تروريزم

د کروناوایرس نړۍ نیوونکې ناروغۍ د روغتیایي پاملرنې په هکله د طالبانو منافقت څرګندوي

سلام ټایمز

یو رضاکار شخص چې د خطرناکو توکو پر ضد محافظتي لباس او د مخ ماسک یې اغوستی دی د ۱۳۹۸ د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د خپراوي پر ضد د وقایوي کمپاین له پیلېدلو څخه مخکې ځان چمتو کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص چې د خطرناکو توکو پر ضد محافظتي لباس او د مخ ماسک یې اغوستی دی د ۱۳۹۸ د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د خپراوي پر ضد د وقایوي کمپاین له پیلېدلو څخه مخکې ځان چمتو کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي او ښاریان وایي، د طالبانو له خوا په دې برخه کې روانې هڅې چې ځان د داسې یوه ګروپ په توګه ښیي چې د وژونکي کروناوایرس د خپراوي په ترڅ کې عامې روغتیا ته پاملرنه کوي، په څرګنده یو منافقانه عمل دی، ځکه چې دغې ډلې له لسیزو راهیسې په روغتیایي مرکزونو باندې بریدونه کړي، ډاکتران یې وژلي دي، او عام خلک یې د مهمو واکسینونو له ترلاسه کولو څخه ایسار کړي دي.‌

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د کب په ۲۶مه په یوه ټویټ کې ولیکل چې یاده ډله «د خپل روغتیایي کمېسیون له لارې ټولو نړۍ والو روغتیایي موسساتو او ډبلیو اېچ او ته اطمینان ورکوي چې هغوی چمتو دي چې له هغوی سره د کروناوایرس پر ضد مجادله کې همکاري او همغږي وکړي.»

دا بیان د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نړۍ والې روغتیایي پاملرنې هڅو، او په ځانګړې توګه په تېر غوایي میاشت کې د طالبانو هغه چلند سره چې د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) او سور صلیب یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو څخه واېستل، توپیر لري.‌

د طالبانو له خوا د اندېښنې څرګندولو په یوه ورته څرګندونه کې چې تېر کال هېڅ موجوده نه وه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کب په ۲۵مه وویل، «په افغانستان کې ۴۰ زره خلک په زندانونو کې ژوند کوي چې نه په کې د حفظ الصحې او نه هم د روغتیایي پاملرنې اسانتیاوې شته چې دا یو جدي ګواښ رامنځته کوي.»

دا عکس چې د وري په ۸مه د طالبانو له خوا خپور شوی دی، د کروناوایرس د خپراوي په وړاندې د مجادلې په برخه کې ادعا شوې مرستندویې هڅې په ګوته کوي. [آرشیف]

دا عکس چې د وري په ۸مه د طالبانو له خوا خپور شوی دی، د کروناوایرس د خپراوي په وړاندې د مجادلې په برخه کې ادعا شوې مرستندویې هڅې په ګوته کوي. [آرشیف]

عسکر چې ماسکونه یې په مخونو لګولي دي د سند ایالت په سکر سیمه کې د کب په ۲۷مه د هغه سرک ساتنه کوي چې له ایران څخه د تفتان سرحد له لارې د راستنېدونکو پاکستانیانو لپاره د قرنطین مرکز ته غځیدلی. [شاهد علي/ای اېف پي]

عسکر چې ماسکونه یې په مخونو لګولي دي د سند ایالت په سکر سیمه کې د کب په ۲۷مه د هغه سرک ساتنه کوي چې له ایران څخه د تفتان سرحد له لارې د راستنېدونکو پاکستانیانو لپاره د قرنطین مرکز ته غځیدلی. [شاهد علي/ای اېف پي]

د کابل یوې اوسېدونکې ډاکترې مینه ناز وویل، اورپکي پوهېږي چې وایرس په چټکۍ سره خپرېږي او دا چې د هغوی بندي ملګري او په عین ډول په بهر کې د هغوی د ډلې نور غړي به خوندي پاتې نشي.»

ناز وویل،‌ له دې امله اوس هغوی له روغتیایي کارکوونکیو سره همکاري کوي.‌

هغې وویل، همدغه اورپکي «په افغانستان کې د روغتیایي پاملرنې د ناوړه حالت مسؤل دي او له همدې امله ډاکتران، طبي عمله او نرسان دې ته تیار نه دي چې واکسینونه او خدمتونه وړاندې کړي.»

هغې زیاته کړه، «هغوی روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړل او روغتیایي کارکوونکي یې د واکسین لګولو له امله چې هغوی استدلال کوي چې د اسلامي احکامو پر ضد دي، ووژل.»

یواځې د تېر نیم کال په ترڅ کې، طالبانو په میدان وردک ولایت کې د سوېډن د مرستندویې موسسې له خوا چلېدونکي په لسګونو روغتیایي مرکزونه بند کړل، او یواځې یوه میاشت وروسته یوه موټربمي برید په زابل کې یو روغتون له خاورو سره برابر کړ.

دا د طالبانو د هغو بې شمېره مثالونو له ډلې څخه یواځې دوه مثالونه دي چې په تېرو لسیزو کې یې عامه روغتیا زیانمنه کړې ده.

له پولې څخه پورې خوا پاکستان کې، نورو طبي کارکوونکیو هم د ناروغۍ په هکله د طالبانو د ورته ناڅاپي اندېښنو په اړه ورته احساسات څرګند کړل.

د پاکستان په سوات کې د ولسوالۍ په سطحه د روغتیایي چارو پخواني مسؤل ډاکتر عبدالرؤف وویل، د طالبانو له خوا د هغوی د هغو ۵۰۰۰ بندیانو په هکله چې د افغانستان په زندانونو کې ساتل کیږي اندېښنه یوه ټوکه ده ځکه چې اورپکو پخوا روغتیایي کارکوونکي د هغوی تر واک لاندې سیمو کې د واکسینونو له ورکړې څخه منع کړي ول.

رؤف وویل، «د کروناوایرس د رنځورتیا له پېښېدلو څخه مخکې، طالبانو استدلال کاوه چې وقایوي درمل د اسلام پر ضد دي.»

په کابل کې د سیاسی چارو یوه شنونکي امین الله شارق وویل، «هغوی له دې تکتیک څخه د دې لپاره استفاده کوي چې افغانانو او نړۍ ته ووایي چې هغوی د افغانانو د روغتیا په هکله اندېښمن دي، خو حقیقت دا دی چې هغوی په دې هکله هېڅ پام نه کوي ... ځکه چې هغوی هره ورځ په خپلو ترهګریزو بریدونو سره د افغانانو ژوند ګډوډوي.»

شارق وویل، «حتی طالبان دا وړتیا نه لري چې د خپلو ټپیانو تداوي وکړي. هغوی خپل ټپیان په ګاونډیو هېوادونو کې روغتیایي مرکزونو ته انتقالوي بیا نو څنګه هغوی کولی شي چې د کرونا وایرس پر ضد مجادله وکړي؟»

هغه وویل، «که طالبان په ریښتیا سره غواړي چې د خلکو ژوند وژغوري، هغوی باید اوربند او سوله وکړي او له حکومت سره په ګډه د کروناوایرس پر ضد مجادله وکړي.»

پلان نشته

د کابل یوه اوسېدونکي ناصر احمدي چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، طالبان د نړۍ والې مداخلې په غوښتلو سره پټې انګېزې لري.

هغه وویل، «هغوی یواځې هڅه کوي چې له نړۍ والو سازمانونو څخه پیسې ترلاسه کړي او بیا یې په خپلو ترهګریزو فعالیتونو باندې ولګوي.»

احمدي وویل، «طالبان د ډاکترانو په وژلو او د روغتونونو او روغتیایي کلینیکونو په الوزولو سره د زرګونو خلکو ژوند په خطر کې اچوي. دا ډله هېڅ داسې پلان نه لري چې د خلکو ژوند وژغوري.»

«طالبان د روغتیایي لابراتوارونو او کلینیکونو پر ځای د نشه ییزو توکو لابراتوارونه او د تولید مرکزونه لري.»

شنونکي وایي، حتی که طالبانو غوښتل چې مرسته وکړي، هغوی دا وړتیا نه لري چې د کروناوایرس پر ضد مجادله وکړي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د روغتیایي چارو د کمېټې رییس ډاکتر یاربازخان حمیدي وویل، «طالبان ... هېڅ امکانات، روزل شوي ډاکتران، طبي تجهیزات، روغتیايي منسوبین، روغتونونه او کلینیکونه نه لري.»

حمیدي وویل، د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد د مجادلې لپاره، طالبان «مجبور دي چې ډاکترانو او د حکومت نورو روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي.»

تبلیغاتي جنګ

افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د وري ۵مه/ یاغیان وهڅول چې که غواړي نور د ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي،‌ په کار دی چې اوربند اعلان کړي.

هغه وویل، «هغه کسان چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي افغانان دي... زه دا مسؤلیت لرم چې د هغوی ژوند خوندي کړم، له دې امله، زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د دیني عالمانو غوښتنو ته [چې له طالبانو څخه د سولې کولو غوښتنه کوي] هو ووايي او اوربند اعلان کړي تر څو موږ وکولی شو چې د کروناوایرس پر ضد مجادله وکړو.»

نورو چارواکو وویل، له نړۍ والو روغتیایي سازمانونو څخه د طالبانو دا غوښتنه چې د ناروغۍ پر ضد مجادله کې ورسره مرسته وکړي یواځې یو پروپاګند دی.

په ولسي جرګه کې د افغانستان د پکتیکا ولایت یوه استازي خالد اسد وویل، «که طالبانو د کروناوایرس پر ضد د مجادلې اراده لرلای، هغوی به اوربند باندې موافقه کړې وای او له حکومت او امنیتي ځواکونو سره یوځای به یې کار کړی وای.»

هغه وویل، د دې پر ځای، «هغوی هیله لري چې د نړۍ پام ور واړوي.»

په توپیر سره، افغان حکومت د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد قاطعانه مبارزه کوي.

شارق وویل، «حکومت د دغه وایرس پر ضد مجادلې ته په میلیونونو ډالر ځانګړي کړي دي. هغوی روغتیایي مرکزونه پرانستي دي ترڅو د هغو ناروغانو درملنه په کې وشي چې د کروناوایرس باندې اخته دي او د هغه د لا نور خپراوي مخه یې نیولې ده، په داسې حال کې چې طالبانو یواځې شعارونه ورکړي او په عمل کې یې هېڅ هم نه دي کړي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه سلاکار وحید مجروح زیاته کړه، افغان حکومت د نورو ګامونو له منځه د عامه پوهاوي کمپاینونه چلولي، روغتونونو ته یې ځانګړي مواد ورکړي، ځانګړي روغتونونه یې جوړ کړي او د کرونا د کنټرول ځانګړي واحدونه یې برابر کړي دي.

هغه وویل، «حکومت ۲۵ میلیونه ډالر د کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادلې ته ځانګړي کړي دي.»

د اسلام غلط تفسیر

یواځې افغان طالبان داسې اورپکي نه دي چې له عامې روغتیا سره یې ناڅاپي علاقه مندي پیدا شوې ده.

ګلف نیوز د کب په ۲۵مه راپور ورکړ چې، «داعش په خپل النبا خپرونه کې خپل فعالان وهڅول چې له کرونا وایرس وهلې اروپا څخه پښې سپکې کړي، او «هغه یې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ ځمکه» بللې ده.

یادې ترهګرې ډلې چې په اروپا کې یې بریدونه تشویقول، اوس په اروپا کې په خپلو پلویانو باندې چې ښایي په کرونا وایرس اخته شي تاکید کوي چې همالته پاتې شي او په دې توګه د ناروغۍ د خپرېدا مخه ونیسي.

یاده ډله خپلو پلویانو ته په لارښوونه کې وایي چې «د ارګمي او پرنجي پر وخت خپلې خولې پټې کړي» او په منظمه توګه خپل لاسونه ووینځي.

په پېښور کې د ډبلیو اېچ او یوه پخواني کارکونکي ډاکتر عمرخان وویل، «نړۍ باید پوه شي چې اورپکي ... خلکو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي بلکې غواړي چې ځانونه خوندي کړي.»

هغه زیاته کړه، یاده اورپکې ډله چې په ګرده نړۍ کې فعالیت کوي د خپلې اجندا د پرمخ بوولو لپاره د اسلام ناسم تفسیر کوي.

هغه وویل، «اورپکي د روغتیایي مسایلو په هکله هېڅ معلومات نه لري او په دې توګه خلک د اسلام په نامه بې لارې کوي.»

[له پېښور څخه اشفاق یوسفزي او له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید د روغتیایي خدمتونو د برابرولو پرځای جنګ ودروي. د کرونا وایرس له امله په نړۍ کې د اعلان شوي اضطراري حالت په ترڅ کې دغه ډله هره ورځ زمونږ په لسګونو هېوادوال وژني. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، طالبانو د افغانستان په یوازې درې ولایتونو، بدخشان، تخار او بغلان کې د هېواد ۳۳ تنه عسکر ووژل. کرونا د افغانانو لپاره هومره خطرناکه نه ده لکه څومره چې طالبان خطرناک دي. ټول خلک باید د هغوی پر ضد سره یو لاس شي.‌

ځواب ورکړئ

عالي!

ځواب ورکړئ

مونږ د طالبانو له خوا د هغوی تر ادارې لاندې سیمو کې د کرونا وایرس پر ضد شوي اقدامات ستایو. کرونا ناروغي د افغانستان په کلیو کې د ښارونو په نسبت ډېره سرایت کوي ځکه هغه کسان چې له ایران څخه راستانه شوي دي اکثر د افغانستان د کلیو اوسېدونکي وو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او اوس خپلو کلیو ته راستانه شوي دي. حکومت نشي کولی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي او هلته خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي.‌ که طالبان خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابر نه کړي، کرونا ناروغي به په افغانستان کې په کلیو کې پیل شي او ښارونو ته به خپره شي. اوس د دې وخت نه دی چې مونږ ووایو چې طالبانو کارمندان وژلي یا یې پخوا په روغتیایي مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.‌ مونږ باید د طالبانو له خوا د هغوی دا کار وستایو او هغوی وهڅوو چې په کلیو کې ټول کورونه بې مکروبه کړي.‌‌

ځواب ورکړئ

اوس باید طالبان خلکو ته د کرونا ناروغۍ په هکله د روغتیایي خدمتونو د برابرولو له امله د شرم احساس وکړي. طالبانو په لسګونو روغتیایي مرکزونه د ورانولو لپاره په نښه کړي او ډېر روغتیایي کارمندان یې وژلي یا په مرګ ګواښلي دي.‌ خلک له طالبانو څخه روغتیایي خدمتونه نه غواړي، هغوی غواړي چې طالبان جنګ او د بې ګناه خلکو وژل ودروي. که طالبان د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد جنګ ونه کړي، خلک پخپله کولی شي چې د ځانونو د خوندي کولو چاره ترسره کړي.‌ د خلکو اندېښنه د کرونا ناروغۍ په هکله نه ده، بلکې د خلکو اندېښنه د طالبانو له خوا قدرت ته د رسېدلو په هکله ده. که طالبان واک ترلاسه کړي، یو ځل بیا به په افغانانو باندې تورې ورځې پیل شي، او د یادې ډلې له لاسه به بیا د خوشحالۍ ورځې ونه ویني.

ځواب ورکړئ