امنیت

طالبانو په زابل کې ملکي روغتون ویجاړ کړ او خلکو ته د هدف په هکله غلط معلومات ورکوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د طالبانو یوه ځانمرګي برید د ۱۳۹۸ د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل او له ۹۰ څخه ډېر نور یې ژوبل کړل. محلي اوسېدونکیو او چارواکو وویل چې ټول قربانیان ملکي خلک وو. [رازق کندهاري]

کابل -- په افغانستان کې په پرله پسې توګه په درېیمه ورځ د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۸مه/ ترهګریز برید وشو چې په ترڅ کې یې د طالبانو یوه موټربم په زابل ولایت کې یو روغتون ویجاړ کړ، ۲۰ کسان یې ووژل او ۹۰ نور یې ټپیان کړل.‌

اورپکو وویل چې د موټر بم هدف په کلات کې د ملي امنیت ریاست وو او ادعا یې وکړه چې وداني یې ویجاړه کړې او یو شمېر امنیتي ځواکونه یې وژلي دي، خو پرځای یې یادې ډلې یو نژدې روغتون ویجاړ کړی دی.‌

د چاودنې ځای سره د نژدې سیمې اوسېدونکیو وویل چې چاودنې کورونه ولړزول او کړکۍ یې ماتې کړې او په چاودنې پسې د ټوپکونو ډزې وشوې.

د پوهنتون یوه محصل عاطف بلوچ چې ښځې او ماشومان یې په داسې حال کې لیدلي چې ژغورونکیو له صحنې څخه راکش کول، وویل، «ډېر زړه بوږنوونکی حالت» وو.

په عکس کې، د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته ورانې ویجاړې لیدل کیږي. [رازق کندهاري]

په عکس کې، د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات کې د طالبانو له یوه برید څخه وروسته ورانې ویجاړې لیدل کیږي. [رازق کندهاري]

په عکس کې، محلي اوسېدونکي د روغتون له داخل څخه را اېستل شوي یوه ناروغ سره مرسته کوي. دغه روغتون د طالبانو موټر بمي برید د وږي په ۲۸مه وواهه. [رازق کندهاري]

په عکس کې، محلي اوسېدونکي د روغتون له داخل څخه را اېستل شوي یوه ناروغ سره مرسته کوي. دغه روغتون د طالبانو موټر بمي برید د وږي په ۲۸مه وواهه. [رازق کندهاري]

د سیمې د اوسېدونکیو په منځ کې چې په روغتون کې یې د خپلو کورنیو غړي لټول ویر او ماتم خپور وو.‌

یوه دوکاندار مقیم احمد ای اېف پي ته وویل، «زه په منډه راغلم، زه هغوی لټوم او پیدا کولی یې نشم... زه نه پوهېږم چې څه وکړم». هغه وویل چې ښځه او مور یې د چاودنې په وخت کې په روغتون کې دننه ول.‌

ولسمشر اشرف غني دغه بمي برید وغانده.‌

په یوه بیانیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، «طالبانو، په داسې یوه وحشیانه او غیرانساني عمل سره، یو ځل بیا ثابته کړه چې د هغوی جنګ د افغانانو پر ضد دی او د افغانانو له وژلو او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو څخه پرته هغوی نور هېڅ نه لري چې ویې کړي.»

غني زیاته کړې، «طالبان،‌ چې زمونږ د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې د مخامخ کېدلو وړتیا یې له لاسه ورکړې ده، په عامه ځایونو کې بزدلانه ترهګریز بریدونه ترسره کوي.»

د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۷مه/ لږ تر لږه ۴ کسان هغه وخت ووژل شول او له لسو ډېر ټپیان شول چې وسله وال سړي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته له خلکو ډکې یوې حکومتي ودانۍ ته ورننوتل.

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۶مه/ په دوه جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل -- چې یو برید یې په پروان ولایت کې د غني په یوه کمپایني غونډه وکړ او بل یې په کابل کې وکړ.‌

ملګري ملتونه وایي چې د نژدې ۱۸ کالو اوږدې جګړې ډېر اغېز په عادي افغانانو باندې دی،‌ او په ریکارډ کې د ثبت شویو کلونو په نسبت ډېر ملکي خلک په کې په ۲۰۱۸ کال کې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو څه ښه ټکی

ځواب ورکړئ

طالبان د دې پروا نه کوي چې څوک وژني. هغوی یوازې قدرت غواړي. هغوی غواړي تاسو ته ووایي چې څنګه ژوند وکړئ او که خبره یې ونه منئ وژني مو.‌

ځواب ورکړئ