امنیت

افغان دیني عالمانو د طالبانو «غیر مشروع» جګړه وغندله

د رازق کندهاري راپور

د زابل دیني عالمان د غبرګولي په ۴مه په کلات کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سولې ته مخه کړي او جګړه پای ته ورسوي. [رازق کندهاری]

د زابل دیني عالمان د غبرګولي په ۴مه په کلات کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سولې ته مخه کړي او جګړه پای ته ورسوي. [رازق کندهاری]

کندهار -- د افغانستان په جنوب لوېدیځه حوزه کې دیني عالمان وایي، د طالبانو جنګ د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ضد دی، او په طالبانو باندې غږ کوي چې د مسلمانانو وژل ودروي.‌

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د قاري صبغت الله نوراني په نامه یوه دیني عالم چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، «په افغانستان کې جنګ د اسلام له نظره او له بل هر اړخ څخه غیرمشروع دی.»

هغه وویل، «طالبان د دې لپاره جنګ کوي چې د نورو هېوادونو ګټې خوندي کړي او قدرت ترلاسه کړي. غوږ ونیسئ، هغوی له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړ خو د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي. آیا دا منطق د منلو وړ دی؟»

نوراني وویل، «طالبان په هلمند کې د ځینې بهرنیو استخباراتي شبکو، په ځانګړې توګه د ایران د ګټو لپاره جنګ ته دوام ورکوي.»

هغه وویل، «زه په طالبانو باندې بیا غږ کوم چې د خدای لپاره په افغانانو باندې ظلم ودروئ. هغوی باید زموږ د خویندو او ورونو وژل ودروي. دا ملت له هغوی څخه ستړی دی او نشي کولی چې نور دا وضعیت وزغمي.»

په زابل ولایت کې یوه دیني عالم مولوي محمد اصغر افغان روان جنګ د افغانانو لپاره یو «مصیبت» وباله.

هغه وویل، «زه په الله قسم کوم چې طالبان د دین او شریعت لپاره جنګ نه کوي. هغوی د دې لپاره جنګ کوي چې زموږ په هېواد کې د ایران د ترهګر او ظالم حکومت موخې ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «زه په هغو طالبانو باندې چې په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي غږ کوم چې د دغو مظلومو او محرومو افغانانو وژل ودروي. ستاسو جنګ غیر مشروع دی.»

د ملکي خلکو په تلفاتو کې ډېرښت

محلي اوسېدونکي وایي، وروسته له هغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو اورپکو ته په مخامخ جګړه کې ماتې ورکړه، طالبانو د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د ملکي خلکو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د زابل ولایت د مرکز کلات یوه اوسېدونکي سردارمحمد غرني چې ۷۳ کاله عمر لري، وویل، «طالبان چې جنایتکاران او لوټماران دي د ټولو بدبختیو او شرموونکیو اعمالو مسؤل دي.»

هغه وویل، «هر کله چې ملکي خلک وژل کیږي طالبان په کې مستقیم یا غیرمستقیم لاس لري. طالبان د وسلو په زور د خلکو په کورونو کې پټېږي، او بیا له هغو کورونو او کلیو څخه زموږ په زړورو امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.

غرني وویل، په روژه کې د غوایي په ۲۱مه یو موټر چې له ملکي خلکو څخه ډک وو د طالبانو له خوا خښ شوي یوه د سړک د غاړې ماین وواهه.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې په پېښه کې د ښځو، ماشومانو او سړیو په ګډون ۹ ملکي کسان شهیدان او پنځه نور ټپیان شول. له دې نه بل غټ جرم به څه وي؟ د طالبانو ټول جنګ د اسلام او انسانیت پر ضد له دښمنۍ څخه ډک دی، او هېڅ افغان به یې هېڅکله هم هېر نه کړي.»

په اروزګان ولایت کې یوه قومي مشر عبدالصمد اخوندزاده هم په طالبانو باندې د ملکي خلکو د وژنې پړه واچوله.‌

هغه وویل، د تېر یوه کال په اوږدو کې د اروزګان ولایت په ده راود،‌ چوره، چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو او ترین کوټ کې له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د اروزګان خلکو په تېرو پنځو کالونو کې په سختیو کې او تر ظلمونو لاندې ژوند تېر کړی دی. طالبانو په خاص اروزګان او چارچینو ولسوالیو او په ترین کوټ ښار کې ملکي خلک په زور سره له خپلو کورونو څخه را اېستلي او د هغوی له کورونو څخه یې سنګرونه جوړ کړي چې بیا یې ترې په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کړي دي.»

اخوندزاده وویل، «په دې سیمو کې ډېر کلي او باغونه ویجاړ شوي ځکه چې طالبانو د خپلو مرکزونو په توګه ترې کار اخیستی دی. له ۱۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.»

هغه په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې غږ وکړ چې په طالبانو باندې پوځي فشار زیات کړي.

د کندهار ښار د ۲مې امنیتي حوزې اوسېدونکي محمد رحیم چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، «طالبان یواځې بې ګناه او غریب ملکي خلک په نښه کوي ځکه چې هغوی [طالبان] له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جنګ کې مات شوي دي.»

هغه وویل، «زه خپلو طالبانو ورونو ته وایم چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک چې دلته وژل شوي دي ټول افغانان دي. هغوی باید د افغانانو وژل ودروي. دا به له هغوی سره مرسته وکړي چې په خپل هېواد کې نېکمرغي او پرمختګ وویني.»

رحیم وویل، «زه هیله لرم چې هغوی د سولې پروسې سره یوځای شي.»

د طالبانو د بمي بریدونو قربانیانو د ترحم غوښتنه وکړه

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ ۱۱ کلن اوسېدونکي ناصر هغه وخت خپله یوه پښه له لاسه ورکړه چې هغه موټر چې ده په کې سفر کاوه د سړک د غاړې په هغه بم باندې ورغی چې طالبانو خښ کړی وو.

هغه د چنګاښ په ۴مه وویل، «درې میاشتې مخکې، هغه وخت چې زه په میوند ولسوالۍ کې په خاخان کلي کې د خپل تره کور ته روان وم د هغه کور سره نږدې په ما باندې د ماین چاودنه وشوه.»

دغه د څلورم ټولګي زده کوونکي وویل، «ما خپله یوه پښه له لاسه ورکړه او د بدن نورې برخې مې ټپي شوې. اوس د کندهار ښار په میرویس روغتون کې زما تداوي روانه ده.»

په زړه پورې دا ده چې ناصر لا هم راتلونکي ته هیله من دی.‌

هغه وویل، «زه په ژوند کې نهیلی نه یم، ځکه زه هیله لرم چې زه به ژر بیا روغ شم، خو زه له طالبانو او نورو ډلو څخه غواړم چې زما په څېر ملکي خلک په نښه نه کړي. هغوی باید زموږ د راتلونکي لپاره په موږ باندې رحم وکړي. هغوی باید پرېږدي چې موږ تعلیم وکړو څو موږ وکولی شو چې د خپل هېواد راتلونکی جوړ کړو.»

د اروزګان یو اوسېدونکی امین الله چې ۱۳ کاله عمر لري هم په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې ده.‌

هغه وویل، «ما د ترین کوټ په کلاچه سیمه کې په یوه پارک کې له خپلو ملګرو سره لوبې کولې چې یو ماین وچاودېد. زما په ګډون درې ماشومان ټپیان شول. نور ماشومان بېرته جوړ شوي دي، خو زه معلول شوم. ما خپل یو لاس له لاسه ورکړ.»

هغه وویل، «زه به دا پېښه هېڅکله هېره نه کړم.»

امین الله طالبانو ته په خطاب کې وویل، «هیله کوم په موږ باندې رحم وکړئ. موږ مه یتیمانوئ. موږ مه وژنئ ځکه چې موږ هېڅ غلط کار نه دی کړی. موږ بې ګناه یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلا ایران د امریکا دښمن دی. د افغانستان دښمن پاکستان دی. البته ایران هم د افغانستان دښمن دی خو څومره ضرر چې له پاکستان نه ور رسېدلی دی د هغه نیمایي هم له ایران نه، نه دی ور رسېدلی. که چېرې امریکا له افغانستان نه داسې ملاتړ غواړي چې له ایران سره پرې دښمني وکړي بیا په کار دی چې د افغانستان د اصلي دښمن په پرځولو کې هم له افغانستان سره د وسلو او پیسو مرسته وکړي. افغانستان هسې هم د ګاونډیانو له لاسه وران ویجاړ او خلک یې در په در او خاورې په سر دي، له دې نه نور نه ورانیږي لاکن مونږ په خپل ژوند د تهران، لاهور او اسلام اباد ورانېدل وګورو.

ځواب ورکړئ

د افغانستان علماوو اکثراً خپل دین ادا کړی او د افغانستان جنګ د پای ته رسولو په هکله یې خپل دریز اعلان کړی. خو له بده مرغه حکومت نه ده توانیدلی چې د دیني عالمانو امنیت خوندي کړي. په تیر یو کال کې موږ په لس ګونو جید عالمان د لاسه ورکړل و د سولې او هیواد دښمنانو لخوا په شهادت ورسیدل. د اکثرو دغه شهید شوی عالمانو دسیسې په پاکستان که طرح شوی وې. حکومت باید دې عالمانو امنیت ونیسي و د سولې په راوستلو کې د عالمانو نظر واوري او دوی نه مشوره وغواړي ځکه عالمان د یوې ټولنې ځلانده ستوري دي او دوی خلکو ته در ژوند اصلی لار ور ښیي.

ځواب ورکړئ

ان یو ۷ کلن افغان ماشوم پوهیږي چې د افغانستان جنګ مشروعیت نه لري او دا چې دا جنګ د افغانانو د وژلو لپاره پیل شوی دی. د افغانستان بې چاره دیني عالمانو سلګونه ځلې بیانونه ورکړل او د افغانستان جنګ یې ناروا وباله، خو د دغو دیني عالمانو اعلامیو د جنګ د پای ته رسولو لپاره هېڅ اغېز ونه کړ، په داسې حال کې چې د افغانستان جنګ له یوې ورځې څخه بلې ته پسې زیاتیږي. اساسي حل لاره دا ده چې په پاکستان باندې باید فشار راوړل شي څو د پاکستان دیني مدرسې بندې کړي او د پاکستان دیني عالمان د افغانستان جګړه غیرمشروع اعلام کړي. په پاکستان کې هره ورځ هغوی د کابل د حکومت پر ضد جنګ مشروع بولي او د حکومت پر ضد جهاد اعلاموي. د افغانستان جنګ به تر هغه وخته پورې پای ته ونه رسیږي څو چې نړۍ واله ټولنه په پاکستان باندې اقتصادي بندیزونه ونه لګوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټولې بدمرغۍ د دغو دیني عالمانو له وجې دي. که افغانستان په ریښتیا سره واقعي دیني عالمان لرلی، اوس به زمونږ حال داسې خراب نه وای ځکه چې افغانستان بې تعلیمه خلکو وران نه کړ، بلکې باسوادو خلکو او دیني عالمانو ویجاړ کړ. آیا استاد سیاف یو دیني عالم نه دی؟ آیا برهان الدین رباني د شرعیاتو پروفیسر نه وو؟ د شوروي د اشغال پر وخت، هغوی د هغه وخت د رژیم پر ضد جهاد اعلان کړی وو او پر ضد یې جنګ کاوه. هغوی د هغه وخت د حکومت عسکر کافران ګڼل او د هغوی وژل یې روا بلل، خو کله چې هغوی رژیم نسکور کړ او قدرت یې ترلاسه کړ، هغوی د کمونست رژیم په نسبت ډېر ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل.‌ او کله چې متحده ایالاتو افغانستان اشغال کړ او طالبان یې له واکه لیرې کړل، همدغه دیني عالمان د امریکایانو تر څنګ ودرېدل او د هغو کسانو پر ضد یې جهاد اعلان کړ چې د امریکایانو پر ضد یې جنګ کاوه. دغه عالمان دین د خلکو لپاره په صحیح شکل سره نه تفسیروي. هغوی دین د خپلو هیلو او ګټو په اساس تفسیروي. هغه دیني عالمان چې له حکومت نه تنخا اخلي هغوی حکومت مشروع بولي او هغه کسان ردوي چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، خو هغه دیني عالمان چې د طالبانو په لیکو کې دي هغوی د حکومت پر ضد جهاد اعلانوي او حکومت د امریکا یوه مستعمره او ګوډاګی بولي. له خلکو نه لاره ورکه ده چې آیا هغوی د پروفیسر عبدالرب رسول سیاف خبره ومني که د ملا هبت الله خبره ومني. آیا خلک د اشرف غني د حکومت فساد تحمل کړي که د طالبانو له خوا وژل؟ د افغانستان خلکو واقعاً خپله لاره ورکه کړې ده چې کوم لوري ته ودریږي؟ که هغوی د کابل حکومت حمایه کوي، په هغه کې فساد دی، او که طالبان حمایه کوي، هغوی بې ګناه خلک وژني. د افغانستان خلک باید یوه درېیمه لاره انتخاب کړي. یو نوی حکوم

ځواب ورکړئ