روغتیا

ملګرو ملتونو د نري نرځ د خپراوي په ترڅ کې په بادغیس کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه پرانستل

د عمران راپور

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي ای) د بادغیس ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۵ بابه روغتیایي مرکزونه پرانستي څو د نري رنځ د مرګونې، خو د وقایې او درملنې وړ ناروغۍ په درولو کې مرسته وکړي. په دغو روغتیایي مرکزونو کې چې د زمري په ۸مه پرانستل شول،‌ په لسګونو ډاکتران او نرسان کار په ګومارل شوي دي. [عکاس:‌ میرویس عمري]

بادغیس -- د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي ای) د بادغیس ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۵ بابه روغتیایي مرکزونه پرانستي څو د نري رنځ د مرګونې، خو د وقایې او درملنې وړ ناروغۍ په درولو کې مرسته وکړي.

په دغو روغتیایي مرکزونو کې چې د زمري په ۸مه پرانستل شول،‌ په لسګونو ډاکتران او نرسان په کار ګومارل شوي دي.

د نري رنځ یا سل ناروغۍ پر ضد د مجادلې سربېره، هغوی امېدوارو ښځو، وړو ماشومانو او د ولایت نورو اوسېدونکیو ته روغتیایي پاملرنه برابروي.

د نري رنځ ناروغي، د قادس ولسوالۍ په ارمن سیمه کې چې له ۸۰ څخه ډېر کلي په کې شامل دي، په ځانګړې توګه جدي ده چې ځیني ځایي اوسېدونکي یې مړه کړي دي.‌

دا عکس چې د تلې په ۲۵مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه خره باندې له اوبو ډکې بوشکې باروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

دا عکس چې د تلې په ۲۵مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یو سړی په داسې حال کې ښیي چې په یوه خره باندې له اوبو ډکې بوشکې باروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ارمن د یوه روغتیایی مرکز رئیس ډاکتر اروز عرفان وویل، په ارمن کې چې نږدې ۵۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي او د وګړو شمېر یې ۳۰۰۰۰ ته رسېږي، اکثر خلک په نري رنځ ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل، «د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ارمن د ټولو وګړو ۸۰٪ په ناروغۍ اخته شوي دي. هره ورځ په لسګونو ناروغان زموږ روغتیایي مرکز ته راځي ترڅو درملنه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «ناروغان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي او د تداوۍ لپاره مرکز ته راځي، د ټوخي او د وزن له لاسه ورکولو په څېر اعراضو په هکله شکایت کوي. د هغوی له جملې څخه ځینې حتی نشي کولی چې د ملاقات پر وخت هم ودرېږي.»

عرفان وویل، «تېر کال د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي په ترڅ کې، د کمزورې حفظ الصحې او د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په ارمن سیمه کې نری رنځ خپور شوی دی.»

هغه زیاته کړه، د زمري په میاشت کې د ارمن سیمې تقریبا ۱۰ اوسېدونکي د نري رنځ له امله مړه شول.

د روغتیايي خدمتونو نشتوالی

د ځایي کلیو اوسېدونکي وایي چې هلته د هغوی په سیمه کې نه یو روغتیایي مرکز وو او نه روغتون او ډېرو خلکو دا وس نه درلود چې د درملنې لپاره د ولایت مرکز قلعه نو ته لاړ شي.

د ارمن سیمې یوې اوسېدونکې ګلشن چې ۶۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه د نري رنځ له اختلالاتو سره لاس او ګرېوان ده.

هغې وویل، «زه دوامدار سالنډی لرم، او تبه هم لرم. زما سر، ملا، پښې او سینه درد کوي،» او زیاته یې کړه چې وروسته له هغه چې په هغې کې نری رنځ تشخیص شو، هغې روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی نه درلود، چې په نتیجه کې یې اوس هغه د پښتورګي په تکلیف اخته شوې ده.‌

هغې وویل، «زموږ په سیمه کې تر څو ورځې مخکې وخت پورې روغتون نه وو، او ما نشوای کولی چې په قلعه نو ښار کې روغتون ته لاړه شم.»

ګلشن وویل چې هغه د ککړو اوبو د څښلو له امله په نري رنځ اخته شوله.

هغې وویل، «موږ له خپل کور سره نږدې ویالې څخه د څښلو اوبه را اخلو. هغه ډېرې ککړې دي ځکه چې غواګانې او وري هم له همدغې ویالې څخه اوبه څښي.»

هغې وویل چې هغه په خپله سیمه کې د روغتیایي مرکز په جوړېدلو ډېره خوشحاله شوه او هیله لري چې خپلوان او دوستان به یې نور د توبرکلوز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ور نه کړي.

د ارمن سیمې یوې بلې اوسېدونکې زلیخا چې ۷۰ کاله عمر لری، وویل چې درې میاشتې کېږي چې هغه د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د هغې د زوی، نګور او دوه لمسیانو په ګډون د هغې د شپږ کسیزې کورنۍ په ۵ کسانو کې تیوبرکلوز ناروغي تشخیص شوې ده.

هغې وویل،‌ «موږ تر هغه وخته چې زموږ په کلي کې روغتیایي مرکز پرانستل شوی نه وه په دې نه پوهېدو چې موږ په سل ناروغۍ اخته شوي یو. موږ ټول ټوخېدو او ډېر د کم قوتۍ احساس مو کاوه. کله چې موږ روغتیایي مرکز ته ورغلو، ډاکتر د سل ناروغۍ د ټېسټ امر وکړ او کله چې نتیجه راغله مثبته وه.»

زلیخا هم ککړې اوبه او د روغتیایي خدمتونو نشتوالی د ناروغۍ سببونه یاد کړل.

هغې وویل، کلیوال «زموږ په کلي کې له ویالې څخه اوبه را اخلي. نه د نل اوبه شته او نه څاګانې شته. زموږ ماشومان اکثر وختونه په نس ناستي اخته کیږي. زموږ کلی لیرې دی او خدمت ورته نه دی شوی، او پخوا موږ وس نه درلود چې خپل ماشومان روغتون ته وېسو.»

د یو اېن اېف پي ای د روغتیایي مرکز له خوا په مناسبې درملنې سره، زلیخا وویل چې هغه او د هغې د کورنۍ غړي د رغېدلو په حال کې دي.‌

کمېدونکي انتخابونه

ځایي ډاکتران وایي، نری رنځ د تداوۍ وړ ناروغي ده او په قادس ولسوالۍ کې له دغې ناروغۍ څخه کېدونکې مړینې یوه ټکان ورکوونکې تراژیدي ده.‌

د بادغیس یوه ډاکتر فرهاد کریمي وویل، اکثر ناروغان د ځانګړې پاملرنې له امله له شپږ میاشتنۍ تداوۍ څخه وروسته بیارغېږي.

هغه وویل، «که د سل ناروغۍ ناروغان په وخت سره تداوي نشي، د هغوی سږي به متاثر شي، چې کېدی شي د مرګ سبب یې شي. په قادس ولسوالۍ کې د نري رنځ ډېرو ناروغانو د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

کریمي وویل،‌ «په اوسنۍ نړۍ کې چې طب ډېر پرمختګ کړی او کېدی شي چې د سرطان په څېر ناروغیو تداوي وشي، په بادغیس کې د سل ناروغۍ له امله مړینې د افغان روغتیایي سیستم لپاره د شرم وړ دي.»

هغه زیاته کړه، ماشومان او مشران په سل ناروغۍ د اخته کېدلو له غټ خطر سره مخامخ دي او هغوی ته باید د درملنې په برخه کې اولویت ورکړل شي.‌

په بادغیس کې د ساري ناروغیو یوه متخصص ډاکتر غلام حیدر شهاب وویل، «د تېر کال په اوږدو کې د بادغیس په ولسوالیو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول ډېر کم شوي دي، او د لیرې پرتو کلیو اکثر اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.»

هغه وویل، دغه د طبي پاملرنې نشتوالی د خلکو د ژوند په قیمت تمام شوی دی.

هغه زیاته کړه، «که په قادس ولسوالۍ کې معیاري صحي خدمتونه وای، د سل له امله به دومره ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه نه وای ورکړی.»

شهاب وویل، وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی ځکه کېدی شي چې لا نور افغانان په بېلابېلو د تداوۍ وړ ناروغیو باندې اخته شي او کېدی شي چې څه یې ژوند هم له لاسه ورکړي.

هغه وویل، د یو اېن اېف پي ای د روغتیايي مرکزونو جوړېدل په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د مرګونو د کمولو او د ناروغیو د کنټرولولو لپاره یو ډېر مؤثر ګام دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو په راتګ سره د افغانستان روغتیایي سکتور ته تر ټولو زیات زیان واوښت. د صحت مندۍ (روغتیا) پروژه یوه له مهمو پروژو څخه وه، چې د روغتیايي سکتور په بنسټیز کولو او پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی. دا پروژه د نړیوال بانک له خوا تمویل شوې او په ټول هیواد کې پلي کیږي. د طالبانو په راتګ سره دا پروژه لکه د نورو بېخبناوو په څیر ودرول شوه او په پایله کې یې په ټول هیواد کې د روغتیا سکتور سخت زیانمن شو. زه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له نړیوال بانک څخه غواړم چې د دې پروژې فعالیتونه بیا پیل کړي او د پخوانیو لاسته راوړنو د ضایع کیدو مخه ونیسي. د دې پروژې له لارې میلیونونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي او د سلګونو کسانو ژوند هم ژغورل شوی دی. زه د افغانستان پر اوسني حکومت هم غږ کوم چې له مغرورۍ او زور زیاتي لاس واخلي او د واک د انحصار مفکوره دې پرېږدي او له نړیوالې ټولنې سره دې تعامل او جوړجاړی وکړي، د نجونو لپاره دې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، د ښځو کار او حقونه دې و پیژني، یو غښتلی او هراړخیز حکومت دې جوړ کړي تر څو هیواد په خپل حال ودریږي او د نړیوالې ټولنې په مرسته د ناورینونو مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ

له ملګرو ملتونو څخه د هغوی د دې اغېزمن او مثبت کار له امله مننه. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د حیواناتو په منځ کې د پوستکي یوه وژونکي ناروغي خپره شوې چې د بې شمېره څارویو د مړینې لامل شوې ده. څرنګه چې په افغانستان کې هیڅ دولت او مسؤله اداره نشته، زه پر ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه موسسو غږ کوم چې د دې ناروغۍ د لا خپریدو د مخنیوي لپاره خپل امکانات په کار واچوي. په کلیو کې د خلکو یوازینۍ شتمني د هغوی غواګانې او نور څاروي دي او که هغوی دا له لاسه ورکړي، نو وضعیت به نور هم خراب شي. زه داسې خلک پېژنم چې ډېر بې وزله وو او دا غواګانې د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه وه. د غوا د شیدو او مستو په خرڅلاو به یې یو څه پیسې ګټلې او اوس د همدې غوا له لاسه ورکولو سره دا سرچینه هم له لاسه وتلې ده، مهرباني وکړئ د هېواد په کلیو او بانډو کې د بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، دا یو ډیر ښه اقدام دی. خلک تر بل هر وخت ډېر له فقر سره مخامخ دي. د افغانستان خلک له مالي پلوه ډېر کمزوري دي. د دوی اقتصاد خورا کمزوری دی، دوی نشي کولی خپلې روغتیا او هوساینې ته پاملرنه وکړي. د ملګرو ملتونو جوړښت او دنده دا ده چې وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کړي او د خلکو ژوند وژغوري. افغانان احسان نه هېروي او تل به یې یاد ساتي.

ځواب ورکړئ

دا خو ډېر نېک اقدام دی چې شوی. له بل هر وخت اوس افغانان ډېر د غربت حالت سره مخ دي. که په ناروغۍ اخته کېږي آن تر هغه وخت د پیسو د نشتون له امله ډاکتر ته مراجعه نه کوي چې ښه د کټ او بسترې شي که وروسته له هغه بیا ډاکتر ته لاړ شي. د ملګرو ملتونو یې کور ودان چې وړتیا روغتیايي خدمات برابروي او د خلکو ژوند ژغوري. د افغانستان خلک احسان فراموشه نه دي، دا ښه به یې هر وخت په یاد ساتي.

ځواب ورکړئ

افغانان په مالي لحاظ ډېر کمزوري خلک دي. د دوي اقتصاد ‌‌ډېر کمزوری دی، نه شي کولی چې په خپل لګښت خپله تدواي تر سره کړي. د ملګرو ملتونو دغه نېک اقدام چې په بادغیس کې یې خلکو ته وړیا خدماتي مرکزونه جوړ کړي،افغانان یې ستایي.

ځواب ورکړئ