امنیت

په زابل کې پخواني طالب جنګیالي د ولسي تړون په پروژه کې نوې دندې ترلاسه کوي

د رازق کندهاري راپور

یو شمېر افغان طالب یاغیان چې یو وخت یې د حکومت پر ضد جنګ کاوه، د تاوتریخوالي له پریښودو څخه وروسته اوس په خپلو کلیو کې په پرمختیایي پروژو کې په کارونو بوخت دي. [رازق کندهاری]

زابل -- یو شمېر طالب جنګیالي چې یو وخت یې د حکومت پر ضد جنګ کاوه، د تاوتریخوالي له پریښودو څخه وروسته اوس په خپلو کلیو کې په پرمختیایي پروژو کې په کارونو بوخت دي.

پخواني جنګیالي اوس د افغانستان د ولسي تړون پروژې سره کار کوي. دا د بېخبنا یوه پراختیایي پروژه ده چې د افغانستان حکومت یې له نړۍ والو شریکانو سره په ګډه تطبیقوي.‌

ولسي تړون چې د ۱۳۹۵ له تلې څخه پيل شوی دی او د ۱۴۰۰ کال د تلې تر میاشتې پورې تمویلیږي،‌ هڅه کوي چې بې وزلي کمه کړي او د کلیوالو وګړو او د افغانستان د حکومت تر منځ اړیکې پیاوړی کړي.‌

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد رحیم اخوند چې ۳۳ کاله عمر لري، د زمري‌ په ۲۷مه وویل، «ما د خپلو اقتصادي ستونزو له امله ۱۰ کاله د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د طالبانو لپاره جنګ وکړ.»

image

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی عبدالقادر زابلوال چې ۲۴ کاله عمر لري، د زمري په ۲۷مه د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د یوه جومات په جوړونه کې مرسته کوي. [رازق کندهاری]

هغه وویل، «تېر کال چې زموږ په کلي کې د ولسي تړون پروګرام له خوا د یوه استنادي دېوال او سړک جوړونې پروژه پيل شوه، ما ډېر ځوانان ولیدل چې په یاده پروژه کې یې کار کاوه او ښې پیسې یې ترلاسه کولې.»

اخوند وویل، «له دې امله، ما له خپلې کورنۍ او ځان سره مشوره وکړه او پرېکړه مې وکړه چې د جنګ میدان پرېږدم او د خپل کلي او ولسوالۍ په بیارغونه کې برخه واخلم.»

هغه وویل، «ما له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې په خپل کلي کې د ولسي تړون پروګرام سره کار کړی دی. زه هره میاشت تقریبا ۱۵۰۰۰ افغانۍ (۱۹۵ ډالر) ګټم، او زه له خپل ژوند کې خوښ یم چې خپل کلی او ولسوالي د ورانولو پرځای، رغوم.»

اخوند وویل چې ده د طالبانو له پرېښودلو څخه وروسته په خپل ژوند کې ډېر تغیرات لیدلي دي.

هغه وویل، «اوس زما ماشومان زموږ په ولسوالۍ کې ښوونځي ته ځي، چې هلته هغوی دیني زده کړه ترلاسه کوي. ما هڅه کړې ده چې خپلې زده کړې هم پیل کړم، او زه په افغان طالبانو کې په خپلو ورونو باندې غږ کوم او ورته وایم چې جنګ د حل لاره نه ده

هغه زیاته کړه، «راځئ چې په سوله کې ژوند وکړو او د خپلو کلیو په بیارغونه کې مرسته وکړو ترڅو هر ماشوم وکولی شي چې له زده کړو او د ژوند له هر اړخ څخه ګټه واخلي.»

بې معنی جنګ

الله داد کریمزوی چې ۳۸ کاله عمر لري شپږ میاشتې مخکې هغه وخت د سولې پروسې سره یوځای شو چې شپږ کاله یې د طالبانو تر څنګ جنګ وکړ او اوس د ولسي تړون پروژه کې کار کوي.

هغه د زمري په ۳۰مه وویل، «ما شپږ کاله د کلات ښار په لمنو کې د طالبانو په بېلابېلو ډلو کې جنګ وکړ، او په هغه وخت کې زما کورنۍ د پاکستان په پشتون اباد سیمه کې اوسېدله.»

کریمزوی ته د یوې اته کسیزې کورنۍ، چې د زابل ولایت د مرکز کلات په سپینه غبرګه کلي کې ژوند کوي، نفقه ور ترغاړې ده.

هغه وویل، «ما په ډېره بې وزلۍ کې ژوند کړی دی، خو شپږ میاشتې مخکې، زه پوه شوم چې زموږ جنګ بې معنی وو او دا چې کوم نتایج به ور نه کړي... ما هغه وسلې او مهمات چې طالبانو راکړي وو، د طالبانو یوه محلي قوماندان ته وسپارل او هغه ته مې وویل چې زه نشم کولی چې نور دوام ورکړم.»

اوس کریمزوی د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په خپل کلي کې د ولسي تړون په یوه پروژه کې کار کوي او د میاشتې ۱۲۰۰۰ افغانۍ (۱۵۶ ډالر) ګټي.‌

هغه وویل، «زما ژوند وده کړې ده، او د ماسپښین له خوا زه په خپل باغ کې کار کوم.»

هغه وویل، «زما د کورنۍ ژوند ښه نه وو، او ما تعلیم ته لاسرسی نه درلود، خو اوس زه بیا بیا د خدای شکر ادا کوم چې هر څه ښه روان دي او زما ماشومان زموږ په کلي کې مدرسې ته ځي.»

عبدالقادر زابلوال چې ۲۴ کاله عمر لري او د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی، درې کاله د حکومت پر ضد او د طلبانو تر څنګ په شاه جوی، ارغنداب، میزانه، شینکۍ او سیوري ولسوالیو کې جنګ وکړ.‌

زابلوال چې یو کال مخکې یې جنګ بس کړی دی وویل چې هغه د اقتصادي ستونزو له امله د طالبانو له لیکو سره یوځای شو.‌

هغه د زمري په ۲۶مه وویل، «کله چې زه ۲۱ کلن وم له کور نه راووتلم... او له طالبانو سره ملګری شوم.»

زابلوال وویل، «هغوی ژمنه کړې وه چې ماته به پیسې راکړي او ویل یې چې زما ژوند به ښه شي، خو ما د بې ګناه ملکي خلکو له ځورولو او د خپلو سرکونو او پلونو له ویجاړولو څخه پرته هېڅ هم ونه کړل.»

هغه وویل، «زما کورنۍ له ما سره اړیکې پرې کړې.‌ موږ د کال ۹ میاشتې پرله پسې په جنګ کې ښکېل وو.‌ موږ ملکي خلک مجبورول چې موږ ته خواړه او سرپناه راکړي،‌ او هیچا هم دا جرئت نه درلود چې زموږ غوښتنې رد کړي.»

زابلوال وویل، «درې کاله ما هڅه وکړه چې خپلې ولسوالۍ ته لاړ نشم او خپل کلیوال ونه وینم، خو یوه ورځ‌ موږ پرېکړه وکړه چې د ملي اردو په یوه کنډک باندې برید وکړو. کله چې په یو شمېر کلیو باندې تېرېدلو، ما ځوانان په داسې حال کې ولیدل چې جوماتونه یې جوړول او د اوبه لږولو په کانالونو کې یې کار کاوه. ما ماشومان ولیدل چې په یوه کنډواله کې یې چې بام یې هم ندرلود زده کړې کولې.»

هغه زیاته کړه، «دغو حالاتو زه وځورولم، خو په دې خوښ شوم چې لږ تر لږه زموږ خلکو په خپلو کلیو کې وظیفې لرلې او دې ته مجبور نه وو چې ایران او پاکستان ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي.»

هغه وویل، «کله چې ما ولیدل چې ځوان افغانان خوښ دي ځکه چې هغوی په خپلو کلیو کې کارونه کوي، ما جبهه پرېښودله او خپل کلي ته راستون شوم.»

زابلوال وویل، «زه څو ورځې په کور کې پاتې شوم. وروسته، زه د کلي د ځوانانو په ډله ور ګډ شوم. هغوی ماته وویل چې هغوی به ژر د ولسي تړون د پروګرام په مرسته د کلي د جومات په جوړولو باندې کار پیل کړي او ما به د پروژې انجنیر ته ورمعرفي کړي چې په دغې پروژه کې ماته کار راکړي.»

زابلوال وویل، «ما د هغوی وړاندیز قبول کړ. دا چې زه لیک او لوست کولی شم له دې امله انجنیر زه د پروژې د کارکونکو مشر یا باشي وټاکلم، او په تېرو ۹ میاشتو کې ما د میاشتې ۱۸۰۰۰ افغانۍ (۲۳۴ ډالر) ګټل.»

هغه وویل، «زما مور، پلار، خور، ورور او وریندار ټول خوښ دي. زه په خپل تېر ژوند پښېمان یم، او اوس زه غواړم چې د سولې لپاره کار وکړم.»

کاري فرصتونه رامنځته کول

په زابل ولایت کې قومی مشرانو او چارواکو د ولسي تړون پروژه ستایلې او وایي چې دغې پروژې د نشه ییزو توکو له معتادانو، بې وظیفې خلکو او پخوانیو اورپکو سره د کارونو په موندلو کې مرسته کړې ده.

په زابل کې د یاد پروګرام رییس محمد غیرت وویل، «د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د ۱۳۹۶ د غوایي په ۳۰مه په زابل کې پیل شو، او د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې پلی کیږي.»

نوموړي وویل، «په تېرو دو کالونو کې، موږ په کلات ښار او د زابل ولایت په ولسوالیو کې د ۷۴ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي، او د ۷۴ نورو ښوونځیو په ودانیو باندې به سږ کال کار پیل شي. په ۴۳۲ کلیو کې، د استنادي دېوالونو، کانالونو، کارېزونو، ښوونځیو، جوماتونو، سرکونو او د برېښنا بندونو په ګډون، زموږ په پروژو باندې کار روان دی.»

غیرت وویل،‌ «په تېرو درې کالونو کې، موږ د ۲۳۰ میلیونو افغانیو (۳ میلیونو ډالرو) په ارزښت له ۶۰۰ څخه ډېرې کوچنۍ او غټې پروژې پلې کړي دي، او په نورو باندې کار روان دی.»

هغه زیاته کړه، «زموږ سره تر دا مهال پوري ۷ زره کارکوونکو کار کړی چې ۹۰۰ زره کورنیو ته يې په غیرمستقیم ډول ګټه رسولې ده. د دغو پروژو اکثر کاري ځواک ځوانان دي چې پخوا د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل یا په تخریبي فعالیتونو کې ښکېل ول.»

نوموړي وویل، «دا ځوان افغانان اوس په خپلو کلیو کې کار کوي، او دغو پروژو د اوسېدونکیو په ژوند باندې مثبت اغېز لرلی او په سیمه کې یې د امنیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.»

د زابل والي محمد نبي احمدزي وویل، «د ولسي تړون پروګرام د زابل د زرګونو ځوانو اوسېدونکیو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي، او موږ ټولو ولسونو ته اطمینان ورکوو چې موږ دا پروګرام د زابل ولایت ټولو برخو ته وغځوو ترڅو وکولی شي ځوانان له فقر، بې کارۍ او تخریبي فعالیتونو څخه وژغوري.»

هغه وویل، «زه کولی شم په اطمینان سره ووایم چې دغه پروګرام ځوان افغانان چې په جنګ کې ښکېل ول... هڅولي چې د بیارغونې په فعالیتونو کې برخه واخلي، او اوس هغوی په خپلو کلیو کې د بیارغونې د اتلانو په نومونو یادیږي.»

هغه زیاته کړه، «زه په ټولو طالبانو باندې غږ کوم چې د افغان حکومت د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ هغوی باید نور خپل ژوند په خطر کې وانه چوي. هغوی باید د نورو ځوانانو په څېر د حکومت په چوکاټ کې د خلکو خدمت وکړي.»

احمدزي وویل، «دا به له هغوی سره مرسته وکړي چې خپل ژوند ښه کړي او هېواد نېکمرغه کړي، ځکه چې که موږ دا هېواد جوړ نه کړو، بل هیڅوک به یې هم موږ ته جوړ نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه طالبان چې په خپلو تېرو کارونو پښېمان وي، جنګ یې بس کړی، سوله ییز ژوند یې پیل کړی وي او د هیواد په بیارغونه کې رول لوبوي هغوی د بخښنې وړ دي.‌ افغان حکومت باید هغوی وستایي او هغوی ته معیشت برابر کړي، خو هغه چې اوس هم په داسې حال کې چې امریکایان له افغانستان څخه وځي خو هغوی د حکومت پر ضد جنګ کوي، د بخښنې وړ نه دي.‌ د هغوی په مقابل کې باید قاطع چلند وشي.‌

ځواب ورکړئ

که داسې پروژې په نورو ولایتونو کې هم پلې شي، دا به د سولې په راوستلو او د خلکو د اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې هغوی باید هغو طالبانو ته چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، کاري فرصتونه برابر کړي، که نه، هغوی به بیا وسلې راواخلي او د حکومت پر ضد به جنګ پیل کړي. په هېواد کې د نا امنۍ او وسله والې غلا له اسبابو څخه یو د ځوانانو لپاره د کار نشتوالی او بې کاري ده. د افغانستان دښمنان د هېواد د ځوانانو له قوت څخه ناوړه ګټه اخلي او هغوی د ترهګرو په ګروپونو کې استخداموي او د دغو ناراضو ځوانانو په وسیله خپل هدفونه ترسره کوي. که د هېواد ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او د خلکو اقتصاد بهتر شوی وای، هغوی به هېڅکله هم وسلې نه وای را اخیستې او خپل هیواد به یې نه وای ویجاړ کړی. نړۍ واله ټولنه کولی شي چې د افغانستان جګړه وپېري. یعنې هغوی باید پیسې ولګوي چې د خلکو اقتصاد ښه شي او کاري فرصتونه رامنځته کړي. په دې توګه به په هېواد کې جنګ پای ته ورسیږي. متحده ایالاتو او نړۍ والې ټولنې په جنګ او ترهګرۍ باندې په میلیاردونو ډالر ولګول، خو ونه توانېدل چې جنګ وګټي. که هغوی افغانستان ته د زرونو عسکرو د راوستلو او په افغانستان کې د خپلو ډېرو ځواکونو د لګولو پرځای،‌ خپلې ۳۰٪ پیسې هم په بېخبنایي پروژو او د خلکو د اقتصاد او پرمختګ په پروګرامونو باندې لګولې وای،‌ اوس به په دې هېواد کې فقر او ناامني نه وای. اوس هم ناوخته نه دی. نړۍ واله ټولنه او متحده ایالات باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان یوازې پرې نه ږدي. که نه، په دې هېواد کې به یوه خطرناکه فاجعه رامنځته شي چې حلول به یې ډېر سخت وي.

ځواب ورکړئ