اقتصاد

د ژمي په را رسېدلو سره لوږه او بې وزلي په افغانانو باندې منګولې ښخوي

د نجیب الله راپور

سړي او هلکان د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د ډوډیو د یوه پلورنځي په مخکې ولاړ دي او د افغانان له لوږې څخه وژغورۍ کمپاین په لړ کې وېشل کېدونکې وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي او هلکان د مرغومي په ۲۸مه په کابل کې د ډوډیو د یوه پلورنځي په مخکې ولاړ دي او د افغانان له لوږې څخه وژغورۍ کمپاین په لړ کې وېشل کېدونکې وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- سید عظیم الله چې ۳۴ کاله عمر لري او یو له هغو سلګونو مزدورکارانو څخه دی چې هر سهار په کابل کې د پل سرخ چوک ته په دې هیله ځي چې کار پیدا کړي.

هغه وویل، «زه په سختۍ سره کار پیدا کوم. د اونۍ په شپږو ورځو کې یوه یا دوه ورځې کار پیدا کوم.»

عظیم الله وویل، په افغانستان کې ورځ مزدوري ۳۵۰ افغانۍ (۴ ډالر) ده، خو د افغانستان د رغونې د سکتور د کار د ورو والي له امله کار موندل سخت دي.

په افغانستان کې د ژمي په را نږدې کېدلو سره مزدورکاران په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ دي، ځکه په دې هېواد کې لوږې او بې وزلۍ تېر کال په میلیونونو خلک ګواښلي دي.

یو موچي د تلې په ۱۶مه په کندهار کې د یوې پلې لارې په اوږدو کې د مشتریانو په تمه انتظار کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو موچي د تلې په ۱۶مه په کندهار کې د یوې پلې لارې په اوږدو کې د مشتریانو په تمه انتظار کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لیرې پرتو او داسې سیمو چې لاسرسی ورته سخت دی،‌ له ۲۱ میلیونو څخه ډېرو داسې خلکو ته، چې د خوړو له تنګسې او بې وسۍ سره مخامخ ول، مرستې رسولي دي. [ډبلیو اېف پي/ټوېټر]

د ۲۰۲۲ میلادي کال په ترڅ کې، د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لیرې پرتو او داسې سیمو چې لاسرسی ورته سخت دی،‌ له ۲۱ میلیونو څخه ډېرو داسې خلکو ته، چې د خوړو له تنګسې او بې وسۍ سره مخامخ ول، مرستې رسولي دي. [ډبلیو اېف پي/ټوېټر]

په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي د اړیکو رییس فیلیپ کروپف وویل، «افغانستان لا هم د لوږې له خطرناکې کچې سره مخامخ دی.

هغه وویل، «په ۱۰ کې تقریبا ۹ کورنۍ د نفقې په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او کافي اندازه خواړه نه لري. کورنۍ چې وار له مخه خپل انتهایي حد ته رسېدلي دي، تقریبا خپل ټول عواید په خوړو باندې لګوي او په میلیونونو کورنۍ هېڅ نه لري چې له بل ژمي سره مخامخ شي.»

هغه زیاته کړه، «د ښارونو اوسېدونکي هم د کلیو د اوسېدونکیو په څېر د خوړو له کمي سره مخامخ دي،او ورځ مزدوران د هغو کورنیو په ډله کې حسابیږي چې ډېرې زیاتې کم وسه دي.»

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د تلې په ۱۳مه راپور ورکړ چې، د افغانستان اقتصاد د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې تقریبا ۵ میلیارده ډالر زیان لیدلی، او «په ۱۲ میاشتو کې د ۱۰ کلونو په اوږدو کې اقتصادي پرمختګ له منځه تللی».

راپور وایي،‌ تقریبا ۷۰۰۰۰۰ دندې له منځه تللي دي.‌

د قیمتونو زیاتوالی

کروپف یادونه وکړه چې، په افغانستان کې په بازار کې د اساسي خوراکي توکو قیمت د تېر کال په پرتله ۱۸٪ زیات شوی دی.

په دې کې ۲۹٪ د اوړو د قیمتونو زیاتوالی او ۳۲٪ د وریژو د قیمتونو زیاتوالی شامل دی.

هغه وویل، «د اوکراین جنګ د خوړو او انرژۍ په بازارونو کې د لا نور زیاتوالي سبب شوی دی،‌او د خوړو او سون توکو د قیمتونو زیاتوالي په میلیونونو خلک د لوړې له خطر سره مخامخ کړي چې ورسره د کورنیو وس نه رسیږي چې اساسي خواړه ترلاسه کړي.»

کروپف وویل، «کم وسه کورنۍ چې د بې ساري اقتصادي تنګسې او د زلزلو او سېلاوونو په څېر طبیعي افتونو کال پرې تېر شوی دی، د بل هر وخت په نسبت دې ته لږ چمتو دي چې یو سخت ژمی تېر کړي.»

هغه وویل، «کورونه او پټي ویجاړ شوي، دندې او عواید له منځه تللي، خلک پوروړي شوي او په ځایي بازارونو کې د خوراکي توکو قیمتونه اسمان ته ختلي دي. په هغو لږو پیسو چې کورنۍ یې لري لږ او کم خواړه اخلي.»

د تېلو، لرګیو او ډبرو سکرو قیمتونه هم پورته تللي دي.

په کابل کې د لرګیو او ډبرو سکرو یوه پلورونکي ولی الله وویل،‌ پاکستان ته د سون توکو په صادراتو کې د زیاتوالي له امله د ډبرو سکرو قیمتونه د تېر کال په پرتله ډېر زیات شوي دي.

هغه وویل، «د یوه مټریک ټن ډبرو سکرو قیمت ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۱۵ ډالر) وو، لاکن سږ کال، لا ژمی نه دی او د یو مټریک ټن ډبرو سکرو قیمت ۱۴۵۰۰ افغانۍ (۱۶۷ ډالر) ته رسېدلی دی.»

هغه زیاته کړه، ښایي په ژمي کې قیمتونه نور هم زیات شي.‌

ذبیح الله چې ۲۷ کاله عمر لري او په پخواني حکومت کې یې د موټروان په توګه کار کاوه،‌ اوس مجبور دی چې هر سهار وځي او کار ولټوي.‌

هغه وویل، «زما په کورنۍ کې ۷ کسان دي او زه مجبور یم چې کار وکړم.»

هغه وویل، «خو له بده مرغه چې، په روانو حالاتو کې د کار موندل ډېر سخت دي او زه په سختۍ سره دومره پیسې ګټم چې ایله پرې ساده خواړه واخلم.»

هغه وویل، «د ورځ مزدورۍ له لارې، زه په سختۍ سره خپله کورنۍ مړوم. قیمتونه هره ورځ پورته کیږي او دا ډېره سخته ده چې په اونۍ کې یواځې په دوه تر درې ورځې کار سره د ژوند خرڅ پوره کړای شي.»

نړۍ واله مرسته

د کروپف په وینا، ډبلیو اېف پي د افغانستان او قحطۍ تر منځ له پاتې وروستیو خنډونو څخه یو خنډ دی.

هغه وویل، «له مرغومي څخه تر زمري پورې، ډبلیو اېف پي د خوړو او مغذي موادو د عاجل ملاتړ له لارې په افغانستان کې له ۲۱.۹ میلیونو خلکو سره مرسته کړې ده. په هغوی کې اکثریت داسې خلک دي چې د څو میاشتو په ترڅ‌ کې ورسره په مکرر ډول مرستې شوي دي.»

نوموړي وویل، «ډبلیو اېف پي له ۷۷۰۰۰۰ مټریک ټنو څخه ډېر خوراکي توکي وېشلي او له ۲۰۸ میلیونو ډالرو څخه ډېر یې د نغدي او وسایلو د کوپونونو له لارې نېغ په نېغه کورنیو ته ور انتقال کړي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې خپلې د خوړو اړتیاوې پوره کړي.»

هغه زیاته کړه، «ډبلیو اېف پي به د هېواد په بېلابېلو برخو؛ ښارونو او کلیو دواړو، کې د هغو کسانو شمېر له ۱۵ میلیونو څخه زیات کړي چې د سخت ژمي د میاشتو په ترڅ کې به مرستې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «دا له هغو ۵ میلیونو خلکو څخه تقریبا ډېر دي چې ډبلیو اېف پي د اوړي په میاشتو کې د حاصلاتو له اخیستلو څخه وروسته ورسره مرسته کوله

کروپف وویل، مرستندویانو په وروستیو میاشتو کې خپل سخاوخت ښودلی، لاکن په افغانستان کې د لوږې اندازه زیاته او لوړه ده، او زیاته یې کړه چې اړتیاوې له موجودې بودجې څخه ډېرې دي.‌

هغه وویل، ډبلیو اېف پي د ۲۰۲۲ میلادي کال د پاتې میاشتو په ترڅ کې ۱.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خلکو د ملاتړ غوره لاره د کاري فرصتونه رامینځته کول دي ترڅو هغوی په سوال کولو عادت نشي بلکه د خپل کار له لارې نفقه ترلاسه کړي. ټول کورني او نړیوال بنسټونه باید د اړمنو خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي. فقر، وزګارتیا او د هېواد ناڅرګند سیاسي او اقتصادي وضعیت افغانان خفه او ستړي کړي دي. یوازې خدای پوهیږي چې دا حالت به کله بدل شي. د دې وضعیت پړه د طالبانو او امریکا پر غاړه ده. امریکا افغانستان طالبانو ته وسپاره.

ځواب ورکړئ

مستقیمې مالي یا د خوراکي توکو مرسته د هغو کسانو لپاره ضروري ده چې نشي کولی د کمزورتیا، معیوبیت، یا کوم بل فکتور له امله چې د کار کولو وړتیا یې له مینځه وړې وي، کار وکړي. که نه نو، د خلکو لپاره غوره ملاتړ د کار فرصتونه رامینځته کول دي ترڅو دوی په سوال کولو عادت نه شي بلکه د خپل کار له لارې نفقه وګټي. ټولې داخلي او نړۍ والې موسسې باید هڅه وکړي چې د اړو خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ

د خوړو نړيوال سازمان (WFP) چې دمګړۍ په افغانستان کې فعالیت کوي په تازني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو تنو څخه نهه تنه د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او کورنۍ نه شي کولای چې خپلو اولادونو ته لازم خواړه برابر کړي. په دې راپور کې راغلي، د روان زېږديز کال له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱ ميليونه زيان منونکو افغانانو سره يې مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنټ وايي، چې په دې هېواد کې انساني او د بشري حقونو ناورين اوس هم دوام لري او د وضعيت لا ترينګلتيا د مخنيوي لپاره لازمو ګامونو ته اړتيا ده. افغانستان وژغورﺉ.

ځواب ورکړئ

که د دې وضعیت د حلولو لپاره یوه معیاري ستراتیژي جوړه نه شي او د افغانانو اقتصادي ستونزې حل نه شي، د افغانستان خلک به د تل لپاره له ستونزو سره مخامخ شي. له بده مرغه چې په تېرو شلو کلونو کې چې د نړۍ ۴۲ هېوادونو افغانستان د خپلو وسلو لابراتوار جوړ کړ او هر هېواد خپل توپونه، ټانکونه او نورې وسلې راوړې او په افغانستان کې يې ازمويلې، هېڅ دولتي او حکومتي چارواکي له هغوی څخه غوښتنه ونه کړه چې د افغانستان لپاره صنعتي فابریکې جوړې کړي، د افغانستان اوبه کنټرول کړي او د افغانستان لپاره برېښنا تولید کړي. په هېواد کې دننه دولتي چارواکي د خلکو د خدمت پر ځای په غلا او تخریب بوخت ول. په پایله کې پاکستان د افغانستان د حکومت او امریکا پر وړاندې غالب شو او افغانستان یې تر خپل واک لاندې کړ. اوس افغانان کړېږي، او پاکستانيان د افغانانو له درد او غم څخه خوند اخلي.

ځواب ورکړئ

سره د دې چې لوږې او بې وزلۍ د خلکو حالت بیخي خراب کړی ترڅنګ یې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د ډېرو ننګونو خبره کړې او په خپل تازني راپور کې یې د طالبانو د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي له قوله ویلي چې طالبانو په تېر څه باندې یوه کال کې داسې مهم بنسټیز کارونه نه دي کړي چې هغه دې د خلکو لپاره د قناعت وړ وي. د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون چهارشنبې/۲۰/۱۰/۲۰۲۲ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، "ملت په دې نه دی قانع، دا به سر سره خلاصوو، موږ تراوسه داسې خدمت ورته کړی نه دی چې محض یو نمونه کار مو ورته کړی دی. باید موږ داسې څه ورته وکړو چې له دنیا څخه داسې مستغني واوسېږو چې دغه لاس بیا ورته ونه نیسو." نو طالبان په خپله هم په دې قانع دي چې ولس ته یې کار نه دی کړی او کله چې طالب وايي چې کار نه دی شوی، نو خلک څه وکړي، څه وخوري او په څه ځان بوخت کړي؟ خبره داده چې طالبان دا اوس څو ډلې دي، یوه ډله یې یو رقم خبرې کوي، بله راځي هغه بل څه وايي، بله یې بل څه ... نو دوی پر ځای د دې چې ولس ته کار وکړي خپلمنځي ستونزو کې ګیر دي او کارونه ترې پاتې دي، چې دې سره خلک ورځ تر بلې د لوږې او بې وزلۍ کندې ته ورټیټږي او هممهاله د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړ دی.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له لوږې مري، د نړۍ زبرځواکونه په جګړه بوخت دي او یو بل ته زیان رسوي. هره ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې میلیونونه ډالر مصرفیږي. د دې جګړې له امله اوښتي زیانونه هم د حساب وړ نه دي. چین هم غواړي له تایوان سره جګړه پیل کړي او په ارمنستان او اذربایجان کې هم وضعیت کړکېچن دی. د نړۍ زبرځواکونه کولای شي په ملیاردونو ډالر په دفاعي بودیجه ولګوي، خو په افغانستان او نورو هیوادونو کې د هغو بې وزلو او وږو خلکو سره مرسته نه شي کولای چې د خپلو وحشیانه لوبو له امله یې هرڅه له لاسه ورکړي دي. خدای دې وکړي چې دا بډایه هیوادونه د افغانانو له ورته حالت سره مخامخ شي څو پوه شي چې د لوږې درد څنګه حس کیږي.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې بې وزلي او لوږه ورځ تر بلې خوله خښوي او ژمی هم په رارسېدو دی خو د افغانستان واکمنان یې هېڅ په کیسه کې نه دي. څو ورځې وړاندې یې په رسنیو کې غوغا جوړه کړې وه چې روسیې سره یې د تېلو، ګاز او غوړیو قراردادونه لاسلیک کړي، مګر لا یې هېڅ څرک نه لګېږي او نه یې بیا دوی یادونه کړې چې ایا په رییښتیا دغه قرارداونه شوي که هسې اوازه وه؟ خو د خلکو وضعیت د هوا په سړېدو سره نور هم د خرابېدو طرف ته روان دی. په یو شمېر ولایتونو کې همدا اوس هوا سړه شوې. مخکې خلک یوازې له لوږې مړه کېدل خو تر دې وروسته به یې سړه هوا هم ساه ترې اخلي. بل دا چې طالبان یوازې دېته پراته دي چې د عایداتي ادارو څخه ګټه وکړي خو بېرته چې وطن کې څه خراب او بیا ځلې ترمیم ته اړتیا لري پروا یې نه کوي. نور خو هر څه پرېږده چې هره ورځ پاکستان ته څومره د ډبرو سکاره روان دي هم ډېرې پیسې دي خو دوی یې یو په ارزانه پلوري او بل چې کومې پیسې ترې په لاس راځي د بانک پر ځای بوجیو ته ځي.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې بې وزلي ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او ځینې خلک يې له سختو حالاتو سره مخامخ کړي دي. بې وزلي، بېکاري او د هېواد ناڅرګند سیاسي او اقتصادي وضعیت افغانان ورځ تر بلې ناهیلي او ستړي کړي دي. یوازې خدای پوهیږي چې دا حالت به کله بدل شي. د دې وضعیت پړه د طالبانو او امریکا پر غاړه ده. امریکا افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ او هغوی ته یې یو شرط وټاکه. خو طالبان د دې پر ځای چې د امریکا او نړیوالې ټولنې شرطونه ومني، ځانونه د افغانستان د شل کلنې جګړې ګټونکي ګڼي. دوی دې ته چمتو نه دي چې د نړیوالې ټولنې شرایط ومني، چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول، ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول، د بشري حقونو تامینول او د اقلیتونو د حقونو تضمین کول دي. په نتیجه کې، نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت نه پیژني چې په هر اړخ کې د افغانستان د بندیز لامل کیږي. نو پایله یې څه ده؟ طالبان په دولتي دفترونو کې ناست دي او ټوله ورځ د خلکو د مالیاتو په پیسو مزې کوي او غربي هیوادونه د عامو افغانانو پروا نه کوي. په دې توګه به یوازې افغانان وږي پاتې شي او له لوږې به مړه شي. د افغانستان بې وزله ولس تل د شخړو ستر قیمت ادا کړی دی. که جګړه وي خلک وژل کیږي او که سیاسي شخړه وي خلک زیانمن کیږي. خدای دې افغانان وساتي. :(

ځواب ورکړئ

د بزنس انسایډر د معلوماتو له مخې، دا وخت په نړۍ کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۳۹۳ ډالر پلورل کیږي خو ویل کیږي چې د افغانستان سکاره په ډېره ټیټه بیه پاکستان ته ځي. په دې لست کې د نړۍ د ۱۰۰ هېوادونو د ډبرو سکرو د ذخیرو اندازې لیکل شوي دي؛ https://www.worldometers.info/coal/coal-reserves-by-country/

ځواب ورکړئ

افغانستان دا وخت د سون توکو په حساب له یوه ناورین سره مخامخ کېدونکی دی. په دې ناورین کې طالبان او پاکستان تر ټولو ډېر لوی لاس لري. د ډبرو سکرو په هکله د یوې معلوماتي پاڼې د معلوماتو په اساس، چین په نړۍ کې څلورمه درجه ډېر سکاره لري چې اندازه یې ۱۴۹ میلیارده ۸۱۸ میلیونه ۲۵۹ زره ټنه ته رسېږي او د نړۍ ۱۳.۱٪ جوړوي، او په پنځمه درجه کې هندوستان دی چې ۱۰۷ میلیارده ۷۲۶ میلیونه ۵۵۱ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۹.۵٪ جوړوي.......... او چې خبره افغانستان او د افغانستان ګاونډیانو ته راورسېږي، بیا نو پاکستان د نړۍ د ۱۰۰ ډېره کوله لرونکیو هېوادونو په لست کې ۲۰م ځای لري چې ۳ میلیارده ۳۷۷ میلیونه ۴۷۷ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۰.۳٪ جوړوي. ورپسې بل ګاونډی ازبکستان دی چې ۱ میلیارد ۵۱۵ میلیونه ۶۷۶ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۰.۱٪ جوړوي. ایران په نړۍ وال لست کې ۲۹م ځای لري چې ۱ میلیارد ۳۲۶ میلیونه او ۷۸ زره ټنه سکاره لري او د نړۍ د سکرو ۰.۱٪ جوړوي.‌ تاجکستان په لست کې په ۴۱م ځای کې واقع دی چې ۴۱۳ میلیونه ټنه سکاره لري. افغانستان د ۱۰۰ سکرو لرونکیو په نړۍ وال لست کې په ۶۲م ځای کې واقع دی چې یوازې او یوازې ۷۲ میلیونه او ۷۵۲ زره ټنه د ډبرو سکاره لري او د افغانستان داخلي کالنی لګښت په کال کې څه کم دوه میلیونه ټنه دی چې ښایي له ۴۰ کالونو څخه ژر خلاص شي.‌ پاکستان چې دا وخت د افغانستان د ډبرو سکرو پسې نښتی او هغه هم غواړي چې د ډالرو پر ځای یې په کلدارو ترلاسه کړي د افغانستان د سکرو په پرتله ۴۶ برابره ډېر سکاره لري خو وایي نه چې خپل سکاره ولې نه لګوي. د بزنس انسایډر د معلوماتو له مخې، دا وخت په نړۍ کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۳۹۳ ډالر پلورل کیږي خو ویل کیږي چې د افغانستان سکاره په ډېر

ځواب ورکړئ