امنیت

د اورپکو پخوانی قوماندان: طالبان 'له جنګه ستړي' دي او د سولې هیله لري

د هدایت الله راپور

د مولوي عبدالحق په مشرۍ د طالبانو یو پنځه کسیز ګروپ د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۳ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د سولې بهیر سره یوځای شو. [محمد مرتضی]

کندوز -- د بدخشان ولایت د ارګو، تیشکان او درایم ولسوالیو لپاره د طالبانو یو جیګپوړی نظامي مشر له خپلو څلورو جنګیالیو سره یوځای افغان حکومت ته تسلیم شو، چې د سولې د پروسې لپاره یې هیله مندي تازه کړه.

د دغه ګروپ مشر مولوي عبدالحق د مرغومي په ۳ مه په فیض اباد کې د ښه راغلاست د مراسمو په ترڅ کې وویل، «په بدخشان کې طالبان په ډېرو ډلو وېشل شوي دي، او ځینې یې حتی د جهاد په مفهوم هېڅ نه پوهېږي،»

هغه وویل، «مونږ له ۹ کاله جګړې کولو څخه وروسته پوه شو چې طالبانو د جهاد له نامه څخه ناوړه استفاده کوله او خپلې ګټې یې لټولې،»

عبدالحق وویل، د متحده ایالاتو له خوا په طالبانو باندې د دې لپاره فشار راوړل چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې وکړي، د طالب اورپکو تر منځ د سولې په هکله د هیله مندۍ حس راژوندی کړی دی.

د طالبانو پخوانی قوماندان مولوي عبدالحق (چپ)، د هغه له څلورو پلویانو سره یو ځای، د مرغومي په ۳ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې افغان مقاماتو ته تسلیم شو. [د بدخشان د والي د رسنیو دفتر]

د طالبانو پخوانی قوماندان مولوي عبدالحق (چپ)، د هغه له څلورو پلویانو سره یو ځای، د مرغومي په ۳ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې افغان مقاماتو ته تسلیم شو. [د بدخشان د والي د رسنیو دفتر]

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد (چپ) د طالبانو پخواني قوماندان مولوي عبدالحق ته، چې له حکومت سره پخلا او د مرغومي په ۳ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د سولې بهیر سره یوځای شو، دودیزه چپنه وراغوندي. [د بدخشان د والي د رسنیو دفتر]

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد (چپ) د طالبانو پخواني قوماندان مولوي عبدالحق ته، چې له حکومت سره پخلا او د مرغومي په ۳ مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د سولې بهیر سره یوځای شو، دودیزه چپنه وراغوندي. [د بدخشان د والي د رسنیو دفتر]

هغه وویل،‌«طالبان، د عادي افغانانو په څېر، له جنګ څخه ستړي شوي دي او هره دقیقه د دې لپاره شماري چې دا خبرې بریالۍ شي».

زړه ماتي طالبان

ډېر نور طالبان له دې امله زړه ماتي شوي چې طالبان د ملکي خلکو پر ضد ظالمانه تاوتریخوالی ترسره کوي، او په ورته وخت کې،دغه ګروپ د سولې د مذاکراتو په هکله هیلې څرګندوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بدخشان د څانګې رییس غوث الدین رحماني د مرغومي د ۳ مې په مراسمو کې وویل، «د تېرو درې اونیو په ترڅ کې، له ۲۰ څخه ډېر طالب جنګیالي په بدخشان کې د سولې بهیر سره یوځای شوي او خپلې وسلې یې تسلیم کړي دي،»

هغه وویل، «پوځي فشار او د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو هڅې د دې سبب شوې چې په بدخشان کې طالبان جنګ بس کړي،»

د رحماني په وینا، که حکومت د هغو یاغیانو لپاره، چې د طالبانو له منافقت څخه ستړي شوي دي، کاري فرصتونه برابر کړي، بدخشان به ژر په یوه سوله ییز ولایت باندې واوړي.

هغه وویل، «مونږ هڅه کوو چې د هغوکسانو لپاره چې په خپله خوښه د سولې پروسې سره یوځای شوي دي، کاري فرصتونه رامنځته کړو،»

هغه وویل، افغان حکومت او د سولې ولایتي شورا د هغو پخلا شویو طالب جنګیالیو لپاره چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، اوږدمهالي کاري فرصتونه رامنځته کړي دي، او زیاته یې کړه چې اوس هغوی کولی شي چې خپلې کورنۍ حمایه کړي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بدې خاطرې

نواب الله، چې په درایم ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شو، څلور کاله د حکومت پر ضد وجنګېد، خو اوس په خپلو پخوانیو کارونو باندې پښېماني څرګندوي.

هغه په فیض اباد کې په ترسره شویو مراسمو کې وویل، «مونږ ولیدل چې د طالبانو مشران څنګه له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلي ټول تأمینات او تجهیزات په خپلو منځونو کې سره وېشي. مونږ له موقفونو څخه له دغه ډول استفادې څخه ستړي شو... او بالاخره مونږ پرېکړه وکړه چې تسلیم شو.»

د فېروز په نامه د طالبانو د ډلې یو بل غړی، چې ۲۹ کاله عمر لري او د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له طالبانو سره له وخت تېرولو څخه بدې خاطرې لري.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ ولیدل چې د طالبانو تر منځ‌ بچه بازي کېدله،»او زیاته یې کړه چې د طالبانو له خوا وژنو او نورو ناوړه کارونو هغه دې ته وهڅاوه چې دغه ډله پرېږدي.‌

فېروز وویل، «مونږ په دې پښېمان یو چې خپل څو کاله ژوند مو ضایع کړ، خو اوس به مونږ خپل ژوند له خپلو کورنیو سره بیا له سره پیل کړو،»

سوله ییز ګډ ژوند

ځایي چارواکي وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغانستان روانو هڅو په بدخشان ولایت کې د طالبانو په مورال باندې مثبت تاثیر کړی دی، چې ډېر یې دې ته چمتو دي چې له حکومتي ځواکونو سره یوځای شي.

د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد د پخلا شویو طالبانو لپاره د ښه راغلاست په مراسمو کې وویل، د حکومت او خلکو پر ضد جنګ کول د هغو ستونزو حل نه دی چې هېواد ورسره مخامخ دی.

هغه وویل، «حکومت مسؤلیت لري چې د سولې بهیر سره د یوځای کیدونکي خلکو ژوند خوندي او د اړتیاوړ اسانتیاوې ورته برابرې کړي،» او زیاته یې کړه، چې پخوانیو جنګیالیو له تسلیمۍ سره سم خپل کلاشینکوفونه او مخابرې تسلیم کړې.

هغه وویل، «څومره چې طالب جنګیالي ډېر د سولې بهیر سره یوځای کیږي، هومره به هېواد ډېر سوله ییز شي،» او له طالبانو او نورو حکومت ضد عناصرو څخه یې وغوښتل چې د افغانانو وژل ودروي او د سولې لپاره د خلکو غږ ته غبرګون وښیي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Sharme dali

ځواب ورکړئ