امنیت

طالبانو په میدان وردک کې روغتیایي مرکزونه وتړل او په زرګونو خلک یې له خدمتونو څخه بې برخې کړل

ای اېف پي

په دې بې نېټې عکس کې، یو ډاکتر د میدان وردک ولایت په ولایتي روغتون کې یوه ناروغه ګوري. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه/فېسبوک]

په دې بې نېټې عکس کې، یو ډاکتر د میدان وردک ولایت په ولایتي روغتون کې یوه ناروغه ګوري. [د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه/فېسبوک]

کابل -- طالبانو په میدان وردک ولایت کې د سوېډن د یوې مرستندویې موسسې له خوا چلېدونکي په لسګونو روغتیایي مرکزونه بند کړي او په دې توګه یې په زرګونو اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له روغتیایي اسانتیاوو څخه محروم کړي دي.

مرستندویې ادارې د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې اورپکو د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له خوا د چلېدونکیو ۷۷ روغتیایي مرکزونو له جملې څخه ۴۲ بند کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، «د دغې بندونې له امله، هره ورځ اټکل ۵۷۰۰ ناروغان متاثر کیږي.»

له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې رییس سني منسن وویل،په دې طریقه ملکي خلک له طبي درملنې او روغتیایي خدمتونو څخه محرومول «له بشري حقونو او نړۍ وال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده».‌

منسن زیاته کړه، «مونږ د خلکو لپاره د ټولو روغتیایي مرکزونو د سملاسي بیا پرانستنې غوښتنه کوو، او د شخړې په ټولو اړخونو په جدي توګه تاکید کوو چې له داسې کارونو څخه چې د ملکي خلکو ژوند په قصدي توګه له خطر سره مخامخ کوي، ځانونه وساتي.»

د طالبانو له خوا روغتیایي پاملرنې ته زیان رسول

که څه هم چې طالبانو کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، لاکن اورپکو پخوا هم روغتیایي کلینیکونه بند کړي او تر خپل واک لاندې سیمو کې یې د پولیو واکسیناسیون د کمپاین مخه نیولې ده.‌

په ځینې سیمو کې، یاغیان او دیني عالمان ولسونو ته وایي چې واکسینونه د غربیانو یوه توطیه ده او هدف یې دا دی چې مسلمان ماشومان شنډ کړي یا دا چې دغه ډول پروګرامونه داسې یو پېچلی پوښ دی چې غربي یا د افغان حکومت جاسوسان غواړي ترې لاندې پټ کار وکړي.

تېر کال، طالبانو د سره صلیب نړۍ والې کمېټې ته خبرداری ورکړ چې هغوی به نور د سره صلیب د کارکوونکیو خوندیتوب ته پام ونه کړي.‌

هغه ګواښ سور صلیب اړ کړ چې په افغانستان کې په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کمی راولي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500