امنیت

د سرپل اوسېدونکو له طالبانو څخه وغوښتل چې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې اوربند وکړي

د هدایت الله راپور

د ښځو او دیني عالمانو په ګډون د سرپل ولایت له ۵۰ څخه ډېر اوسېدونکي د وري په ۲۱مه په سرپل ښار کې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې په اوربند موافقه وکړي او له نورو افغانانو سره په ګډه په هېواد کې د کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي. [محمد یونس نعیمي]

د ښځو او دیني عالمانو په ګډون د سرپل ولایت له ۵۰ څخه ډېر اوسېدونکي د وري په ۲۱مه په سرپل ښار کې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې په اوربند موافقه وکړي او له نورو افغانانو سره په ګډه په هېواد کې د کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي. [محمد یونس نعیمي]

کندوز -- د ښځو او دیني عالمانو په ګډون د سرپل ولایت په لسګونو اوسېدونکي د وري په ۲۱مه په سرپل ښار کې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې په اوربند موافقه وکړي او د کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله کې مرسته وکړي.

د سرپل ولایت یوه اوسېدونکي او د غونډې برخه وال نعمت الله صمیم وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې کروناوایرس جدي وګڼي او د خلکو د ژوند او معیشت د ساتنې لپاره په اوربند باندې موافقه وکړي څو موږ وکولی شو چې د یادې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړو.»

صمیم اورپکو ته په خطاب کې وویل، «دا د دې وخت نه دی چې یو د بل پر ضد جنګ وشي. تاسو باید وسلې وغورځوئ او د وایرس پر ضد مجادله وکړئ.»

په سرپل ولایت کې یوه لیکوال عزیزالرحمان رحماني وویل، د کووېډ - ۱۹ پر ضد مجادله به یواځې هغه وخت بریالۍ وي چې که په ټولنه کې تاوتریخوالی او وینه تویول پای ته ورسیږي.

رحماني وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د سولې پروسې سره یوځای شي او جنګ او وینه تویول ودروي.»

هغه وویل، «موږ دلته یو شعار لرو چې وایي، «که تاسو کروناوایرس جدي ونه نیسئ، هغه به تاسو جدي ونیسي.»

په سرپل ولایت کې یوه دیني عالم مولوي محمد یعقوب عمري تاکید وکړ چې، عام خلک باید د کروناوایرس په هکله د عامې روغتیا د چارواکو لارښوونو ته صحیح پام او له حکومت سره همکاري وکړي.‌

هغه وویل، «مسلمانانو ته زما پيغام دا دی چې ځانونه د ډاکترانو د روغتیایي لارښوونو مطابق جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه، «په سرپل ولایت کې موږ ټولو دیني عالمانو، د جمعې په خطبو کې په عبادت کوونکیو باندې غږ وکړ چې ځانونه قرنطین کړي او په دې توګه د دغه خطرناک وایرس خپراوی ودروي.»

عمري له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او تر خپل واک لاندې سیمو کې د وایرس پر ضد په مجادله باندې کار وکړي.

د طالبانو د ډلې د غړو له خوا خپلو کورنیو ته ګواښ

د غونډې برخه والو وویل، که جنګ دوام ومومي، ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي به ونه توانېږي چې په تاوتریخوالي کې د ایسارېدلو له ډاره د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته لاړ شي.

دغه ستونزه به د طالبانو د غړو د کورنیو په ګډون د اوسېدونکیو لپاره د دې سبب شي چې په یادو سیمو کې د وایرس په وړاندې د مخامخ کېدلو له پراخ خطر سره مخامخ شي.

د سرپل ولایت یوې اوسېدونکې نجیبې اسلمي چې په یاده غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «دا مهمه ده چې طالبان په دې ځانګړي وخت کې اوربند اعلان کړي ځکه چې له اوربند پرته موږ نشو کولی چې د دغه خطرناک وایرس پر ضد په اغېزمنه توګه مجادله وکړو. ډاکتران نشي کولی چې له ډاره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته لاړ شي.»

اسلمي زیاته کړه، «طالبان باید اوس د ملکي خلکو نهیلی حالت درک کړي. اوربند یواځینی ښه انتخاب دی چې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ مخه ونیسي ځکه چې هغه به ډاکترانو ته فرصت ورکړي چې په ناامنو سیمو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.»

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۵مه/ وویل، تر ننه پورې، په سرپل ولایت کې د کروناوایرس یوه پېښه ثبت شوې ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۵۸ د نوي کووېډ - ۱۹ پېښې ثبت شوي چې ټول شمېر یې ۶۶۵ ته رسولی دی.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا وویل، په سرپل کې ځایي حکومت یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې د کرونا پر ضد غبرګون وڅاري.

هغه وویل، د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد د غبرګون په ترڅ کې، هوټلونه، جوماتونه او نور د عامه ټولېدنو ځایونه بند کړای شوي دي.

هغه زیاته کړه، «مؤظفې کمېټې د امنیتي ځواکونو د ځایونو په ګډون په ټولو حکومتي ودانیو کې د عفوني ضد ګرځولو پراخې درمل شیندنې ترسره کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان به هېڅکله هم اوربند اعلان نه کړي. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هغوی بزګرانو ته خبر ورکړی چې سږ کال خټکي او هندواڼې ونه کړي ځکه چې طالبانو پرېکړه کړې چې څو شمالي ولایتونه ونیسي او د کابل – شمال لویه لاره بنده کړي، له دې امله، که بزګران خټکي او هندواڼې وکري، هغوی به مجبور وي چې له یوه ولایت څخه بل ته یې انتقال کړي، په داسې حال کې چې سرکونه به د جنګ له امله بند وي او هغوی به ونشي کولی چې دغه ډول زراعتي تولیدات وپلوري. له دې امله، بهتره ده چې پرځای یې نور فصلونه وکرل شي. غریب خلک له دې ډلې څخه پوزې ته راغلي دي. زه نه پوهېږم چې دا خونخور ګروپ به کله د بې ګناه افغانانو وژل ودروي. خدای دې هغوی ته د سمې لارې هدایت وکړي.

ځواب ورکړئ