روغتیا

د افغانستان د روغتیایي پاملرنې د سیستم په بدترېدلو سره ناروغان له جدي ستونزو سره مخامخ دي

د عمر راپور

ډاکتران او ځایي اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د روغتیایي پاملرنې نظام د ړنګیدو په درشل کې دی ځکه چې ګڼ شمېر روغتیایي مرکزونه د پیسو د د بندیدو له کبله نه شي کولی ترڅو طبي لوازم وپېري او تنخواګانې تادیه کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- ډاکتران او ځایي اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د روغتیایي پاملرنې نظام د ړنګیدو په درشل کې دی ځکه چې ګڼ شمېر روغتیایي مرکزونه د پیسو د بندیدو له کبله نه شي کولی ترڅو طبي لوازم وپېري او تنخواګانې تادیه کړي.

له افغانستان سره نړۍ والې مرستې دوه میاشتې مخکې او له هغه وروسته وځنډول شوې چې طالبانو د زمري په میاشت کې واک په لاس کې واخیست.‌

د نړۍ وال روغتیایي سازمان رییس تیدروس ادهانوم ګیبریسوس د وږي په ۳۱مه وویل،‌ په نړۍ والو مرستو کې کمښت روغتیایي کارکوونکي مجبور کړي ترڅو پرېکړه وکړي چې «څوک وژغوري او څوک پرېږدي چې مړ شي.»

د هرات د حوزوي روغتون چارواکو وویل چې په دغه روغتون کې چې په لوېدیځ زون کې تر ټولو ستر روغتیایي مرکز دی، اوس د ناروغانو درملنه، د نړۍ والو مرستو د کموالي او د طالبانو د روغتیا وزارت له خوا د بودجې د کمېدلو له امله، له ننګونو سره مخامخ شوې ده.‌

ماشومان د تلې په ۱۷مه د هرات د حوزوي روغتون په عاجله خونه کې درملنه ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ماشومان د تلې په ۱۷مه د هرات د حوزوي روغتون په عاجله خونه کې درملنه ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد عارف جلالي وویل، په روغتون کې یواځې ۳۰٪ ضروري درمل او طبي لوازم موجود دي، یعنې ناروغان باید هڅه وکړي چې پاتې مواد په بازار کې له درملتونونو څخه ترلاسه کړي.

هغه وویل، «موږ په حوزوي روغتون کې د درملو او طبي لوازمو کموالي ته سخت اندېښمن یو. که ژر برابر نشي، په یوه میاشت کې به په دې روغتون کې هېڅ درمل او طبي لوازم نه وي.»

د روغتون د ارقامو په اساس، د ورځې تر ۲۰۰۰ پورې ناروغان د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي چې ۳۰۰ یې بستر کیږي. دغه راز، ارقام ښیي چې د طالبانو له خوا په وروستیو کې د واک ترلاسه کولو راهیسې روغتون ته د ورتلونکیو ناروغانو شمېر ۳۰٪ زیات شوی دی.

د مراجعینو شمېر په ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو په بندېدلو او په ګاونډیو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت په راښکته کېدلو سره زیات شوی دی.

جلالي وویل، «د هرات حوزوي روغتون کې کارمندانو او ډاکترانو ته له تېرو درې میاشتو راهیسې تنخواګانې نه دي ورکړل شوي. که تنخواګانې ورنه کړل شي، ډېر ډاکتران او کارمندان به خپل کارونه پرېږدي چې بیا به په دې روغتون کې د ناروغانو درملنه ډېره سخته شي.»

هغه وویل،‌ ډبلیو اېچ او او یونیسف د مرستو ژمنه کړې وه چې دا په هرات کې د روغتیایي خدمتونو د سقوط د مخنیوي یواځینۍ هیله ده.‌

له ستونزو سره مخامخ ناروغان

د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي وایي چې د هغوی په ولسوالیو کې اکثر کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه بند شوي او هغوی مجبور شوي ترڅو خپل ناروغان لیرې په ښارونو کې روغتونونو ته ولېږدوي.

د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالجبار وویل چې په یوه ترافیکي کې د هغه د زوی سر ټپي شو.

دا چې په فراه کې طبي خدمتونه نشته، هغه مجبور شو چې هرات ته یې بوځي.

هغه وویل، د هغوی په ولایت کې پخوا روغتیایي خدمتونه ښه وو، خو اوس، په فراه ښار کې په حکومتي روغتون کې حتی ساده طبي خدمتونه هم نشته.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې زموږ د ولسوالۍ کلینیک بند شوی دی.»

د شینډنډ‌ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد عوض نورزي وویل د هغه ورور چې د سر ټپ ور رسېدلی وو څو ورځې د هرات حوزوي روغتون کې بستر وو.‌

نورزي وویل روغتون داسې اړتیا وړ لوازم نه لري چې د هغه د ورور تداوي وکړي، او دا چې هغه ټول د اړتیا وړ درمل او طبي لوازم د ښار له درملتونونو څخه اخلي او د ښار درملتونونه شخصي شرکتونو باندې اتکا کوي چې درمل له نورو هېوادونو څخه راواردوي.

بیا هم، له نورزي سره د پیسو کموالي د هغه لپاره د لوازمو ترلاسه کول سخت کړي وو.

هغه وویل، «ما په ایران کې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره اړیکې نیولې او ورته مې ویل چې د ۱۰۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانیو (۱۱ تر ۲۲ ډالر) مرسته وکړي ترڅو زما د ورور درملنه پرې وشي.‌»

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحکیم چې زوی یې د پښتورګي په ناروغۍ اخته او د هرات حوزوي روغتون کې بستر دی، وویل، هغه د خپل زوی د درملنې ټول لګښتونه له خپل جیب څخه ورکوي.‌

هغه وویل، «زه مجبور شوم چې د خپل زوی د تداوۍ لپاره خپله ځمکه خرڅه کړم.‌ ما روغتون ته وویل چې زه غریب یم او پیسې نه لرم، لاکن هیچا هم راسره مرسته ونه کړه.»

هغه وویل، «زه ټول درمل او روغتیایي لوازم له روغتون څخه بهر درملتونونو څخه اخلم. ډاکتران ماته وایي چې په روغتون کې درمل نشته او زه یې باید له بهر څخه واخلم.»

حکیم زیاته کړه، طالبانو تر اوسه پورې د هغو ستونزو د حلولو لپاره چې افغانان ورسره مخامخ دي،‌ هېڅ هم نه دي کړي.

د بشري ناورین وېره

ډاکتران خبرداری ورکوي چې که هغه ستونزې چې د هېواد روغتیایي سیستم ورسره مخامخ دی ژر حل نشي، کېدی شي په ژمي کې یو بشري ناورین رامنځته شي.

په روغتون کې د داخله ناروغیو یوه متخصص ډاکتر فرهاد افضلي وویل، د هرات حوزوي روغتون کې اکثر ناروغان د درملو او طبي لوازمو د نشتوالي له امله مناسبه تداوي نه ترلاسه کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې، په راتلونکیو ورځو کې به چې درمل او لوازم ختم شي ډاکتران ګوري او ناروغان به یې مري.‌

هغه وویل، «په ژمي کې موسمي ناروغۍ زیاتېږي او په روغتونونو کې کافي اندازه لوازمو ته اړتیا ده. اکثر ناروغان غریب دي او د درملو او طبي ټیسټونو ترسره کولو ته یې وس نه رسیږي.»

افضلي وویل، «که درمل او لوازم نه وي، ډاکتران نشي کولی چې ناروغان وژغوري.»

هغه وویل، «دا ډېره دردوونکې ده چې ګورو چې ناروغان په روغتونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي ځکه چې هغوی د درملو د اخیستلو وس نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه باید په دې حالت کې چې د هرات ولایت روغتونونه په کې دي، بیړنۍ بشري مرستې وکړي. د افغانستان یو زیات شمېر خلک د خوراک لپاره پیسې نه لري، نو په شخصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو درملنه به څنګه وکړي. شخصي روغتونونه د خلکو وینه زبېښي ځکه چې هغوی ظالمان دي. ملګري ملتونه باید د افغانستان په هر حالت کې د عامې روغتیا له وزارت سره خپلې مرستې بندې نه کړي. په افغانستان کې چې کله جمهوري حکومت وو، اروپايي او اسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو له جمهوريت سره د روغتیا په برخه کې په ملیونونو ډالره مرسته کوله. هغه مهال هم په روغتونونو کې دا ډول ستونزې موجودې وې او د ناروغانو سمه درملنه نه کېده. کله چې یو ناروغ دولتي روغتون ته وړل کیږي، نو په بازار کې یې لابراتواري معاینات کوي. همدارنګه، هغه ته سپارښتنه کیږي چې کمپیوټري معاینات په بازار کې ترسره کړي او غریب ناروغ باید د دې ټولو لګښت ورکړي. سربیره پردې، ناروغ باید درمل له بازار څخه واخلي، نو د روغتون لخوا یوازې یو چپرکټ ورته چمتو کیږي. که ډاکټران غریب ناروغ معاینه کړي، له هغه سره انساني چلند نه کوي، ځکه هر ډاکټرشخصي روغتون لري. دوی ناروغان خپلو شخصي روغتونونو ته استوي او په شخصي روغتونونو کې پیسې ټولوي. هغوی په قصدي ډول له ناروغ سره غیر انساني چلند کوي تر څو ناروغ شخصي روغتونونو ته ولاړ شي. ملګري ملتونه یا یوه مرستندویه اداره چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته کوي باید جدي کنټرول ولري تر څو د امکان تر حده هغو مرستو ته پاملرنه وکړي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یې ورکوي څو هغه په سم ځای کې وکارول شي او غلا نشي.

ځواب ورکړئ

صحت ډېر مهم سکتور دی. تېر شل کلونو کې دا برخه بیخي له پامه غورځول سوې وه. البته د کنترول له اړخه نه د پرمختګ له اړه. د پرمختګ په پار یې څه ناڅه شوی وو. کنترول یې صفر کې ضرب وو، نوی حکومت باید کنترول برخه کې جدي پام وکړي. پرونی خبر امېد بښونکی دی. د لابراتوار د معایناتو قیمتونه دې ورته اعلان شی او ټول دې یوه بیه وي. اوس خو هر لابراتوار خپل قېمت لري. ډيری لابراتوارونه داکترانو سره تړلی دی، بې ضرورته معاینات هم ورکوي که کوم داکتر داسې کړل باید سخته سزا ورکړل شی. د دوا کیفیت او قیمت دواړه دې کنترول شی. که کوم داکتر بېځایه دوا ورکوله هغه دې هم په سزا ورسول شی. د داکتر، نرس، فارمسست اسناد دې ور ارزول شی، ډېر مستریان هم دې برخه کې کار کوي.

ځواب ورکړئ