امنیت

په زابل کې طالبان د ملکي خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي او کورنۍ مجبوروي چې وتښتي

د رازق کندهاري راپور

طالب اورپکو په زابل ولایت کې د سلګونو کورنیو کورونه نیولي، او خلک یې مجبور کړي چې دښتي سیمو ته وتښتي ځکه چې اورپکي د هغوی له کورونو څخه د جګړې د ډګر په توګه استفاده کوي. [رازق کندهاري]

زابل -- طالب اورپکو په زابل ولایت کې د سلګونو کورنیو کورونه نیولي، او خلک یې مجبور کړي چې دښتي سیمو ته وتښتي ځکه چې اورپکي د هغوی له کورونو څخه د جګړې د ډګر په توګه استفاده کوي.

د شاه جوی ولسوالۍ د نورک کلي یوه اوسېدونکي محمد کریم چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، «طالبان د روژې په وروستیو ورځو کې زموږ کلي ته راغلل او له موږ څخه یې ډوډۍ وغوښتله. د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته، هغوی له موږ څخه وغوښتل چې بلې سیمې ته لاړ شو، او ویې ویل چې هغوی غواړي چې دلته واوسیږي ځکه چې هغوی بل داسې ځای نه لري چې جنګ ترې وکړي.»

هغه وویل، «موږ هغوی ته سوال وکړ چې د خدای په خاطر په موږ باندې ظلم مه کوئ، او ورته مو وویل چې موږ پیسې نه لرو او نه داسې ځای لرو چې هلته لاړ شو.»

هغه وویل، «کله چې موږ د هغوی غوښتنه رد کړه، هغوی زموږ په کلي کې ځینې ځوانان ووهل -- هغوی یو شمېر سپک کړل او نور یې بندیان کړل. بالاخره، موږ بله لاره نه لرله او مجبور شوو چې راوځو.»

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی دی، د رحیم الله په نامه یو ۱۱ کلن ماشوم د زابل ولایت په سلطان ملخي توخي روغتون کې لیدل کیږي. هغه د غبرګولي په ۱۵مه د شاه جوی ولسوالۍ په نورک کلي کې د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی وو. [رازق کندهاری]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی دی، د رحیم الله په نامه یو ۱۱ کلن ماشوم د زابل ولایت په سلطان ملخي توخي روغتون کې لیدل کیږي. هغه د غبرګولي په ۱۵مه د شاه جوی ولسوالۍ په نورک کلي کې د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی وو. [رازق کندهاری]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲۶مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا مجبورې شوې کورنۍ د زابل ولایت په نورک سیمه کې په یوه دښته کې په موقتو سرپناوو کې ژوند کوي. [انارګل]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۲۶مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا مجبورې شوې کورنۍ د زابل ولایت په نورک سیمه کې په یوه دښته کې په موقتو سرپناوو کې ژوند کوي. [انارګل]

په دې عکس کې چې د تېر وږي په ۲۸مه اخیستل شوی، د افغان ځواکونو یو غړی د زابل ولایت په مرکز کلات کې د استخباراتو د ادارې ودانۍ سره نږدې هغه ساحه ګوري چې د طالبانو یو موټربم په کې چاودلی وو. [جاوېد تنویر]

په دې عکس کې چې د تېر وږي په ۲۸مه اخیستل شوی، د افغان ځواکونو یو غړی د زابل ولایت په مرکز کلات کې د استخباراتو د ادارې ودانۍ سره نږدې هغه ساحه ګوري چې د طالبانو یو موټربم په کې چاودلی وو. [جاوېد تنویر]

اوس کریم له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره یوځای د شاه جوی ولسوالۍ په تازي رباط سیمه کې په دښته کې ژوند کوي، چې هلته هغوی حتی یوه خېمه نه لري او مجبور شوي دي چې موقتې سرپناوې جوړې کړي.

حاجي خیرالله چې ۶۱ کاله عمر لري او د نورک سیمې د مغلیزو کلي اوسېدونکی دی هغه وخت یادوي چې هغه هم مجبور شو چې له خپلې کورنۍ سره یوځای خپله د استوګنې سیمه پرېږدي.

هغه وویل، «د غبرګولي په ۸مه، زه په کور کې وم چې د پولیسو په یوه پوسته باندې برید وشو، او ما لیدل چې طالبانو په پوسته باندې ډزې کولې.»

هغه وویل، «پولیسو متقابلې ډزې ونه کړې ځکه چې په کلي کې بې ګناه ملکي خلک اوسېدل. ما له طالبانو څخه وپوښتل چې کوم دین هغوی ته اجازه ورکړې چې زموږ له کورونو او باغونو څخه په عسکرو باندې ډزې وکړي؟»

خیرالله وویل، «په پيل کې طالبانو زما خبرو ته غوږ نه نیوه، خو بیا یې زه د جنګ له سیمې څخه وتلو ته مجبور کړم او په یوه او بل نامه یې ونومولم، او خبرداری یې راکړ چې زه باید په ۲۴ ساعتونو کې دننه له هغه ځای څخه راوځم.»

هغه وویل، «دا چې ما نشوای کولی چې د هغوی پر ضد جنګ وکړم، موږ خپل کالي راټول کړل او په اوښکو ډکې سترګې د سپینې غبرګې دښتې ته راغلو. دا ځای د ژوند لپاره برابر نه دی، خو دا چې موږ له طالبانو څخه ډارېږو، موږ مجبور شوو چې دلته راشو.»

د زابل ولایت د اتغر ولسوالۍ د شینکۍ کلي یوه اوسېدونکي ملا خدای رحم چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل،‌ د طالبانو له ډاره نږدې ۲۰۰ کورنیو خپل کورونه پرېښي دي.‌

هغه وویل، «طالبانو تېر کال د اتغر ولسوالۍ د مرکز ټول بازار وسوځاوه او ویې لوټه.»

هغه وویل، «د اتغر ولسوالۍ د مرکز د ۱۰ کلیو ډېرې کورنۍ د کندهار ولایت معروف او ارغستان ولسوالیو او د زابل ولایت شاه جوی او شینکۍ ولسوالیو ته تللي ځکه چې هغوی د طالبانو له تاوتریخوالي او ظلم څخه وېرېږي.»

د طالبانو په تاوتریخوالي کې ملکي خلک ټپیان شول

رحم وویل، «اوس طالبانو دغه کورونه د جګړې په ډګرونو باندې بدل کړي دي.»

دغه حالت ډېر کسان د مرګ او ټپي کېدلو له خطر سره مخامخ کړي دي.‌

۴۰ کلن محمد رحیم چې د غوایي په ۳۱مه په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو د توغندي په برید کې ټپي شوی وو، اوس هم په کلات کې د سلطان ملخي توخي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.‌

هغه وویل، «زه ویده وم چې طالبانو زموږ د کور له شا نه د پولیسو په یوه پوسته باندې برید وکړ. طالبانو غوښتل چې په پوسته باندې د راکټ برید وکړي، خو زموږ د کور یو کونج ولګید.»

رحیم او د هغه څلور ورونه ټپيان شول. هغه وویل، «له نښتې څخه وروسته حکومتي عسکر راغلل او موږ یې روغتون ته بوتلو.»

رحیم وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې زمون بې ځایه کول ودروي، او هغوی باید موږ ته اجازه راکړي چې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شو.»

په ورته وخت کې، د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د تکیر کلي یو اوسېدونکی احمدالله حقمل چې ۳۳ کاله عمر لري د غبرګولي په ۱۰مه د طالبانو د ماین په چاودنه کې ټپي شو.

هغه وویل، «طالبانو زموږ له کور څخه په ملي اردو باندې ډزې وکړې. کله چې اردو هڅه وکړه چې زموږ کلي ته راشي، طالبانو زموږ له کور سره نږدې په یوه کارېز کې ورته ماین خښ کړ، خو ماین وچاودېد چې دوه طالب جنګیالي او درې ملکي کسان یې ووژل.»

حقمل وویل، «زه په خپل باغ کې وم چې د ماین چره راغله... او زه یې سخت ټپي کړم. وروسته، اردو زه د حکومت یوه روغتون ته وېوړم.»

د خپلو ورونو وژل ودروئ

دیني عالمان او ولایتي چارواکي وایي، طالبان د بریدونو لپاره د ملکي خلکو له کورونو څخه په استفادې سره له ټولو بشري او اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه کوي.

هغوی له طالبانو څخه وغوښتل چې په ملکي خلکو باندې رحم وکړي او د دین په نامه د خلکو وژل ودروي.‌

په زابل ولایت کې یوه دیني عالم مولوي محمد داود متهم وویل، «په زور سره خلک د هغوی له کورونو څخه بې ځایه کول او له هغه ځای څخه په حکومتي تأسیساتو او عسکرو باندې بریدونه ترسره کول ټول انساني او مذهبي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.»

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې غږ کوم چې، د خپلو ورونو وژل ودروئ او د خپلو خلکو د ژوند او وقار په خوندي کولو کې له امنیتي ځواکونو سره لاسونه یو کړئ.»

د زابل د ولایتي شورا رییس عطأجان حق بیان وویل، «د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، د زابل ولایت په ځانګړیو برخو کې په مخامخ نښتو کې له ماتو خوړلو څخه وروسته، طالبانو یوه نوي تکتیک ته مخه کړې چې په کې د ملکي خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.»

هغه وویل، «هغوی غوښتل چې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ فاصله رامنځته کړي، خو دغو شیطاني عملونو د توپک خوله بېرته په طالبانو باندې ورواړوله ځکه چې ځایي خلکو د هغوی غوښتنې رد کړې.»

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وویل، «سږ کال، طالبانو پلان درلود چې په زابل ولایت کې ډېر ځایونه تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو موږ د خدای شکر پرځای کوو چې زموږ زړورو امنیتي ځواکونو هغوی ته ماتې ورکړه.»

هغه وویل، په زابل کې امنیتي ځواکونه پلان لري چې ژر په هغو سیمو کې عملیات ترسره کړي چې هلته طالبان د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي دي څو بې ځایه شوي خلک وکولی شي چې خپلو کورونو ته راستانه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا کاملا یو وحشیانه، غیرانساني او غیراسلامي کار دی چې ملکي خلک له کورونو واېستل شي او په کورونو کې یې جنګي مرکزونه جوړ کړای شي. طالبان د پاکستان د استخباراتو پروژه ده چې د افغانستان د ورانولو لپاره یې حمایه کوي.

ځواب ورکړئ

زه د ویلو لپاره هېڅ شی نه لرم. زه حیران یم چې د ظلم او وحشت په هکله څه ووایم. خدای دې پخپله د افغانستان په مظلومو خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په کلیو او اطرافي سیمو کې د پنځوس سلنه ملکي تلفاتو سبب طالبان دي، ځکه چې هغوی ملکي خلک د انساني سپرونو په توګه کاروي، د خلکو په کورونو کې پټېږي او له هغه ځای څخه په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.‌ همدارنګه، د جګړې د دوام او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره کېدونکیو عملیاتو د ورو کېدلو له دلایلو څخه یو دا دی چې طالبان د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړوي او افغان امنیتي ځواکونه نشي کولی چې عملیات په اسانۍ سره ترسره کړي، ځکه چې که د دښمن پر ضد د تاوتریخوالي عملیات وشي، ملکي خلکو ته به تلفات ور ورسیږي. له دې امله، افغان ځواکونه عملیات په ورو ډول ترسره کوي، او دښمن ورځ تر بلې قوت اخلي.

ځواب ورکړئ

د ټولو ملکي تلفاتو مسؤلیت د طالبانو پرغاړه دی ځکه چې هغوی د ملکي خلکو په کورونو کې پټېږي او له ملکي خلکو نه د انساني سپرونو په توګه کار اخلي.‌ افغان ځواکونه په طالبانو باندې د بریدونو کولو پر وخت زړه نا زړه وي ځکه چې هغوی له ملکي خلکو نه د نظامي دفاعي میکانېزم په توګه کار اخلي. طالبان د انسانیت بدترین ممکن شکلونه دي.

ځواب ورکړئ