زغم

افغانې هنرمندې د معیوبیت او توپیري چلند په وړاندې بریا ترلاسه کړه او هنري مرکز یې پرانست

ای اېف پي او سلام ټایمز

۱۹ کلنه افغانه هنرمنده ربابه محمدي په داسې یوه هېواد کې د توپیري چلند پر ضد مبارزه کوي چې د ښځو لپاره د موفقیت شرایط په کې ډېر سخت دي. که څه هم چې هغه په مورزادي توګه نشي کولی چې له خپلو لاسونو څخه استفاده وکړي یا په خپلو پښو وګرځي، هغې په خوله کې د بورس په نیولو سره ځان داسې یوه مقام ته ورساوه چې کولی شي رنګ کاري وکړي او حساس او رنګین انځورونه جوړ کړي. [نورالله شېرزاده، نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- افغانې هنرمندې ربابه محمدي چې نشي کولی له خپلو لاسونو، مټو یا پښو څخه استفاده وکړي په داسې یوه هېواد کې چې هره ورځ په کې د ښځو او معیوبو خلکو پروړاندې توپیري چلند کیږي، ناشوني کارونه ځان ته شوني کړل.

هغې چې په ښوونځي کې یې له شمولیت څخه انکار شوی وو، له ماشومتوب څخه دا زده کړل چې په خوله کې بورس ونیسي، د غاښونو تر منځ یې ټینګ کړي او په دې توګه وکولی شي چې حساس او رنګین انځورونه جوړ کړي.

نن، د دغې ۱۹ کلنې نجلۍ کارونه په نړۍ واله سطحه نندارې ته وړاندې کیږي او پلورل کیږي، او هغه دومره بریالۍ ده چې داسې یو مرکز یې پرانستی چې له نورو معیوبو هنرمندانو سره په روزنه کې مرسته کوي.

محمدي وویل، «زما ډېرې رنګ کارۍ د افغانو ښځو، د ښځو د صلاحیتونو، د ښځو د ښکلا، د رنګکاریو د ښکلا، مینې او هغو ننګونو په هکله وي چې ښځې ورسره مخامخ کیږي.»

image

په دې عکس کې، ۱۹ کلنه افغانه هنرمنده ربابه محمدي چې نشي کولی خپل لاسونه، مټې او پښې وکاروي، د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې په خپله سټوډیو کې رنګ کاري کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

image

۱۹ کلنه افغانه هنرمنده ربابه محمدي د لیندۍ په ۱۴مه له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې په کابل کې په خپله سټوډیو کې د خپلو رنګ کاریو تر څنګ ناسته ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په کابل کې د هغې مرکز ته چې تېر کال یې پرانستی دی، شاوخوا ۵۰ زده کونکي راځي.‌ هغه د خپلو رنګکاریو د خرڅولو له لارې ځان تمویلوي.

د نورو لپاره یو الهام

د ۱۳۹۴ د یوې ملي سروې پر بنسټ، د افغانستان تقریبا ۳۵ میلیونو وګړو له ډلې څخه شاوخوا ۱.۵ میلیون وګړي په یو نه یو ډول معیوب دي، چې په لسګونو زره افغانان په کې د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معیوب شوي دي.‌

که څه هم چې دغه اقلیت د وګړو د شمېر په حساب دومره لوی دی خو بیا هم افغاني ټولنه دغه معیوبین په ښو نومونو نه یادوي.

محمدي له دایمي فزیکي معیوبیت سره پیدا شوې وه یعنې هغه نشي کولی چې له خپلو لاسو او پښو څخه کار واخلي او اوس د ارتروزیس په نامه د مفصلونو د درد په سخته ناروغۍ اخته ده.‌

محمدي وویل، «زما د معیوبیت له امله، زه هېڅکله هم ونه توانېدم چې ښوونځي ته حتی لاړه شم،» او زیاته یې کړه چې هغې به په حسادت سره لیدل چې د هغې خویندې او ورونه به تلل او زده کړې به یې کولې.

خو د خپلې کورنۍ په مرسته هغې له ځان سره لیک او لوست زده کړل او اوس کولی شي چې په خپل ګرځنده تلفون کې د ژبې په وسیله په ټایپ کولو سره ټولنیزې رسنۍ د نورو ځوانانو په څیر په ښه توګه وکاروي.

د هغې ۲۴ کلن ورور علي محمدي چې هیله لري د هغو معیوبو افغانانو لپاره چې نشي کولی ښوونځي ته لاړ شي، د سواد زده کړې یو کورس جوړ کړي، وویل،‌ «موږ په ربابه باندې ډېر ویاړو؛ هغه د نورو معیوبو خلکو لپاره یو الهام دی.»

دوه ځلي تعصب

د افغانستان په ډېره محافظه کاره ټولنه کې، اکثر وختونه معیوبې ښځې مجبوریږي چې پټې پاتې شي، او دا کار حتی په نسبي توګه پرمختللي کابل کې هم کیږي.‌

محمدي وویل، «ما له کور څخه په وتلو کې د نه وړتیا له امله د ستړیا او خفګان احساس کاوه.»

«زه په ریښتیا سره خفه وم. کله به چې زموږ خپلوان موږ کره راتلل، هغوی به په خپلو کې سره پسپسک کاوه چې زما مور او پلار څه ګناه کړې ده چې هغوی یوه معیوبه نجلۍ زېږولې ده.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشې یعقوبي وویل، دغه ډول چلند له دوه ګوني تعصب «ښځه توب او معیوبیت» څخه سرچینه اخلي.

یعقوبي وویل، «دا ټول د توپیري چلند نتایج دي چې په اصطلاح د «دویم جنس» په توګه د ښځو په وړاندې د منفي سلوک او د معیوبیت له امله کیږي، او د تنوع پرځای شرم او داغ بلل کیږي.»

په سختیو باندې غلبه کول

د محمدي لپاره هنر داسې څه وو چې په وسیله یې هغې خفګان له منځه ووړ.

هغې لومړی خپله رسامي داسې پیل کړه چې پنسل به یې په ازادانه توګه په خوله کې نیوه خو وروسته پوه شوه چې که هغه پنسل په خپلو غاښونو کې ټینګ کړي کولی شي چې په خپلو طرحو کې جزیاتو ته وده ورکړي.

هغې د یوې ژوندۍ صحنې د رنګولو پرمهال چې یوه ونه یي انځوروله روښانه کړه چې، «ډېره سخته وه، او ما ډېر ځلې ژړلي دي.»

هغې زیاته کړه، «دا سخته وه چې رنګکاریو ته رڼا او سیوری ورکړم؛ بیا مې پلار تشویق کړم.»

د محمدي د رنګکارۍ په مرکز کې یوه ۲۲ کلن معیوب زده کوونکي نوراحمد عزیزي وویل، هغه نشوای کولی چې د خپل معیوبیت له امله ښوونځی ولولي.

هغه وویل، «زما رنګکاري خوښیږي. زه به خوښ شم چې رنګکاري په مسلکي ډول زده کړم، او همدارنګه زه د ربابې په څېر مشهور شم.»

له معیوبینو سره د مرستې په برخه کې د حکومت هڅې

افغان حکومت هڅه کوي چې له معیوبو اتباعو، په ځانګړې توګه هغو سره چې اوږدې جګړې معیوب کړي دي، مرسته وکړي.

د شهیدانو او معیوبینو د وزارت ویاند ضیاءالحق فضلي وویل، له دغه وزارت سره له ۳۲۰ زرو څخه ډېر معیوبین او د وژل شویو کسانو خپلوان ثبت دي.

هغه وویل، وزارت ثبت شویو خلکو ته وظیفط او تعليمی فرصتونه برابروي.

همدارنګه، د هغو افغانانو یو ګروپ چې تېر کال د هرات د صحي علومو انسټیټیوټ د مصنوعي غړو ډیپارټمنټ څخه فارغ شول خپلو هغو هېوادوالو ته چې په جنګ کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي، بې جوړې خدمتونه برابروي.

دغو ځوانو سړیو او ښځو دا زده کړي چې څنګه مصنوعي لاسونه او پښې جوړ او نصب کړي څو معیوب خلک وکولی شي ژوند ته یوه تازه هیله پیدا کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره
* ضروري برخې ښيي د تبصرو تګلاره 1500 توري پاتې دي (تر 1500 پورې)

د معلولانو د روغتیا، تعلیم، لاسرسي، معیشت او تکثري حقونو او هغو ننګونو یا چلینجونو په هکله چې هغوی ورسره مخامخ دي باید تل خبرتیایي پروګرامونه روان اوسي. په دې هکله باید پروګرامونه وي چې څنګه داسې ستراتیژۍ جوړې کړای شي چې هغه ښځې چې معلولیتونه لري روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري او په باوقاره توګه او په درنښت سره د هغوی د حقونو غوښتنه وکړي. خوږه، معصومه او تر ټولو ښکلې ربابه د الهام او مینې یوه سرچینه ده.‌

ځواب ورکړئ

قربان، څومره خوږه او ښکلې ده، په ګوته یې برکت شه. بله خبره د زورولو ده، تاسو باید ټوله افغاني ټولنه خلکو ته داسې معرفي نه کړئ چې ظالمه ده، هېڅ ملت له یوې مخې ظالم او جابر نه وي، په هر ملت کې هر ډول خلک وي. په هر حال، ډیره مننه چې په دې ګلالۍ باندې مو داسې ښکلی راپور لیکلی دی.

ځواب ورکړئ