بشري حقونه

متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې له اړمنو افغانانو سره به ۱۱۴ میلیونه ډالر نوره مرسته وکړي

د سلام ټایمز راپور

یوه ښځه او ماشومان د تلې په ۲۱مه په هرات ولایت کې د شهرک سبز په نامه د داخلي بې ځایه شویو خلکو په کمپ کې بوشکې له اوبو ډکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یوه ښځه او ماشومان د تلې په ۲۱مه په هرات ولایت کې د شهرک سبز په نامه د داخلي بې ځایه شویو خلکو په کمپ کې بوشکې له اوبو ډکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۶مه/ په افغانستان کې له بشري ناورین څخه د اغېزمن شویو خلکو لپاره نژدې ۱۱۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په یوه خبري اعلامیه کې وویل، «دا مرسته د متحده ایالاتو له خوا په افغانستان کې بشري مرسته او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره مرسته په ۲۰۲۱ میلادي کال کې نژدې ۴۷۴ میلیونو ډالرو ته رسوي، چې د بل هر هېواد د مرستې په نسبت ډېره ده.»

په اعلامیه کې راغلي چې دغه پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف)، د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم)، نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) او نورو نړۍ والو او غیرحکومتي سازمانونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون مستقلو بشردوستو موسساتو ته چې په پراخ ډول یې ارزونه او څارنه کیږي، ورکول کیږي.

بلینکین وویل، د دغې مرستې هدف دا دی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډالو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، په سیمه کې له ۱۸ میلیونو څخه ډېرو کم وسو او محتاجو افغانانو ته هوساینه برابره شي.

هغه وویل، «دا به زموږ شریکانو ته دا وړتیا ورکړي چې د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو چې د روغتیایي پاملرنې د نشتوالي له امله سختې شوي، کوویډ-۱۹، وچکالۍ، سوء تغذي او خنډ جوړونکي ژمي په غبرګون کې ژوند ژغورونکی مصؤنیت، د خوراکي توکو د تأمین ملاتړ، اړتیا وړ روغتیایي پاملرنه، د ژمي پر وخت مرسته، لوجیستيکي مرسته، او عاجله خوراکي مرسته برابر کړي.»

نوموړي وویل، «چې خبره پاکه وکړو، دا بشري مرسته به طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته ګټه ورسوي، او مونږ به د هغو ژمنو پر وړاندې چې طالبانو کړي دي له هغوی سره حساب کولو ته دوام ورکړو.»

بلینکین له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د هرکلي له امله مننه وکړه او ټینګار یې پرې وکړ چې خپل سرحدونه د هغو افغانانو لپاره چې نړۍ وال مصؤنیت غواړي، پرانستي وساتي.

هغه وویل، «په دې نوې بشري مرستې سره به موږ په سیمه کې د خپلو شریکانو ملاتړ ته دوام ورکړو او افغان کډوالو ته به ژوند ژغورونکي او خوندي کوونکي خدمتونه برابر کړو، او په ورته وخت کې به په افغانستان کې دننه د اړمنو افغانانو مرسته وکړو.»

د چین او ایران مرستې کافي نه دي

د افغانستان د دوه ګاونډیو هېوادونو چین او ایران له خوا د شویو مرستو اندازې د هغوی له ژمنو څخه ډېرې کمې دي.‌

افغانان وايي،‌ هغوی به ویل چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته به له طالبانو سره مرستې وکړي، لاکن له افغانانو سره د هغوی مرستې لږې او هسې د خپل نوم د ښه کولو لپاره وې.

یواځې څو اونۍ وروسته له هغه چې طالبان په کابل ور وختل او پخوانی حکومت یې نسکور کړ، چین ژمنه وکړه چې د طالبانو موقت حکومت ته به د عاجلې مرستې په لړ کې ۳۱ میلیونه ډالر ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل چې دغه پیسې به په خوراکي توکو، ژمنیو اکمالاتو، درې میلیونه دوزه واکسینونو او نورو درملو باندې ولګېږي، خو د دغې ژمنې تاییدول ناشوني دي ځکه چې اوس د افغانستان مالي سرچینې د طالبانو له خوا کنټرولیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ وویل، وروسته چین اعلان وکړ چې هغه له افغانستان سره ۱ میلیون ډالر بشري مرستې کړي او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او طبي توکو مرستې وکړي.

بیجینګ او تهران دواړو په وروستیو کې د هوا له لارې د خوراکي توکو،‌ درملو او طبي اکمالاتو او ژمنیو لباسونو کوچني بارونه رسولي څو له نویو واکمنو سره خپل ملاتړ بیا پوخ کړي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو د چین او ایران له خوا وړاندې شوې بشري مرسته «ناکافي او د ریشخند وړ» بللې او په دې تاسف څرګندوي چې هماغه لږه مرسته هم اړمنو خلکو ته ور وېشل شوې نه ده.

د عبدالکریم په نامه د هرات یوه اوسېدونکي وویل، «د پخواني حکومت پر وخت، له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته ډېرې مرستې راتللې او مستحقو خلکو ته رسېدلې، لاکن اوس چې طالبان په واک کې دي، دوی نشي کولی چې حتی خپلو خلکو ته ډوډۍ ورکړي.»

هغه وویل، «د افغانستان د ۳۵ میلیونو وګړو له جملې څخه له ۳۰ میلیونو ډېر د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي او له قحطۍ سره مخامخ دي، او یواځې یو څو لارۍ د غنمو اوړه، وریژې او کمپلې نشي کولی چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

د هرات یوه اوسېدونکي صمیم احدي وویل، د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې اکثر افغانان له قحطۍ سره مخامخ او مرستو ته سخت محتاج دي، لاکن چین او ایران په خپلو لږو مرستو سره په دغو بې وزلو خلکو باندې ریشخند وهي.

احدي وویل، «دغه هېوادونه باید پوه شي چې د هغوی مرسته کافي نه ده او نشي کولی چې د را روان اقتصادي سقوط مخه ونیسي

هغه وویل، «نړۍ والې ټولنې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو مرسته وکړه او د افغانانو ژوند یې بدل کړ، لاکن د ګاونډیو هېوادونو له خوا وړاندې شوې وروستۍ مرسته حتی د څو کوچنیو کورنیو لپاره هم کافي نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان په اوس وخت کې تر دې زیاتو بشري عاجلو مرستو ته (چې په بیړني ډول ورسېږي) اړتیا لري. افغانستان کې دا اوس روغتیایي سیستم فلج دی، کورونا لا په خپل حالت کې ده ټولټال څه باندې یو میلیون خلکو ته د کورونا واکسین شوی په داسې حال کې چې د افغانستان نفسو ۴۰ میلیونه وګړو ته رسېږي، ژمی راروان دی که د دغه واکسین په تطبیق کې بیړه ونه شي ښايي د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راشي. همدارنګه وچکالي، خلکو ته د خوړو نه رسېدل، د ژمي راتګ او ګڼ شمېر نورې ستونزې چې اوس مهال ورسره افغانان لاس او ګرېوان دي، مګر دنیاوال پرې پټه خوله دي. سمه ده چې متحده ایالاتونو زیاته مرسته سږ کال هم کړې، خو دغه مرستې لکه د قربانۍ د غوښې په څېر دي چې سبا وي بېګا ته نه شي رسېدلي. په کار ده چې نړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې د یو منظم سیستم له مخې چټکې کړي کنه لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

ځواب ورکړئ