کابل -- یوه خیریه موسسه چې په افغانستان کې وړیا روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي وايي چې په هیواد کې د مخ پر زیاتیدونکو اقتصادي ستونزو له امله د ناروغانو شمیر دوه برابره زیات شوی دی.
په کابل کې ډاکترانو په ۱۳۹۶ کال کې د روغتیا کړکۍ په نامه موسسه تاسیس کړه څو د هغو ناروغانو، چې د طبي خدمتونو پیسې نشي ورکولی، وړیا درملنه وکړي.
خيريه موسسې په کابل کې دوه کلينيکونه جوړ کړي او هره مياشت په بېلابېلو ځايونو کې د بې وزلو سيمو، داخلي بې ځايه شویو او باميان او ميدان وردک ولايتونو کې ګرځنده ټيمونه ګماري څو بې وزلو ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي.
د روغتیا کړکۍ موسسې رییس ډاکتر شعیب شعبان وویل، په وروستیو کې په هیواد کې د بې وزلو ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
هغه وویل، «د اقتصادي وضعیت په خرابېدلو سره چې اکثر افغانان خواړه نشي موندلی، د بې وزلو ناروغانو او مراجعینو شمېر یقینا څو برابره زیات شوی دی،»
هغه وویل، «مثلا، موږ د ورځې ۳۰ – ۴۰ ناروغان لیدل، خو اوس دغه شمېر په مختلفو څانګو کې د ورځې ۵۰ – ۸۰ ناروغانو ته رسېدلی دی.»
د شعبان په وینا، د دغو ناروغانو د درملنې لګښت -- د معایناتو او درملو په ګډون -- د خیریه موسسې د غړو او مرستندویانو له خوا ورکول کیږي.
شعبان وویل، دا موسسه د دې لپاره جوړه شوې چې بې وزلو ناروغانو او هغو کسانو ته چې لاسرسی نلري وړیا طبي او تخصصي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، د روغتیا کړکړۍ د هیواد په بې وزلو او لیرې پرتو سیمو کې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي په هکله پوهاوی هم لوړوي.
هغه وویل، «له ۴۰ څخه ډېر طبي ډاکتران د دې ټیم غړي دي ... چې عمومي ډاکتران، د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین، د ماشومانو، اي اېن ټي، ارتوپیډۍ، عصبي ناروغیو، د غاښونو ډاکتران، قابلې، نرسانې، د لابراتوار متخصصین، درمل جوړونکي او ارواپوهان په کې شامل دي،»
د زرګونو ناروغانو درملنه
شعبان وویل، دې موسسې په ۱۳۹۶ کې له خپل تاسیس راهیسې، د ۳۷۰۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.
شعبان زیاته کړه، «دغه راز،له ۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو رواني درملنه هم ترلاسه کړې ده،»
د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې د اوسېدونکې خدیجې چې ۴۵ کاله عمر لري، درملنه د روغتیا کړکۍ ډاکترانو کړې ده.
هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه له کلونو راهیسې د خېټې درد او سوخت ... او کله ناکله زړه بدوالي او ګنګسیت باندې اخته وم،»
هغې وويل، «د اقتصادي ستونزو له امله ما د درملنې توان نه درلود؛ له همدې امله زما روغتیایي ستونزه نه وه تشخیص شوې،»
هغې زیاته کړه، «د روغتیا کړکړۍ خیریه کلینیک ته له راتګ او الټراساؤنډ کولو څخه وروسته، معلومه شوه چې زما په خېټه کې یو غدود دی،»
خدیجې وویل، «د روغتیا کړکۍ ډاکترانو مې پنځه میاشتې درملنه وکړه. ټول معاینات یې وړيا وو، حتی هغوی ماته وړیا درمل هم راکول،»
خديجې وويل، د روغتیا کړکۍ په مرسته هغه په يوه شخصي روغتون کې بستر شوه او په وړيا ډول يې عمليات ترسره شول. اوس هغه په مکمل ډول بیارغېدلې ده.
هغې وویل، «زما مېړه مړ شوی او زه څلور بچیان لرم. که خیریه موسسې زما درملنه نه وای کړې، ما به هېڅکله دا توان نه وای لرلای چې پخپله یې وکړم. ما به درد زغملی یا به اوس مړه وای.»
د کابل ښار د شپږمې ناحيې يوه سيمه ييز مشر او د ګذر وکیل محمد رسول اکبري وويل، «هغو ډاکترانو چې د روغتیا کړکۍ موسسه يې جوړه کړى، هغوی د خپلو خلکو په وړاندې خپل ديني او اخلاقي مسؤليت ادا کړى دى،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «هېڅ مسؤل او باوجدانه انسان نشي کولی چې د بې وزلو خلکو په حال سترګې پټې کړي،»
اکبري وویل، «موږ باید لاسونه سره یو کړو او یو بل سره مرسته وکړو.»
د اکثرو غریبو خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نشي کولی د ځانونو درملنه وکړي. په ۱۴۰۲ کال کې د خلکو اقتصاد ډیر ویجاړ شوی دی. لږ تر لږه ۸۰٪ خلک د خپلو کورنیو د غړو لپاره یوازې ډوډۍ نشي موندلی. که څوک ناروغ شي، ډاکټر ته نه ورځي، ځکه چې د ډاکټر فیس هم نه لري، ډاکټر خو پرېږده چې د ناروغ لپاره لابراتواري ټسټونه وګورئ. له همدې امله اکثره خلک ناروغ دي، خو ډاکټر ته نشي تللی، ځکه چې پیسې نه لري، په دولتي روغتونونو کې د واسطو له لارې تګ راتګ کوي، که نه نو د خپل وار تر راتلو پورې په ورځو ورځو انتظار باسي، او ناروغانو ته ښه درملنه او پاملرنه نه کوي. په افغانستان کې خلک تر مرګه ډاکټرانو ته نه ورځي، ځکه د خپل ځان درملنه نشي کولی. د اقتصادي وضعیت له امله په ګڼو خلکو کې رواني ناروغۍ پیدا شوي او د ځینو ناروغانو ماشومان د غیرصحي خوړو د خوراک له امله ناروغ شوي، ککړه هوا او ګڼه ګوڼه هم د ناروغانو د شمېر د زیاتوالي یو لامل دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره
خیریه موسساتو افغانان خیر ته کېنول. اوس چې پرې رش جوړ دی نو رسیدګي دې هم ورته وکړي. دې خیریه بنسټونو والا د خپل بنسټ د چلیدا په خاطر خلک سوال کولو باندې روږدي کړل. اړ مرسته یې هم ټوله نیم کیلو چای، یو کیلو دال، یوه لس لیټره بوشکه غوړي، یوه درې نیم منه توڼه وړه او یوه کیلو لوبیا وي. خو همدوی په ساعتونو ساعتونو ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان د لارو او سرکونو په سر درولي وي چې اوس یې درکوو او لږ وروسته درکوو. بیا دې کسانو کې هغه چاته ورسېږي چې له کوم ځای ورته واسطه پیدا کړي. که څه هم ستاسو راپور د روغتیا برخې دی خو پیل یې د سرکونو په سر د خوراکي توکو له ویش شوی چې خیریه بنسټونو والا یې ویشي. روغتیايي خدمات یې هم په همدې ترتیب بې کیفیته دي. ناروغ ته دغه ډاکتران د انسان په سترګه نه ګوري او نه ی انساني کرامت ته احترام لري. د تېرې روژې میاشت کې د سرکونو غاړې له زرګونه کسانو ډکې وې. لاسي کراچۍ به ورسره وه او د سرک په سر به ناست وو څو مالدار ورته خیرات او زکات ورکړي خو روژه چې تېره شوه هغه خلک هم ورک شول. نو زه دا وایم چې هر څوک هر کار کوي بنیادي دې وکړي، منظم دې وکړي، خدمات دې لږ خو معیاري ورسوي. همدا خیریه روغتیايي بنسټ دې پنډ درمل ناروغانو ته نه ورکوي. لومړی دې ناروغ تشخیص، بیا دې د اړتیا وړ درمل ورکړي...
ځواب ورکړئ2 تبصره