روغتیا

یونیسف او ډبلیو اېچ او په هلمند کې داسې محلي کلینیکونه تمویلوي چې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کوي

د عبدالخالق همیم راپور

یونیسف او ډبلیو اېچ او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې هم ۵۳ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، چې محلي خلکو ته مهم روغتیایي خدمتونه برابروي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- یونیسف او ډبلیو اېچ او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر لیرې پرتو ولسوالیو کې ۵۳ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

دا روغتیایي مرکزونه، چې د تېر کال په اوږدو کې جوړ کړای شول، په داسې لیرې پرتو سیمو کې تاسیس شوي چې هلته پخوا خلکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید وویل، هغه مجهز او په کارمندانو سمبال دي چې معیاري او تخصصي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وویل، «په لښکرګاه ښار سربېره، دا روغتیایي مرکزونه په نادعلي، ګرېشک، سنګین، موسی کلا، کجکي، ناوه، مارجه او نهر سراج ولسوالیو کې تاسیس شوي دي.»

ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي د کب په ۴مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یونیسف او ډبلیو اېچ او له خوا تمویل شوي یوه محلي کلینیک څخه بهر انتظار کوي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي د کب په ۴مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یونیسف او ډبلیو اېچ او له خوا تمویل شوي یوه محلي کلینیک څخه بهر انتظار کوي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

دا عکس چې د چنګاښ په ۳۱مه اخیستل شوی، ماشومان په داسې حال کې ښیي چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د موسی کلا د ولسوالۍ روغتون څخه بهر روان دي. یونیسف او ډبلیو اېچ او د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ۵۳ کلینیکونه پرانستي څو هغو ولسونو ته چې لږ کار ورته شوی دی، خدمت وکړي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

دا عکس چې د چنګاښ په ۳۱مه اخیستل شوی، ماشومان په داسې حال کې ښیي چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د موسی کلا د ولسوالۍ روغتون څخه بهر روان دي. یونیسف او ډبلیو اېچ او د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ۵۳ کلینیکونه پرانستي څو هغو ولسونو ته چې لږ کار ورته شوی دی، خدمت وکړي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

هغه وویل، «تر دې مخکې، خلکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود او په ډېرې سختۍ سره به یې ناروغان په لښکرګاه ښار کې ولایتي روغتون ته راوړل.»

هغه وویل، «په هر روغتیایي مرکز کې متخصص ډاکتران، نرسان او قابلې موجود دي،» او زیاته یې کړه چې ډېره طبي عمله ښځې دي.

شپه او ورځ روغتیایي پاملرنه

د موسی کلا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شېرمحمد چې ۴۶ کاله عمر لري، په وروستیو کې خپل په خوارځواکۍ اخته یو میاشتنی ماشوم په خپله سیمه کې روغتیایي مرکز ته د تداوۍ لپاره راوړ.

هغه د کب په ۴مه وویل، «دوه ورځې مخکې زما زوی په کلینیک کې بستر شو، او ډاکتران پرې ښه پام کوي. هغوی زما زوی ته وړیا درمل او خواړه ورکوي چې ورسره د هغه حالت ښه شوی دی.»

شېرمحمد وویل، «پخوا چې کلینیک نه و، موږ مجبور وو چې خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز یا لښکرګاه ښار ته وېسو.»

هغه وویل، «که د شپې له مخې به یوه عاجله پېښه وشوه، موږ به له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو ترڅو ناروغ روغتون ته ورسوو، خو اوس د دې کلینیک په جوړېدلو سره، موږ شپه او ورځ زما له کور سره نږدې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لرو.»

هغه زیاته کړه، «په کلینیک کې د ښځینه ډاکټرانو شتون د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونه خورا ښه کړي دي،»

هغه وویل، «تر ټولو مهمه دا چې په کلینیک کې د نسايي ولادي ناروغیو څانګې د میندو او ماشومانو ژوند ژغورلو کې مرسته کړې ده. تر دې وړاندې به میندو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، ځکه چې هغوی به په وخت سره کلینیک ته نشوای رسېدلی.»

د سنګين ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، صاحب خان چې ۴۸ کاله عمر لري، د کب په ۶مه خپل څلور کلن زوى په خپله سیمه کې نوي تاسیس شوي کلينيک ته، چې د يونيسف له خوا پرمخ وړل کېږي، د تداوۍ لپاره ور وست.

د هغه د زوی په خېټه درد و. له دوو ورځو تداوۍ وروسته يې روغتيايي حالت ښه شو.

صاحب خان وويل، چې په سيمه کې یې د کلينيک تاسیس د ده ژوند اسان کړی دی.

هغه وویل، «پخوا چې زموږ په سیمه کې کلینیک نه و، موږ به خپل ناروغان د لښکرګاه ښار روغتون ته وړل ... لاره ډېره ناامنه او لیرې وه، او ساعتونه به یې نیول ترڅو موږ هلته ورسېږو، خو اوس موږ په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو.»

هغه وويل، «کلينيک ته ډېر تکړه ډاکټران راغلي او ناروغانو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي. زموږ په سيمه کې پخوا ډاکترانې نه وې، خو اوس زموږ د سيمې ښځو ته ښځې ډاکترانې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.»

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالحنان چې ۵۶ کاله عمر لري، هم په خپله سيمه کې د يوه روغتيايي مرکز، چې ٢٤ ساعته پرانيستي وي، په جوړېدلو خوښي وښودله.

هغه وويل، «زموږ په سيمه کې په کلينيک کې د ښځينه ډاکټرانو شتون زموږ د ټولنې د اوسېدونکو لپاره غټه اسانتیا برابره کړې ده. اوس ښځې او ماشومان کولی شي پخپله کلینیک ته لاړ شي او تداوي ترلاسه کړي.»

هغه وويل، «پخوا به مو ناروغان د ولسوالۍ په مرکز او يا ښار کې کلينيکونو ته وړل، چې ډېر ستونزمن وو، خو اوس د شپې له خوا هم په ډېرې اسانۍ سره خپلو کورونو ته نږدې کلينيک ته ناروغان وړلی شو.»

ژوند ژغورل

هغه نارینه او ښځینه ډاکټران چې په کلینیکونو کې کار کوي د هغو ناروغانو ژوند ژغوري چې په لیرو پرتو سیمو کې له خدمتونو څخه بې برخې دي.

ډاکټر دوست محمد پکتین په موسى کلا ولسوالۍ کې په يوه کلينيک کې د ماشومانو د ډاکتر په توګه کار کوي.

هغه وویل، «ناروغۍ لکه سینه بغل... په ماشومانو کې خپریږي، لاکن موږ ته هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ماشومان هم راځي.»

هغه زیاته کړه، «دا سیمه چې کلینیک په کې دی، د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېره لرې پرته ده. په تیرو وختونو کې، ځینې ماشومانو او نوپیدا ماشومانو چې په سینه بغل او نورو ناروغیو اخته وو، خپل ژوند له لاسه ورکاوه، ځکه چې هغوی په وخت سره کلینیک ته نه رسیدل.»

هغه وړاندوينه وکړه، چې په کليو او لیرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو په جوړېدلو سره به د مړينې کچه راټيټه شي.

پکتين وويل، د هغه کلينيک کافي امکانات لري او د ټولو ناروغانو لپاره درمل شته.

د سنګين ولسوالۍ په يوه کلينيک کې د داخله طب متخصص ډاکټر حيات الله رنجبر وويل، چې روغتيايي مرکز يې په يو شمېر برخو کې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.

هغه وويل، «د نسايي ناروغيو په برخه کې، متخصصين او قابلې شته او ٢٤ ساعته خدمتونه وړاندې کوي. په دې روغتیايي مرکز کې ښځینه واکسیناتورانې هم شته او هره ورځ ماشومان واکسینوي.»

هغه زیاته کړه، «په ټولو سیمو کې کافي روغتیايي تجهیزات شته، چې د ټولو ناروغانو د درملنې لپاره کافي دي. مخکې له دې چې زموږ دوا او تجهیزات خلاص شي، موږ تازه توکي ترلاسه کوو.»

رنجبر وويل، د سختو پېښو او نورو جدي اضطراري حالتونو لپاره یو امبولانس شته، چې زیاتې طبي پاملرنې ته د اړتیا په صورت کې کولی شي ناروغ په وړیا توګه په لښکرګاه کې روغتون ته ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټول افغانستان کې یو معیاري او منظم روغتون نشته چې د هر ډول ناروغانو تشخصی او تداوي پکې وي. یونیسف او ډبلیو اچ او دې د دې پر ځای چې هر کلي کې ګرځنده روغتیایي خدمات وړاندې کوي، د ولایت په سطحه یوازې یو معیاري روغتون جوړ کړي او یا دې هم د ټولو پروژو پیسې راټولې او د افغانستان په سطحه دې داسې معیاري شفاخانه جوړه کړي چې خلکو ته په رښتیني ډول خدمات وړاندې کړي او د خلکو ستونزې حل او فصل کړي. دا اوس زموږ ناروغان د تورخم او سپین بولدک په لاره په ډیره سختۍ پاکستان ته اوړي. پاکستاني پوله ساتي ځواکونه یې ښکنځي، وهل ټکول ورکوي او که ویې نه وهي نو پیسې خو ترې اخلي. زموږ هیله ده چې د ګرځنده خ ماتو پر ځای یو معیاري شفاخان د ټول افغانستان په سطحه او یا څو هغه د زونونو په سطحه جوړې شي چې ناروغان مو په داخل د هېواد کې تداوي شي.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده چې په افغانستان کې په نړۍ واله سطحه معیاري روغتون نشته، لاکن د دې معنی دا نه ده چې واړه روغتونونه باید جوړ نشي. بله خبره دا ده چې هره موسسه او بنسټ خپل پروګرامونه لري. هره موسسه د خپل پروګرام په اساس کارونه ترسره کوي. مثلا اېف ای او د زراعت موسسه ده، معمولا له کډوالو سره کار نه لري. یا یو اېن اېچ سي آر دی. دا موسسه له زراعت سره کار نه لري. بله خبره دا ده چې مونږ باید د هر کار لپاره له نړۍ والو موسساتو څخه تمه ونه کړو. مونږ پخپله هم باید د خپل وطن په رغولو کې مرسته وکړو. که څه هم چې اوسنی حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی، لاکن دغه حکومت باید پخپله د هیواد په سطحه او د زونونو په سطحه معیاري روغتونونه جوړ کړي. تل دې وي افغانستان. مرګ په چین چې زمونږ د هیواد کانونه غلا کوي.

ځواب ورکړئ

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې ډېر زیان ور رسېدلی او د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې کم پرمختیايي کارونه شوي دي. د یونیسف او ډبلیو اېچ او دا کار یو بشردوستانه کار دی. په ګرشک، نادعلي، موسی کلا، ناوه، کجکي، لښکرګاه، مارجه او نهرسراج ولسواليو کې د روغتيايي کلينيکونو جوړول د يونيسف او د روغتيا نړيوال سازمان تر ټولو غوره بشري مرستې دي. یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په خپلې مالي مرستې سره د نسایي او داخله ناروغیو د ناروغانو ډیری ستونزی حل کړي دي. لومړنیو مرستو په دغو ولسوالیو کې د زرګونو کسانو ژوند ژغورلی دی. د دې ولایت خلک ډېر بې وزله دي. ډیری یې د خپلو ځانونو د تداوۍ وس نه لري او په لښکرګاه ښار کې د خپل ځان او کورنۍ د غړو تداوي نشي کولی. د شخصي کلینیکونو ډاکټران له ناروغانو سره ډېر ظالمانه چلند کوي. د ناروغانو لپاره، دوی لابراتواري ازموینې ورکوي چې د ناروغانو د ناروغۍ سره هیڅ تړاو نه لري. دوی یوازې د پیسو لپاره د ناروغ له برخلیک سره لوبې کوي. معمولاً د دغو شخصي کلینیکونو ډاکټران د ناروغانو د درملنې پر ځای د خلکو جیبونه خالي کوي. په ورته وخت کې د دې ولسوالیو بې وزله خلک کولی شي چې د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د خپلو ناروغانو وړیا درملنه وکړي. د هلمند ولايت د دغو ولسواليو بې وزله خلک د روغتيايي کلينيکونو په جوړېدلو د خوښۍ احساس کوي.

ځواب ورکړئ