روغتیا

په زابل کې د طالبانو له خوا د روغتیایي مرکزونو بندېدا ځایي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د ضیا ثمر راپور

د ځایي خلکو په وینا، طالب اورپکو په زابل ولایت کې ۳۹ روغتیایي مرکزونه بند کړي، او نژدې ۶۵۰۰۰ اوسېدونکي یې له روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې کړي دي. [ضیا ثمر]

زابل -- ځایي چارواکي وایي، چې د طالبانو له خوا په زابل ولایت کې د لسګونو روغتیایي مرکزونو بندېدا په زرګونو سیمه ایز اوسیدونکي په ډېر سخت حالت کې او د یوه موفق بدیل له لرلو څخه پرته پرېښي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس، ډاکتر لال محمد توخي، سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکو د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې ۳۹ روغتیایي مرکزونه بند کړي دي،»

هغه وویل، طالبانو په شاه جوی، ارغنداب، میزان، دای چوپان، نوبهار، شملزیو، خاک افغان، اټغر، شینکۍ او شهر صفا ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه بند کړي،‌ او زیاته یې کړه چې طالبانو دغه مرکزونه د غبرګولي له نیمایي راهیسې بند ساتلي دي.

توخي وویل، «خواوشا ۶۵۰۰۰ اوسېدونکي له روغتیایي خدمتونو څخه بې برخې شوي، چې دغه کار ځایي خلک دې ته مجبور کړي څو خپل ناروغان د زابل له لیرې پرتو سیمو څخه د ولایت مرکز قلات ته را انتقال کړي،»

په عکس کې، چې د زمري په ۶ مه اخیستل شوی، هغه میندې لیدل کیږي چې خپل ماشومان یې د زابل ولایت په مرکز قلات کې د سلطان ملخي روغتون ته راوړي دي. د طالبانو له خوا په ټول ولایت کې د روغتیایي مرکزونو په جبري بندېدلو سره کورنۍ مجبورې شوي چې د ماشومانو د تداوۍ لپاره قلات ته لاړې شي. [ضیا ثمر]

په عکس کې، چې د زمري په ۶ مه اخیستل شوی، هغه میندې لیدل کیږي چې خپل ماشومان یې د زابل ولایت په مرکز قلات کې د سلطان ملخي روغتون ته راوړي دي. د طالبانو له خوا په ټول ولایت کې د روغتیایي مرکزونو په جبري بندېدلو سره کورنۍ مجبورې شوي چې د ماشومانو د تداوۍ لپاره قلات ته لاړې شي. [ضیا ثمر]

هغه وویل، «لومړی، طالبانو د شاه جوی روغتون بند کړ او بیا یې ډاکترانو ته خبر ورکړ چې نور دې روغتیایي خدمتونه نه وړاندې کوي،»

توخي د خپلو خبرو په دوام وویل، طالبانو ګواښ کړی، چې که ډاکتران یې خبره ونه مني، وبه یې وژني.

په هلمند ولایت کې د مدني حقونو یوه فعال، فیض محمد احمدزي، وویل، طالبانو دا روغتیايي مرکزونه د افغان مقاماتو له خوا د روان کال په لومړیو کې د موټرسایکلونو په ګرځولو د بندیز په غچ کې بند کړي دي.‌ حکومت دغه بندیز د دې لپاره لګولی چې طالبان په راتلونکي کې له موټرسایکلونو څخه په استفادې سره بریدونه ونه کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په قلات ښار کې موټرسایکلونه بند دي، خو دغه بندیز په زابل کې په لیرې پرتو سیمو کې نافذ نه دی،»

احمدزي وویل، «مونږ غواړو چې طالبان د ملکي خلکو ژوند ته ارزښت ورکړي او ټول کلینیکونه بیا پرانیزي،»

د خلکو کړاوونه زیاتول

د شاه جوی په سنګر جمال خېل کې یوه ۳۰ کلن بزګر، امیرمحمد، وویل، وروسته له هغه، چې طالبانو [په شاه جوی کې] محلي روغتیایي مرکز بند کړ، هغه مجبور شو چې پیسې قرض کړي او خپل یو ناروغ خپلوان په قلات کې کلینیک ته راولي.

هغه د خپلوۍ له مشخصولو څخه پرته، سلام ټایمز ته وویل، «ما خپل ناروغ خپلوان شپږ یا اوه ځلې قلات ته راوړ. دا ټولې پیسې ما قرض کړي، خو زه نه پوهېږم چې دا پیسې زه خلاصې کړم بیا به چېرته ځم.»

که څه هم، چې په عامه روغتونونو کې تداوي وړیا ده، خو خلک مجبور دي چې د ټرانسپورټ او دوا په څېر لګښتونه پخپله غاړه واخلي.

محمد وویل، «که زمونږ په کلي کې کلینیک کار کولی، زه به هلته ورغلی وای. څه به مې کول چې قلات ته به راتلم؟»

د قلات په سلطان ملخي روغتون کې یوې قابلې، رازیې محمدي، وویل، طالبان او نور اورپکي غواړي چې د عامه خدمتونو په محدودولو سره خپله ایډیالوژي په خلکو ور وتپي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «طالبان فکر کوي چې که هغوی روغتیایي مرکزونه بند کړي، ښایي چې ملکي خلک له هغوی سره یوځای شي، خو دا ناشونې ده. اورپکي د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو دښمنان ګرځېدلي دي.»

هغې وویل، «یو شمېر ناروغان قلات ته په ژوند ګواښونکو شرایطو کې راځي ځکه چې د هغوی په ولسوالیو کې موجود روغتیایي مرکزونه بند دي او ناروغان لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري،»‌

'د عامو خلکو پر ضد جنګ کول'

د زابل ولایت امنیه قوماندان، محمد مصطفی مایار، وویل، د کلینیکونو بندول ښیي چې د طالبانو جنګ د ملکي خلکو پر ضد دی ځکه چې هغوی دا وړتیا له لاسه ورکړې چې د جنګ په میدان کې جنګ وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې مخامخ جګړه وکړي. هغوی د څو میاشتو په ترڅ کې سخت زیانونه لیدلي دي. هغوی د روغتیایي مرکزونو په بندولو سره انتقام اخلي.»

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل، په ځینې سیمو کې، طالبانو د روغتیایي مرکزونو د بیا پرانستلو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د روغتیایي مرکزونو بیا پرانستلو ته د اجازې ورکولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده، خو روغتیايي ادارو هغوی ته د پیسو ورکړه رد کړې ده،»

هغه وویل، «قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي خلکو هڅې پیل کړي چې دغه مرکزونه بیا پرانیزي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500