روغتیا

ډبلیو اېچ او د افغانستان په شمال ختیځ کې د انتاني ناروغیو نوی روغتون پرانیست

د محمد قاسم راپور

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د افغانستان په څلورو شمال ختیځو ولایتونو کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او د انتاني ناروغیو د درملنې د ښه والي په موخه په کندوز ولایت کې یو ۵۰ بستریز روغتون پرانیستی دی. [عکاس: عزت الله منصوري]

کندوز -- د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د افغانستان په څلورو شمال ختیځو ولایتونو کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او د انتاني ناروغیو درملنې ته د لاسرسي د بهبود په موخه په کندوز ولایت کې یو ۵۰ بستریز روغتون پرانیست.

د کندوز د عامې روغتيا رييس نجيب الله ساحل تېره پنجشنبه /د غوایي ۱۴مه/ د پرانېستې په مراسمو کې وويل، دغه يو پوړيز روغتون په نهو مياشتو کې د عصري ساختماني توکو په کارولو سره جوړ شو.

هغه وویل، «له نېکه مرغه، نن موږ په کندز ښار کې د انتاني ناروغیو او کوویډ-۱۹ یو ۵۰ بستریز روغتون افتتاح او ګټې یې سپارو.»

ساحل وویل، آغا خان پرمختیایي شبکه (ای کی ډي اېن) د روغتون چارې پرمخ وړي، چې د بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو د اوسیدونکو طبي اړتیاوې به پوره کړي.

طبي پرسونل د غوایي په ۱۴مه په کندوز ښار کې د یوه ۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوي. [عکاس: عزت الله منصوري]

طبي پرسونل د غوایي په ۱۴مه په کندوز ښار کې د یوه ۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوي. [عکاس: عزت الله منصوري]

ساحل د پروژې د لګښت په اړه نور جزئیات ورنه کړل خو ټینګار یې وکړ چې د څلورو شمال ختیځو ولایتونو اوسیدونکي به نور اړ نه وي چې ناروغان د درملنې لپاره کابل یا بهر ته انتقال کړي.

هغه وويل، «د هغو ننګونو په پام کې نيولو سره چې د شمال ختيځو ولايتونو اوسېدونکي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره کابل ته د رسېدو په برخه کې ورسره مخامخ دي... موږ پرېکړه وکړه چې دا روغتون جوړ کړو. په دې روغتون کې به عاجل، انتاني او د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه وشي.»

د ساحل په وینا، روغتون په بیړني حالت کې ۱۰۰ بسترونو ته پراخېدلی شي او د نورو تخصوصونو تر څنګ، د ارتروسکوپي، لیپروسکوپي، د ماشومانو د ارتوپیدي خدمتونو او رنځپوهنې یا پتالوجي واحدونه لري.

هغه زیاته کړه، «له نېکه مرغه، په روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره کافي طبي تجهیزات شته او ټول طبي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کیږي،»

جدي روغتیایي خدمتونه برابرول

د کندز ولایت یوه ۳۸ کلن اوسيدونکي، قیس نظري په وینا، د هوا په ګرمېدلو سره د ساري ناروغیو خطر زیاتیږي، چې د دې ډول روغتیایي اسانتیاوو جوړول یوه اړتیا ده.

نظري وویل، «په هر اوړي کې چې د تودوخې درجه ۵۰ سانتي ګراد ته ورسېږي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ کېږي، ځکه چې ډېر افغانان -- په ځانګړې توګه ماشومان او زاړه -- د ساري ناروغیو لکه کولرا، اسهال، محرقې او د معدې دردونو له لوړ خطر سره مخ دي.»

د تخار ولایت یوه اوسيدونکي، عبدالوکیل سعیدي، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «له کلونو راهیسې د شمال ختیځو ولایتونو اوسیدونکو خپل ناروغان د روغتیایي درملنې لپاره کابل یا مزارشریف ته وړل ځکه چې هغوی [محلي] طبي مرکزونه نه درلودل،»

هغه وويل، «ناروغان کله ناکله په لار کې د لیرې واټن او خراب سړک حالت له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه.»

هغه زیاته کړه، «زموږ [ځایي خلک] بې وزله دي او په کابل او نورو ولایتونو کې د کورنۍ د غړو د ترانسپورت او طبي پاملرنې لګښت نشي پرې کولی.»

سعیدي وویل، «له همدې امله د ملګرو ملتونو له خوا د دغه روغتیایي مرکز جوړول د مړینې د کچې د راټیټولو او د ناروغیو د کنټرول په برخه کې خورا مهم ګام دی.»

د کندوز اوسېدونکي محمد عمر چې ۴۷ کاله عمر لري، خپل کور ته نږدې د یوه مجهز روغتون په درلودلو سره چې ۲۴ ساعته پرانیستی وي، د اطمینان احساس کوي.‌

هغه وويل، «پخوا زموږ په ولايت کې يو روغتون و، خو د ناروغانو شمېر ډېر و. عاجلو او ساري ناروغانو ته مناسبه پاملرنه نه کېدله، او له همدې امله موږ باید ساعتونه ساعتونه مزل کړی وای چې ناروغان کابل ته ورسوو.»

هغه وويل، «پخوا به د بيړني حالت په صورت کې، موږ روغتون ته د خپلو ناروغانو په رسولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. اوس، د دې روغتون په جوړېدلو سره موږ شپه او ورځ روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په کندوز ولایت کې د دغه ۵۰ بستریز انتاني روغتون په پرانیستلو سره د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو د ناروغانو ډیرې ستونزې هوارې شي. د دغو څلورو ولايتونو بې وزله خلک د روغتيا د نړیوال سازمان له خوا د دغه روغتون په پرانيستل کېدلو خوښ دي. پخوا به د دغو څلورو ولايتونو خلکو خپل ناروغان کابل ته لېږدول او د دغه روغتون په پرانېستلو سره اوس د دغو څلورو ولايتونو خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته لېږدوي. په کندوز ولايت کې د دغه روغتون د نشتوالي پر وخت به زياترو خلکو خپل ناروغان کابل ته ليږدول، او ناروغان له کندوز څخه کابل ته په لاره کې مړه کېدل، او اوس خلک کولى شي په اسانۍ سره خپل ناروغان دې روغتون ته ورسوي. د روغتیا نړۍ وال سازمان د افغانستان د څلورو شمال ختیځو ولایتونو له خلکو سره ستره مرسته کړې او د افغانستان ټول خلک د دغه روغتون په پرانستلو خوښي څرګندوي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر په ټولو ولایتونو کې داسې واړه روغتونونه شته دي. او هر روغتون که ډېر نه وي نو یو څه اندازه خدمات وړاندې کولی شي. په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مړینې د کچې ډېروالي علت هم د معیاري او مجهزو روغتونونو نشتوالی دی. که په ټول افغاستان کې ډېر نه وي نو حد اقل د زونونو په سطحه او که هغه هم نه وي د ټول افغانستان لپاره دې یو داسې روغتون جوړ شي چې د سختو ناروغیو لکه سرطان یا نورې نورې، درملنه پکې وشي. تېرو دوو لسیزو کې باید دا کار شوی وی، خو دا چې فساد اوج ته رسېدلی و، دا کار ونه شو نو اوس هم ښه وخت دی. دې برخې ته که کار وشي ډېر به ښه وي. په ۲۱مه پېړۍ کې بیا داسې یو هېواد چې له کانونو ډک دی د شرم خبره ده چې لا د روغتیا برخه کې بیخي پرمختګ نه لري.

ځواب ورکړئ

په کندوز کې ډېر خلک ژوند کوي. د کندوز او بل هر ولایت لپاره چې د اوسېدونکو شمېر یې ډېر وي، باید روغتونونه جوړ کړای شي. د روغتونونو جوړول یوه مسئله ده او ساتل یې بله. څومره چې د یوه روغتون او بلې ادارې جوړول ضروري دي، له هغه نه ډېر یې ساتل ضروري دي. د سیمې خلک باید د دغه روغتون په ساتنه کې مرسته وکړي. د داسې موسسې حتی د کثافت دانۍ ساتل هم لازمي دي. یوه بله خبره دا ده چې د حفظ او مراقبت لپاره یې باید ولسي خلک پیسې واچوي او وخت په وخت یې ترمیم وشي. مونږ په نړۍ والو موسساتو دا حق لرو چې زمونږ لپاره بېخبناوې جوړې کړي، لاکن ساتل یې بیا زمونږ وظیفه ده. د نړۍ والو موسسو خبره مې په دې وکړه چې مونږ د نړۍ والې ټولنې لپاره قرباني ورکړې ده. مونږ افغانان وو چې غربي هېوادونه مو د شوروي اتحاد د امپراتورۍ له جنجال څخه خلاص کړل. خو بدبختانه چې په ۱۹۹۲ کې نړۍ والې ټولنې افغانان یوازې پرېښودل چې په نتیجه کې یې په لسګونو زره افغانان ووژل شول او افغانستان په کنډوالو باندې بدل شو. اوس چې ملګري ملتونه، یو ایس ای آی ډي یا نورې موسسې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته کوي، مونږ یې د زړه له تله درناوی او مننه کوو. تل دې وي سوله په نړۍ کې.

ځواب ورکړئ

د خوښۍ ځای دی چې د خلکو د روغتیا لپاره کارونه کېږي. د ابادۍ دا کاروان دې همداسې غښتلی وي. څو هېوال ترې په کور د ننه مستفید شي. د داسې ورځې په هیله چې په افغانستان کې داسې یو معیاري روغتون جوړ شي چې په کور د ننه د خلکو تداوۍ لپاره معیاري خدمات وړاندې کړي. د همکارو مؤسساتو او د افغانستان د روغتیا وزارت یې هم کور ودان چې هلې ځلې کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي هم اعلان کړی چې په خپل هېواد کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې له پاره د یوه ځانګړي روغتون جوړولو پلان لري. که دا پلان تطبیق او د سرطاني ناروغیو روغتون جوړ شي. همدرانګه تکړه او متخصص ډاکتران په کې وګومارل شي مطمین یم چې نور به هند، پاکستان، ایران او یا بل کوم هېواد ته نه احتیاجېږو. په افغانستان کې نه یواځې د سرطان د درملنې او تشخیص له پاره کافي امکانات نشته، بلکې تر سرطان په ټیټه کچه هم د ځینو ناروغیو درملنه دلته ناشونې ده. هیله ده محمد نبي سره په دې د خیر کار کې همکاري وشي او د افغان انسان ژوند ته په درنه سترګه وکتل شي چې له ناروغیو په امان وي.

ځواب ورکړئ