امنیت

د هرات ملکي خلکو چې د طالبانو په بریدونو کې معلول شوي دي د ژر سزا ورکولو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

په هرات ولایت کې افغان چارواکو وویل، د تېرو ۱۰ میاشتو په ترڅ کې د هغو ملکي خلکو شمېر چې د سرک د غاړې چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو معیوب کړي دي، ۳۰٪ زیات شوی دی.‌ [عمر]

هرات -- روان بریدونه، د ځمکنیو ماینونو چاودنې او ځانمرګي بمي بریدونه چې د طالبانو له خوا ترسره کیږي، په پراخ ډول د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي خلک متاثر کوي.‌

د هرات د شهیدانو او معیوبینو د ریاست په وینا، په روان کال کې تر اوسه پورې د تېر کال د عین دورې په نسبت په ځمکنیو ماینونو او ترهګریزو بریدونو کې د معیوب شویو ملکي خلکو شمېر ۳۰٪ زیات شوی دی.

د یادې ادارې رییس عزیز احمد پوپل وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له ۱۵۰ تنو څخه ډېر ملکي خلک د ځمکنیو ماینونو په وسیله معیوب شوي دي. ۳۷۰ تنه نور په جنګونو او بمي بریدونو کې وژل شوي دي.‌

پوپل وویل، «په هرات کې د جګړې له امله د معیوب شویو کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدلو دی. مونږ هره ورځ د شهیدانو او معیوبینو ریاست کې د هغو کسانو نومونه ثبتوو چې معیوب شوي دي څو هغوی د حکومت له خوا کېدونکې مرستې او خدمتونه ترلاسه کړي

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۲۹مه په هرات ښار کې اخیستل شوی، سید احمد چې ۲۵ کاله عمر لري او خپله یوه پښه یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د سرک تر څنګ د ښخ شوي بم په چاودنه کې له لاسه ورکړه، لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۲۹مه په هرات ښار کې اخیستل شوی، سید احمد چې ۲۵ کاله عمر لري او خپله یوه پښه یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د سرک تر څنګ د ښخ شوي بم په چاودنه کې له لاسه ورکړه، لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه د هرات د شهیدانو او معیوبینو ریاست کې اخیستل شوی، د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې معیوب شوي درې کسان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د حکومت له خوا هغوی ته د معیوبیت له امله د میاشتنۍ اجورې د ورکولو پر وخت انتظار کوي. [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۳مه د هرات د شهیدانو او معیوبینو ریاست کې اخیستل شوی، د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې معیوب شوي درې کسان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د حکومت له خوا هغوی ته د معیوبیت له امله د میاشتنۍ اجورې د ورکولو پر وخت انتظار کوي. [عمر]

هغه وویل، په هغو کسانو کې چې د سرک د غاړې بمونو معیوب کړي دي ماشومان، ښځې او زاړه کسان شامل دي.

د یاد مرکز رییس ډاکتر محمد عارف جلالي وویل، د هرات سیمه ییز روغتون ته هره میاشت د ۲۰ او ۲۵ تر منځ ملکي کسان راوړل کیږي.

هغه زیاته کړه، دا ناروغان «د هرات ښار، ولسوالیو او ځینې نښتو ولایتونو څخه د تداوۍ لپاره راځي.»

جلالي وویل، «د هغو کسانو چې د ماینونو په چاودنو کې ټپي شوي دي له ۲۰٪ څخه ډېرو ... د خپلو بدنونو یو یا له یوه څخه ډېر غړي له لاسه ورکړي دي.»

د قربانیانو لپاره عدالت

د جګړې یوه ټپي جمعه ګل چې خپله یوه پښه یې په هرات کې د طالبانو په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړې ده، وویل،«هغه کسان چې د حکومت پر ضد ودریږي هغوی یاغیان دي او باید سزا ورکړل شي.‌ له هغوی څخه باید دا پوښتنه وشي چې ولې هغوی بې ګناه خلکو ته بمونه ږدي او وژني یې. هغو کسانو ته چې دغه ډول جنایتونه ترسره کوي باید سزا ورکړل شي

هغه زیاته کړه، «معیوبیت نه یوازې قرباني ته سخت درد ورکوي بلکې د هغه یا هغې کورنۍ ته هم درد رسوي.‌ کورنۍ یو ماشوم په ډېره خوارۍ او زحمت را لوی کړي، خو بیا ځینې بد ذاتي راپورته شي او د سرک پر غاړه بم کیږدي چې هغه ووژني یا یې ټپي کړي.»

هغه وویل، کله چې طالبان یو څوک وژني یا یې معیوبوي، هغوی د ژوند کولو حق له لاسه ورکوي او باید سزا وویني.

احمد حبیبي چې هغه هم په جګړه کې ټپي شوی وو، وویل، «معیوبیت زمونږ لپاره د درد یوه لویه منبع ده،‌ او مونږ د هغه په هکله هېڅ هم نشو کولی. معیوبیت مونږ دې ته مجبور کړي یو چې په نورو باندې تکیه وکړو.»

هغه زیاته کړه، «زه په حکومت او عدلي اورګانونو باندې غږ کوم چې هغه کسان چې د سرک د غاړې ماینونه ښخوي، خوشې نه کړي... هغوی ته باید د هغوی د جرمونو له امله سخته سزا ورکړل شي،‌ چې د نورو لپاره هم د عبرت درس وګرځي.»

په هرات کې یوه بل معیوب شخص بصیراحمد محمدي وویل، «زه له هغه وخت راهیسې چې درې کاله مخکې مې په یوه چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه، له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی یم.»

هغه زیاته کړه، «زما کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده ځکه چې زه د خپلې کورنۍ ډوډۍ ګټونکی وم، او زه نشم کولی چې نور کار وکړم.‌ زه مجبور یم چې حکومت ته صبر وکړم چې له ما سره مرسته وکړي.»

محمدي وویل، «هغه کسان چې د سرک د غاړې ماینونه کري هغوی باید ونیول شي او تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي. هغوی رحم نه لري. په سرکونو کې د ماینونو په کرلو سره، هغوی د بې ګناه خلکو ژوند په خطر کې اچوي.»

جنګي جنایتونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي) وایي، طالبان په ملکي خلکو باندې بریدونه کوي چې په نتیجه کې یې ملکي خلک معیوبیږي اودا جنګي جنایتونه دي.

په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي) اجرائیه رییس عبدالقادر رحیمي وویل،‌ هر جنګ د نښتې لپاره خپل اصول لري او په جګړه کې ښکېل لوري باید د هغو اصولو درناوی وکړي.

هغه وویل، «د جګړې هېڅ لوری دا حق نه لري چې د وسله والو نښتو په ترڅ کې ملکي خلک ژوبل کړي. وسله وال مخالفین [طالبان] له اکثرو بشري حقونو او د جګړې اصولو څخه سرغړونه کوي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې د جګړې یو لوری د ملکي خلکو د ژوند پروا نه کوي او له هغوی څخه د وسله والو نښتو په ترڅ‌ کې د انساني سپر په توګه کار اخلي یا یې مستقیماً په نښه کوی، هغه له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.»

هغه وویل، کله چې پلټونکي د جنګي جنایتونو پلټنه کوي، هغوی په قصدي توګه د ملکي خلکو د په نښه کولو ټولې پېښې شاملوي.

رحیمي وویل، «د وسله والې شخړې لوري، په ځانګړې توګه د حکومت مخالفې وسله والې ډلې، باید د جګړې یا جنګونو په ترڅ کې د ملکي خلکو ژوند او حقونو ته درناوی وکړي.‌ هغوی باید خپل بریدونه په داسې طریقې سره پلان کړي چې ملکي خلک ژوبل نه کړي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي نوراحمد حیدري وویل، د طالبانو له خوا د ملکي خلکو په نښه کول د نه منلو وړ دي او دغه ډله په ښکاره د ماشومانو، ښځو او سړیو له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.‌

هغه زیاته کړه، «دا جرم دی چې د ماشومانو او ښځو په شمول بې ګناه ملکي خلک په ترورستي بریدونو کې وژل کیږي یا ټپي کیږي. طالبان باید ملکي خلکو ته تلفات ور وانه ړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې اوازې دي چې د چین جمهوریت هغو خلکو ته چې په کورونا ناروغۍ یا کووېډ - ۱۹ ککړ دي، طبي وسیلې لېږلي دي.

ځواب ورکړئ

مرګ په طالبانو او د هغوی په بادارانو.

ځواب ورکړئ

د دې بدبختۍ اصلي عامل امریکا ده. امریکا باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وځي. څو چې امریکا په دې هېواد کې وي، د دې هېواد خلک به قرباني کیږي. طالبان د امریکا له خوا حمایه کیږي.

ځواب ورکړئ