفولو کې ناکامېږي ټول ورته په حیرانتیا سره ګوري.

د ایران د ټولنیزو رسنیو کارونکو داسې عکسونه خپاره کړي چې یوه ورته وسیله د فلزاتو، تېلو او نورو کلکو او مایع موادو او کیمیاوي موادو د کشفولو لپاره استعمالیږي او د یوې لوبتکې (د لوبو وسیله) په بڼه جوړه شوې او په لویدیځو هېوادونو کې تیاره جوړه پیدا کیږي.

د ازادې اروپا/فردا رادیو راپور ورکړ چې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو همدارنګه د یادې وسیلې جوړښت یوې تقلبي بم کشفوونکې وسیلې ته ورته یاد کړی دی چې هغو برتانوي تقلبکارانو خرڅوله چې تقریبا یوه لسیزه مخکې د هغوی د تقلبکارۍ له امله محکوم او بندي کړای شوي ول.

تر دې چې د ایران د روغتیا وزارت تاکید وکړ چې د هېواد د خوړو او درملو د مدیریت ادارې یادې وسیلې ته جواز نه دی ورکړی.

د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل، «که دغه وسیله د روغتیا وزارت له خوا تایید شوې وای، بې له شکه چې د مخکتنې په ترڅ کې به یې اعلان شوی وای،» او زیاته یې کړه چې د داسې وسایلو د پراختیا لپاره د جواز ورکولو صلاحیت د هغه له وزارت سره دی.

د ولسمشر حسن روحاني یوه مطبوعاتي سلاکار حسام الدین اشنا د وسیلې په هکله د اسلامي انقلابي ګارډ په ادعاوو باندې سخت انتقاد وکړ.

هغه د وري په ۲۷مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «په داسې یوه حالت کې چې ټولنه هره ورځ له نااشنا خبرونو سره مخامخ کیږي، په خبري برخو کې د اعلانونو له خپرولو څخه ځانونه وساتئ او د واکسینونو، درملو، تشخیصي کېټونو، یا د نویو او بې سابقې وایرس کشفوونکیو ... له ترویج څخه لاس واخلئ.»

د مرګونو پېښو یوه سلسله

له هغه وخته چې حکومت د کب په ۱ د کووېډ - ۱۹ لومړۍ پېښه اعلان کړه، اسلامي انقلابي ګارډ د ماسکونو، ازمېښتي کېټونو د تولید او د کروناوایرس د وقایو په هکله ګڼ شمېر دروغجنې ادعاوې کړي دي.

اسلامي انقلابي ګارډ، او بسیجي ملېشې چې د داخلي امنیت مسؤلیت پر غاړه لري، هڅې کړي څو دغه نړۍ نیوونکې ناروغي مهار کړي، چې ایران یې د دغه وایرس له امله د نړۍ له ډېرو مرګونو هېوادونو څخه یو ګرځولی دی.

په ایران او بهر کې ځینې چارواکو او د روغتیا د برخې متخصصینو د ایران د ریښتنولۍ په هکله پوښتنې راپورته کړي، او وایي چې په دغه هېواد کې د تلفاتو شمېر ښایي له هغه شمېر څخه چې ایران اعلان کړی دی لوړ وي.

داسې ښکاري چې دغه نوې وسیله هم د اسلامي انقلابي ګارډ د هغو هڅو برخه وي چې غواړي خپل تصویر چې د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د تصادفي نسکورولو په ګډون یو شمېر وروستیو ناوړو پېښو له امله داغي شوی دی، بېرته ښه کړي.

د مرغومي په ۱۸مه د الوتکې له راغورځولو څخه څو ساعته مخکې، اسلامي انقلابي ګارډ‌ په عراق کې په هغو ا‌‌ډو چې امریکایي عسکر په کې مېشت دي د توغندیو یو برید ترسره کړ. هغوی دغه کار د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني د وژنې په بدل کې چې یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې په یوه برید کې وواژه، وکړ.

کله چې تهران بالاخره د الوتکې د راغورځولو مسؤلیت ومانه -- او دا کار یې له پېښې څخه درې ورځې وروسته وکړ -- چارواکو دغه پېښه یوه «غمجنه غلطي» وګڼله، او ویې ویل چې یوه متصدي وروسته له هغه په الوتکه باندې دوه توغندي ورتوغولي چې فکر یې کړی چې هغه یو کروز میزایل دی. په الوتکه کې سپاره ۱۷۶ واړه کسان او عمله ټول ووژل شول.‌

د ټوېټر یوه کاروونکي د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خوا د کروناوایرس د کشف د نوې وسیلې په هکله لیکلي، «اسلامي انقلابي ګارډ‌ نشي کولی چې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او یوه میزایل تر منځ فرق وکړي، څنګه موږ کولی شو باور وکړو چې هغه کولی شي له پنځو ثانیو څخه په لږ وخت کې د یوه نانومتر په اندازه وایرس معلوم کړي،» او په هغوی باندې یې «په یوه ترمامتر باندې د انټن لګولو» له امله ریشخند وهلی دی.‌

ایرانیان اوس هم د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د حکومت ضد مظاهرو په وړاندې د خلکو د خونړۍ ځپنې له امله چې د تېر کال په لړم میاشت کې پېښه شوه او د معافیت د نړۍ والې ادارې (امنېسټي انټرنېشنل) په وینا لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په کې ووژل شول، په غوسه دي.‌

په وروستیو کې، ماهان ایر هوايي شرکت چې اسلامي انقلابي ګارډ‌ یې قسمي مالک دی، په ایران کې د ویجاړوونکی کروناوایرس په خپراوي او بیا په ټوله سیمه او شاوخوا کې د مرګوني وایرس په خپرولو کې یو مهم فعال ګڼل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500