بشري حقونه

ملګرو ملتونو د تاجکستان له لارې بدخشان ته له ۱۵۰۰ ټنو څخه د ډېرو خوراکي توکو مرسته ورسوله

د محمد قاسم راپور

افغانې ښځې او نجونې د لیندۍ په ۱۳مه د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام د وېش په مرکز کې راټولېږي. [ډبلیو اېف پي]

افغانې ښځې او نجونې د لیندۍ په ۱۳مه د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام د وېش په مرکز کې راټولېږي. [ډبلیو اېف پي]

کندوز -- په بدخشان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍ وال پروګرام چارواکو وویل،‌ له تاجکستان څخه له ۱۵۰۰ مټریک ټنو څخه ډېر خوراکي توکي را رسېدلي، او ۷۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوړو د وېش پروسه پیل شوې ده.

په بدخشان ولایت کې د ډبلیو اېف پي رییس حیات الله رسولي وویل، د خوراکي توکو مرسته چې اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه په کې شامل دي د لیندۍ په ۱۱مه راورسېدله او د خواهان،‌ کوف آب، شکي، نسي او مایمي په پنځو سرحدي ولسوالیو کې به ووېشل شي.

هغه وویل، «له تاجکستان سره له دوو میاشتو خبرو څخه وروسته، موږ وکولی شوای چې خوراکي توکي واخلو او د درواز ولسوالۍ له لارې یې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته راوړو.»

رسولي وویل، که څه هم چې سړک د ترافیکو پر مخ تړلی، هغه په موقته توګه پرانستل شو څو هغو موټرو ته چې خوراکي توکي یې لېږدول د تېرېدلو اجازه ورکړي، او دغه خوراکي توکي به هغو کورنیو ته چې په دې ژمي کې له یوې تباه کوونکې قحطۍ سره مخامخ دي، ووېشل شي.

ډبلیو اېف پي د څلورو پرله پسې میاشتو په مخه هرې مجبورې کورنۍ ته د میاشتې ۴۶ کیلوګرامه اوړه، ۸.۵ کیلوګرامه نخود، ۴.۵ کیلوګرامه غوړي او ۱ کیلوګرام مالګه ورکوي.

رسولي وویل، د مرستو په وروستي انتقال سربېره، ډبلیو اېف پي تېره میاشت په بدخشان او د تخار ولایت په یو شمېر سیمو کې غریبو او اړمنو کورنیو ته ۱۲۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي ور ووېشل او دا پروسه به په ټول ژمي کې همداسې روانه وي.

هغه وویل، دغه راز پلانونه شته چې دا مرستې په درې نورو لیرې پرتو ولسوالیو؛ اشکاشم، واخان او شغنان کې ووېشل شي او د دغو کورنیو اړتیاوې به ژر پوره کړای شي.

د سړکونو بندښت

بدخشان چې د هېواد په شمالي برخه کې پروت دی یو له ډېرو سړو ولایتونو څخه ګڼل کیږي، او ډېرې سرحدي سیمې یې اوس واورو پوښلې دي.

بې کارۍ، وچکالۍ او جنګ په دغه ولایت کې د فقر اغېزې سختې کړي،‌ او د ژمي په ترڅ کې د سړکونو قریب الوقوع بندښتونه یوه لویه اندېښنه ده.‌

د خواهان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خال میرزا چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل هغه رارسېدونکې مرستې ته خوښ دی ځکه چې کورنۍ یې صرف دوه وخته ډوډۍ خوري.

میرزا وویل،‌ خو مرستندویې ادارې باید اوس چې سرکونه لا پرانستی دي له اوسېدونکیو سره مرسته وکړي، که نه، په راتلونکي ژمي کې به فقر او قحطي په لیرې پرتو ولسوالیو کې د خلکو ژوند وګواښي.

هر کال، د بدخشان د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو او لوازمو د ذخیره کولو له لارې د ژمي، د سړکونو د حتمي بندښت او د احتمالي برفکوچونو او نورو طبیعي پېښو لپاره چمتووالی نیسي‌.‌

په بدخشان ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالرقیب خاوري وویل، «موږ هر کال د احتمالي افتونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځانونه چمتو کوو.»

هغه وویل، «دا مهمه ده چې په بې وزلو ولسوالیو کې خواړه ذخیره کړای شي څو د کوم طبیعي مصیبت په صورت کې اغېزمن شویو خلکو ته ملاتړ برابر کړای شي.»

خو د سږ کال د شرایطو له امله، اوسېدونکي چمتو نه دي.‌

هغه وویل، «د لیرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکیو لپاره ننګونه نه یواځې د خوراکي توکو په قېمتونو کې زیاتوالی بلکې همدارنګه قحطي او په ژمي کې د خوراکي توکو نشتوالی دی.»

د خوراکي توکو او درملو کموالی

په دغه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالله حکیمي وویل، هر کال د ژمي په رارسېدلو سره په لیرې پرتو ولسوالیو کې سړکونه بندیږي، د خوراکي توکو قیمتونه لوړیږي او روغتیایي پاملرنې او طبي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی محدودېږي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې زموږ خلک ډېر غریب دي او په هېواد کې وروستیو بدلونونو لا نور اغېزمن کړل. مرستندویې ادارې باید د مرستو په برابرولو کې چټکي وکړي.»

د بدخشان د پرمختیایي شورا یوه غړي خسرو راغي وویل، د واورو د ورېدلو له امله د بدخشان لیرې پرتو او سرحدي ولسوالیو ته ورغلي سړکونه هر کال د څو میاشتو په مخه بند وي چې د اوسېدونکیو لپاره د خوراکي توکو د کمېدلو سبب کیږي.‌

هغه وویل، دغو ولسوالیو ته د ورتګ ډېرې لارې ډېرې ستونزمنې دي او یواځې حیوانات کولی شي چې پرې لاړ شي، خو کله چې واوره وورېږي بیا حیوانات هم پرې نشي تېرېدلی.

هغه وویل، «څو کاله مخکې، په بدخشان کې د افغانستان او تاجکستان یو شریک بازار وو چې هلته به د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکیو په ژمي کې لومړني توکي ترلاسه کول، خو اوس د دغه ګډ مارکېټ دروازې د خلکو پر مخ بندې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بهرنیو هیوادونو په مرسته به د خلکو ژوند ښه نه شي. دا مرستې دوامدارې نه دي، د افغانستان خلک باید دې مرستو ته خوشبین نه وي، ځکه چې کله یو څوک له نورو مرسته وغواړي، هغه تل له نورو څخه مرسته غواړي او نه غواړي چې د ځان لپاره روزي پیدا کړي. بهرنۍ موسسې باید ډېره هڅه وکړي چې خلکو ته د کار پر ځای ذکر شوي مواد ورکړي. د افغانستان خلک دا عادت لري چې په کومه سیمه کې چې ژوند کوي هغه سرک نه جوړوي، د سیمې سرک نه جوړوي. که چېرې مرستندویې ادارې د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشي، دا به له کار پرته د خوراکي توکو د ویش په پرتله بهتره وي. ملګري ملتونه باید د دې پرځای هڅه وکړي چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پروژې پیل کړي. خلک تل کولی شي د کښت له لارې خپل مواد ترلاسه کړي. د خوراکي توکو دغه مرسته کولی شي چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه کړي. دا مرستې کولی شي چې یوه کورنۍ د ۱۵ ورځو لپاره د ۱۰ ورځو لپاره په خېټه ماړه کړي. که د دې خلکو لپاره د اوبو لګولو کانالونه جوړ شي، دا کلیوال به وکولی شي چې خپل زراعت ته پرمختګ ورکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

ځواب ورکړئ

سلام. یوه بې سرپرسته غریبه کورنۍ ده چې مرستې ته اړتیا لري. لطفاً له هغوی مرسته وکړئ، ځکه چې همدا اوس هم هېڅ نه لري چې ویې خوري.‌

ځواب ورکړئ

هغه مېړه یا ماشومان نه لري. هغه له الله تعالی (ج) پرته هیڅوک هم نه لري.‌ هغه درې میاشتې مخکې له کندوز څخه راکډه شوې ده.‌ دا واقعاً سخته ده چې هغه په څه ژوند تېروي. ډېره دردوونکې ده.

ځواب ورکړئ

خپلو خلکو ته چې د نړۍ والو د خیرات ورکولو حالت ګورم سخت زوریږم. کاش چې زمونږ بدبختو لیډرانو په تېرو شلو کالونو کې د نړۍ والې ټولنې له مرستې او ملاتړ څخه داسې استفاده کړې وای چې بېخبناوې، فابریکې، بزنسونه یې جوړ کړي وای او نن افغانان خیراتونو ته محتاج نه وای. له طالبانو نه زما غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې له نورو جنګي ډلو سره د ناستې فرصت برابر کړي، ټولې جنګي او سیاسي ډلې دې راټولې شي او په افغانستان کې دننه دې سره په یوه لویه جرګه کې په شریکه داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو لپاره ګټور وي. مونږ باید داسې نظام ولرو چې له نړۍ سره ارتباط ولري، نه دا چې په کابل کې داسې یو منزوي حکومت وي چې له پاکستان نه پرته له نورې نړۍ سره یې اړیکې پرې وي.

ځواب ورکړئ

د دې لپاره چې دا مهمه مرسته یو غټ اغېز ولري، دا توکي باید په داسې سیمو کې چې هلته خلک وس لري په ډېرو ټیټو قیمتونو وپلورل شي. په دې طریقه، کېدی شي چې ډېر وګړي تر پوښښ لاندې راشي او د خنډ جوړونکې قحطۍ اغېز به ناورین رامنځته نه کړي.

ځواب ورکړئ