اقتصاد

د یو اېس ای آی ډي په مرسته جوړو شویو کورونو په بدخشان کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو کورنیو هیلې وغوړولې

د محمد قاسم راپور

اکتېد د لړم په ۲۰مه له ۱۰۰ څخه ډېر نوي جوړ شوي کورونه چې د یو اېس ای آی ډي په مالي مرسته په بدخشان ولایت کې جوړ شوي دي، پرانستل.

اکتېد د لړم په ۲۰مه له ۱۰۰ څخه ډېر نوي جوړ شوي کورونه چې د یو اېس ای آی ډي په مالي مرسته په بدخشان ولایت کې جوړ شوي دي، پرانستل.

کندوز -- محلي مقامات وایي، د متحده ایالاتو نړۍ واله پرمختیایي اداره (یو اېس ای آی ډي) د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ له قاضي قشلاق کلي سره نږدې د طبیعي افتونو په نتیجه کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د استوګنې کورونه جوړوي.

د تخنیکي همکارۍ او پراختیا غیر انتفاعي ادارې (اکتېد) ولایتي رییس احمد سیر د لړم په ۲۴مه وویل، د استوګنې په دغې مېنه کې چې له ۴۵ جریبه (۲۲.۲ اېکره) څخه ډېره ځمکه باندې جوړېږي، به ۲۱۵ کورنۍ ځای شي.

هغه وویل، څه ۱۰۳ کورونه بشپړ شوي او چمتو دي، او د پروژې د دویم پړاو د بشپړولو لپاره کار روان دی.

سیر وویل، هر کور چې دوه د خوب کوټې، یو سالون او یو تشناب لري او په ۴۰۰ مربع متره ځمکه باندې جوړ شوی دی شاوخوا ۲۴۳۰۰۰ افغانۍ (۲۶۰۰ ډالر) قېمت لري، او زیاته یې کړه چې په ټوله پروژه باندې به ۲۵ میلیونه افغانۍ (۲۶۸ زره ډالر) ولګیږي چې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې له خوا تمویلیږي.

هغه وویل، «دغه مېنه موږ په رسمي توګه د لړم په ۲۰مه پرانستله او د هر کور مالک ته مو د هغه کور کیلي ګانې ور وسپارلې.»

سیر وویل، دا پروژه د راستنېدونکیو او هغو کسانو چې د جنګ او طبیعي افتونو له امله بې ځایه شوي دي، سختو اړتیاوو ته ځواب وایي.‌

د درایم ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالله خلیلي وویل، په ۱۳۹۶ کې د تاجکستان سرحد سره نږدې په ارګو، درایم او راغ ولسوالیو کې د ځمکې ښویېدنې نږدې ۴۰ کلي ویجاړ کړل او د هغو سیمو شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ یې قاضي قشلاق کلي ته بې ځایه کړې.

هغه وویل، د متحده ایالاتو حکومت د پخواني افغان حکومت په غوښتنه توافق کړی وو چې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره موقته سرپناه برابره کړي.

هغه وویل، «د مصیبت ځپلیو کورنیو لپاره د سرپناه برابرول د روان بشري ناورین، چې له یوې خوا سخت ژمی او بلې خواته فقر او لوږه ډېر ځایي خلک تهدیدوي، په حلولو کې یو ډېر مهم ګام دی.»

د قاضي قشلاق سیمې یو اوسېدونکی او د یوه کور نوی مالک علاءالدین رحیمي هیله لري چې د خپلو ماشومانو تر څنګ به یې راتلونکی بهتره شي.‌

هغه وویل، «موږ له کالونو راهیسې په یوه سخت حالت کې ژوند کاوه چې د اوړي له ګرمو او د ژمي له یخو موسمونو سره مخامخ وو او دا هیله مو نه لرله چې سرپناه به ترلاسه کړو.»

رحیمي وویل، «زه خوښ یم چې اوس زه یو منظم کور لرم چې کولی شي ما او زما ماشومان تاوده وساتي.»

د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد یوه اوسېدونکي محمد حسین قایم وویل، د استوګنې د دې مېنې په پرانستلو سره به د هوا په برخه کې د ډېرو بې ځایه شویو کورنیو ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه، خو دا په برابر ډول مهمه ده چې د دغو کم وسه کورنیو لپاره خواړه او مهم لوازم برابر کړای شي.

طبیعي افتونه او وچکالي

په بدخشان کې د چاپېریال ساتنې یوه سلاکار روح الله نادري سلام ټایمز ته وویل، دا ولایت د طبیعي حوادثو مخې ته پروت دی.

هغه وویل، «بشردوستې موسسې د کورونو او سرپناوو د جوړولو په شمول، زموږ خلکو ته د هر څه برابرولو ته دوام ورکوي، لاکن هغوی د دغو اسانتیاوو ښه مراقبت ته پام نه کوي.»

هغه وویل، «موږ د دې مېنې ځایي خلکو باندې غږ کوو چې د دغو ارزښتناکو ځایونو مراقبت ته پام وکړي چې د اوږدې مودې لپاره ګټه ترې واخلي.»

هغه د قومي مشر خلیلي له خوا د یادو شویو شمېرو په ذکر کولو سره وویل، په ۱۳۹۶ کال کې په بدخشان کې د ځمکې ښویېدلو څخه وروسته له ۳۵۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او په سلګونو نور وژغورل شول.

په افغانستان کې زیات شوي فقر او لوږې شرایط له بد نه بدتر کړي او د بشري ناورین رامنځته کېدلو ته یې لاره هواره کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې ډېبورا لیونز تېره چارشنبه /د لړم ۲۶مه/ وویل، «دا به یوه تاریخي غلطي وي چې اوس افغانان یواځې پرې ښودل شي، داسې یوه غلطي چې تر دې مخکې یې غمجنې پایلې رامنځته کړې وې.»

هغې وویل، په داسې حال کې چې ژمی را نږدې دی، تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان به له ناورین یا د خوراکي توکو د نه تأمین له خطر سره مخامخ شي.

هغې زیاته کړه، سربېره پر دې، که څه هم چې یو وخت د قطحۍ خطر کلیوالو سیمو پورې محدود وو، لاکن اوس داسې وېره رامنځته شوې چې د افغانستان د ګڼ مېشتو ښاري سیمو له هرو ۱۱ څخه ۱۰ کسان د خوراکي توکو د نه تأمین له بیړنیو حالاتو سره مخامخ دي.‌

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه چې هغوی د کال تر پایه په افغانستان کې د بشري غبرګون د ملاتړ لپاره کړې وه، اوس په بشپړ ډول تمویل شوي دي.

لوی مرستندویان متحده ایالات، اروپایي هېوادونه او جاپان د تمویل ټول هدف ۶۰۶ میلیونه ډالر پوره کړ.

په دغو پیسو سره به په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو ډېرو محرومو خلکو سره مرسته وشي.

په بدخشان کې د کانونو د کیندنې د چارو یوه شنونکي محمد یاسین حرمت وویل، په درایم، ارګو، خاش او خوان وراغه ولسوالیو کې نږدې ځنګلونه په جنګ کې ویجاړ شوي چې د ځمکې د ښویېدلو او له طبیعي افتونو سره د کلیو د مخامخ کېدلو خطرونه یې زیات کړي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ په بدخشان کې د ۲۰۰ کورنيو سره په مرسته کولو خوښ شوم. د تاسو د ويبسايټ څخه مننه چې وخت په وخت د افغانستان اړوند‌ تازه مالومات خپروئ. زما پوښتنه دا ده چې دا تاسې کومې مرستې افغانستان ته لېږئ، نو ولې يې د افغانانو پر اقتصاد وضعيت تاثير کړی نه دی؟ مطلب دا چې اوړه، غوړي او داسې نور څيزونه خو اوس هم قيمته دي. د تاسو د مرستو ګټه څه ده؟ ايا دا پيسې د ملګرو ملتونو د لوازمو په اخيستلو مصرف کوئ؟ ايا د ښوونځيو په څوکيو يې مصرفوئ يا بل څه؟

ځواب ورکړئ