روغتیا

د کندوز اوسېدونکیو د روغتیایي پاملرنې په برخه کې د حکومت توجه وستایله

د هدایت الله راپور

په افغانستان کې د نوي کرونا وایرس په خپرېدلو سره، د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې وویل چې په دغه ولایت کې ۷۴ کلینیکونو، درې روغتونونو او په سلګونو ګرځنده ټیمونو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړی دی. [هدایت الله]

کندوز -- د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، په افغانستان کې د نوي کرونا وایرس په خپرېدلو سره، په کندوز ولایت کې ۷۴ کلینیکونو، درې روغتونونو او په سلګونو ګرځنده ټیمونو روغتیایي خدمتونو ته د عامو خلکو لاسرسی پراخ کړی دی.

د دوشنبې تر ورځې /د وري ۱۱مې/ پورې، په افغانستان کې د څلورو مړو په ګډون د یادې ناروغۍ ۱۲۰ پېښې ثبت شوي دي.

دغې ادارې وویل چې هغوی د تاجکستان پولې سره نږدې سیمو کې او د هغې لویې لارې په اوږدو کې چې شمالي او مرکزي ولایتونو ته غځیدلې د هغو ناروغانو د تشخیص لپاره چې یاد وایرس لري، روغتیایي کمېټې جوړې کړي دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکتر احسان الله فضلي د وري په ۵مه په یوه مرکه کې وویل، له تاجکستان سره په پوله د شېرخان بندر په سیمه کې، د کندوز - شمالي په لویه لاره علي اباد ولسوالۍ کې، او د کندوز - تخار په لویه لاره کندوز ښار ته د ننوتلو په نقطه زنجیر چرخ آب سیمه کې درې ټیمونه توظیف شوي چې د کرونان وایرس (کووېډ - ‍۱۹) مشکوکې پېښې معلومې کړي.

په دې عکس کې، چې د وري په ۳مه اخیستل شوی، ناروغان د کندوز ښار په عزیزالله سفر حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [هدایت الله]

په دې عکس کې، چې د وري په ۳مه اخیستل شوی، ناروغان د کندوز ښار په عزیزالله سفر حوزوي روغتون کې لیدل کیږي. [هدایت الله]

یو افغان طبي کارونکی د وري په ۱۱مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې هغه افغان مسافر چې له بغلان ولایت څخه راننوځي د کرونا د کتنې لپاره معاینه کوي. [د کندوز د عامې روغتیا ریاست]

یو افغان طبي کارونکی د وري په ۱۱مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې هغه افغان مسافر چې له بغلان ولایت څخه راننوځي د کرونا د کتنې لپاره معاینه کوي. [د کندوز د عامې روغتیا ریاست]

هغه وویل، په دغو روغتیايي مرکزونو سربېره، له ۵۰۰ څخه ډېر روغتیایي ټیمونه له روغتیایي مرکزونو څخه لیرې سیمو کې اوسېدونکیو ته ګرځنده روغتیایي خدمتونه ور رسوي.‌

تر دوشنبې /د وري ۱۱مې/ پورې په کندوز ولایت کې د کرونا وایرس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.‌

هغه وویل، «موږ په کندوز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون چمتو کړی چې د کرونا وایرس احتمالي ناروغان تداوي کړو. کله چې موږ مشکوک کسان په ګوته کړو، موږ به هغوی هلته قرنطین کړو.»

فضلي په ټولو خلکو باندې غږ وکړ چې د روغتیاپالنې په اقداماتو باندې ځانونه برابر کړي، په ګڼه ګوڼه باندې له ورګډېدلو څخه ځانونه وژغوري او د وایرس د لا نور خپراوي مخه ونیسي.‌

هغه وویل، «په ټولیز ډول، د ګرځنده او په روغتیایي مرکزونو کې د ځای پرځای ټیمونو په ګډون شاوخوا ۲۶۰۰ ډاکتران د ناروغانو په درملنه بوخت دي.»

هغه وویل، «د دغو ګروپونو چې اساسي روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي هدف دا دی چې روغتیایي او د حفظ الصحې اړوند معلومات وړاندې کړي او وړیا درمل توزیع کړي.»

هغه زیاته کړه، «زموږ روغتیایي پرسونل د ژوند د ټولو اقشارو اړوندو کسانو ته په برابره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.»

د روغتیایي پاملرنې وړیا حکومتي خدمتونه

په کندوز ولایت کې اوسېدونکیو او ځایي چارواکو په خپلو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د زیاتولو لپاره د حکومت ستاینه وکړه.‌

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، «پخوا چې په کندوز کې څو روغتیایي مرکزونه ول، اوسېدونکیو خپل ناروغان د درملنې لپاره مزارشریف، کابل، ایران، پاکستان، هندوستان او حتی تاجکستان ته وړل.»

هغه وویل، «دوه کاله مخکې، ما د کورنۍ یو غړی چې ناروغ وو څو ځلې کابل،‌ مزارشریف او ان پاکستان ته وېووړ، خو اوس په کندوز کې هر ډول روغتیایي خدمتونه موجود دي،‌ او دې ته اړتیا نشته چې موږ خپل ناروغان نورو ځایونو ته بوځو.»

د امام صیب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت ګل وویل، د هغه په سیمه کې دوه کاله مخکې یو کلینیک پرانستل شو، «او موږ په ریښتیا سره ډېر خوښ یو چې زموږ د ناروغانو درملنه دلته کیږي.»

هغه وویل، «اوسېدونکي ډاکترانو او درملو ته اسان لاسرسی لري، او د هغوی د ناروغانو درملنه په ښه توګه ترسره کیږي.»

هغه وویل، «د کندوز د عامې روغتیا ریاست په منظمه توګه کلینیک، درمل او متخصص ډاکتران څاري، او کله چې کمی وي،‌ هغه د کلینیک اړتیاوې پوره کوي چې عام خلک روغتیایي خدمتونه په اسانۍ سره ترلاسه کړي.»

فضلي وویل، ګرځنده روغتیایي ټیمونه ټول درملتونونه او دوکانونه څاري او هر تاریخ تېر درمل چې په لاس ورځي هغه ضبطوي او له منځه یې وړي.‌

هغه وویل،‌ «سږ کال، د عامې روغتیا ریاست له دوه ټنو څخه ډېر تاریخ تېر درمل او د ټیټ کیفیت لرونکي خوراکي توکي ضبط کړل او له کندوز ښار څخه لیرې په ابدان دښته کې یې اور ورته کړ.»

هغه زیاته کړه، «هغه کسان چې د تارېخ تېرو درملو پلورلو ته دوام ورکوي له هغوی سره به قانوني چلند کیږي.»

د میندو د مړینې په شمېر کې کمی

چارواکي وایي، په کندوز ولایت کې د روغتیایي پاملرنې په مرکزونو کې د نرسانو او مسلکي قابلو په شمېر کې ډېرښت مرسته کړې چې د امېدوارو ښځو لپاره روغتیایي پاملرنه وده وکړي او د میندو او ماشومانو د مړینو کچه راټیټه کړي.

د کندوز په سیمه ییز روغتون کې سر طبیبې ډاکترې مرضیه سلام یفتلي د ټول افغانستان شمېر ته په اشارې سره وویل، «د عامې روغتیا وزارت له خوا تېر کال د وړاندې کړای شویو ارقامو په اساس، پخوا په هرو ۱۰۰ زرو امېدوارو ښځو کې ۱۶۰۰ ښځو د امېدوارۍ پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰ ته راښکته شوی دی.‌

که څه هم چې یفتلي په کندوز ښار کې یا په کندوز ولایت کې د ولسوالیو په سطحه د زېږون کالنی شمېر شریک نه کړ، لاکن هغې وویل چې د میندو د مړینې شمېر ۵۰٪ رالوېدلی دی.‌

هغې وویل، «د کندوز ولایت په کندوز ښار، ولسوالیو او کلیو کې د قابله ګۍ او نسایي خدمتونه په برابر ډول وړاندې کیږي، او هغه داسې یو لوی خدمت دی چې موږ وتوانېدلو چې د میندو او ماشومانو د لا نورې مړینې مخه ونیسو.»

یفتلي وویل، د عامې روغتیا وزارت او شریکانو روغتیایي موسسو په ګډه قابلې استخدام کړي څو هغوی وکولی شي چې د ښځو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کندوز ولایت د عامې روغتیا د رییس په توګه د ډاکتر احسان الله فضلي او د دغه ولایت د سیمه ییز روغتون د سرطبیب په توګه د ډاکتر نعیم منګل له ټاکل کېدلو څخه وروسته په روغتیایي سکتور کې مهم بدلونونه راغلي دي.‌ د ولایتي روغتون کارکوونکي شپه او ورځ خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابروي، او د هغوی کار د ستاینې وړ دی. دا باید هېر نشي چې په دې ولایت کې د کرونا ناروغۍ د خپراوي په مخنیوي کې د کندوز ښاروالۍ کارونه د ستاینې وړ دي.‌ که مونږ د ادارو په راس کې داسې زیارکښ خلک او کارمندان ولرو، دا هېواد به پرمختګ وکړي. ستاسو د ښکلي راپور له امله ډېره زیاته مننه.‌

ځواب ورکړئ

که څه هم چې په کندوز کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه ثبت شوې نه ده، په دغه ولایت کې د روغتیایي چارواکو کارونه واقعاً د ستاینې وړ دي.‌ د هېواد نور ولایتونه هم باید د کندوز له حکومتي چارواکو څخه زده کړه وکړي او د کرونا وایرس د خپراوي د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي. تر اوسه پورې، په هغو ولایتونو کې چې له ایران سره سرحد لري دغه ډول اقدامات چې د کندوز ولایتي چارواکو ترسره کړي، نه دي شوي. د کندوز مقامات، په ځانګړې توګه روغتیایي مقامات باید وستایل شي. حکومت باید ټول هغه کسان چې له ایران څخه هرات او نیمروز ولایتونو ته راستنیږي قرنطین کړي. هغوی ته باید نورو ولایتونو ته د سفر اجازه نه وای ورکړل شوې، البته هر څوک باید کرونا ناروغۍ ته په جدي نظر وګوري.

ځواب ورکړئ