امنیت

د هرات ځوانانو د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د وژنې پای ته د رسولو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

په عکس کې، د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر ځوان اوسېدونکي د تلې په ۲۵مه په هرات ښار کې د دې لپاره په لاریون وتلي چې د بې ګناه سړیو، ښځو او ماشومانو پر ضد د طالبانو تاوتریخوالی وغندي. برخه والو په اورپکو باندې غږ وکړ چې تاوتریخوالی بند کړي او په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت له ۱۰۰ څځه ډېرو ځوانانو چې د بې ګناه ملکي خلکو پر ضد د طالبانو دوامدارو بریدونو په غوسه کړي دي، د دې لپاره خپل ډله ییز غږ پورته کړ چې له اورپکو څخه وغواړي څو تاوتریخوالی او وژنې ودروي.‌

د جګړې په نتیجه کې د معیوب شویو کسانو په شمول ځوان سړي او ښځې د تلې په ۲۵مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټول شوي وو چې د طالبانو ځانمرګي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژنې وغندي.

هغوی ۲ کیلومتره لاره په داسې حال کې په پښو ووهله چې د جګړې ضد شعارونه یې ورکول او د سولې غوښتنه یې کوله.

په هرات کې د رضاکارانو د ملي شبکې رییس فردوس عاصي وویل، «مونږ ځوانانو خپل غږ د دې لپاره پورته کړ چې د جګړې لوریو، په ځانګړې توګه طالبانو ته وښیو چې افغانان له جګړې څخه ستړي شوي او سوله غواړي.»

په عکس کې، د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر ځوان اوسېدونکي د تلې په ۲۵مه په هرات ښار کې د دې لپاره په لاریون وتلي چې په طالب اورپکو باندې غږ وکړي څو تاوتریخوالی او وژنه ودروي. برخه والو ۲ کیلومتره لاره په پښو ووهله او د جګړې ضد شعارونه یې ورکول او د سولې غوښتنه یې کوله. [عمر]

په عکس کې، د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر ځوان اوسېدونکي د تلې په ۲۵مه په هرات ښار کې د دې لپاره په لاریون وتلي چې په طالب اورپکو باندې غږ وکړي څو تاوتریخوالی او وژنه ودروي. برخه والو ۲ کیلومتره لاره په پښو ووهله او د جګړې ضد شعارونه یې ورکول او د سولې غوښتنه یې کوله. [عمر]

هغه وویل، "مونږ په جګړه کې د ملکي خلکو تلفات غندو ځکه مونږ لیدلي چې اکثر قربانیان ملکي خلک دي. "په ترهګریزو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ملکي خلکو وژنو مونږ اندېښمن کړي یو او دا باید ودرېږي."

عاصي وویل، افغانان به د بې ګناه خلکو وژنه تحمل نه کړي، او هغوی غواړي چې طالبان د هغوی غوښتنې واوري.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې ثریا شجاعي وویل، "زمونږ اکثر کسان چې په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه د جګړې قربانیان دي، او زه یوه له هغوی څخه یم... ما د خپلې کورنۍ دوه غړي په جنګ کې له لاسه ورکړي دي."

هغې وویل، "مونږ د شخړې له لوریو څخه غواړو چې یو له بل سره د خبرو اترو چینلونه پرانیزي او خبرې اترې وکړي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل ته ورسېږي."

په هرات ولایت کې مقاماتو وار د مخه ویلي چې طالبانو ته د سولې دروازې پرانستې دي.

د هرات د والي مرستیال غلام داود هاشمي وویل، "مونږ داسې بین الافغاني سوله غواړو چې د افغانانو د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي کړي: داسې سوله چې د اساسي قانون او د ښځو د حقونو درناوی وکړي."

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمر تواب مبارز وویل، ځوان افغانان په تېرو ۱۸ کالونو کې په هېواد کې د جګړې او ترهګرۍ اصلي قربانیان دي چې په زرګونو کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه وویل، "د هرات ځوانو اوسېدونکو نن خپل غږ پورته کړ او یاغیانو ته یې وویل چې هغوی نه غواړي چې نور قرباني شي او دا جګړه باید ودریږي."

افغان ځواکونو د طالبانو سیمې ونیولې

طالبان او متحده ایالات د داسې یوې هوکړې کولو ته نژدې شوي وو چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې بین الافغاني مذکراتو ته یې لاره هواروله، خو طالبانو د ملکي خلکو پر ضد خپل بریدونه زیات کړل او هڅه یې وکړه چې له وژنو څخه د چنو وهلو د وسیلې په توګه کار واخلي.‌

په وروستیو اونیو کې، ګډو افغان او ایتلافي ځواکونو د طالبانو د خوندي پټنځایونو پر ضد عملیات زیات کړي چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو یو شمېر ولسوالۍ چې له څو کالونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، نیولي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، امنیتي ځواکونو په تېرو دوه میاشتو کې طالبانو ته ډېر تلفات وراړولي او هغوی یې له ډېرو سیمو څخه اېستلي دي.

هغه وویل، "زه په هغو طالبانو باندې چې ځانونه د دې هېواد بچیان بولي غږ کوم چې سوله وکړي او مونږ تیار یو چې هغوی ته خپلې غېږې پرانیزو."

هغه زیاته کړه، "خو زه هغو ترهګرو ته چې اوس هم د جګړې او د افغانستان د ورانولو په هکله فکر کوي، خبرداری ورکوم، چې زمونږ امنیتي ځواکونه او زمونږ نړۍ وال شریکان دې ته چمتو دي چې هغوی له منځه وېسي."

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، افغانانو او د افغانستان نړۍ والو متحدانو د سولې د مذاکراتو له فسخه کېدلو او د تاوتریخوالي له دوام څخه وروسته طالبان څنډې ته کړي دي.

هغه وویل، اوس یوازنی موفق انتخاب چې دغه ډله یې په مخکې لري دا دی چې د سولې خبرو سره یوځای شي.

هغه وویل، "طالبانو له متحده ایالاتو سره د خبرو پر وخت خپل ځانونه غښتلی ګڼل، او هغوی د بېلابېلو مسایلو په هکله خپل نظرونه څرګندول، خو وروسته له هغه چې د سولې خبرې لغوه شوې، طالبانو هر چېرې خپل ځانونه یوازې وموندل."

عمید وویل، "طالبان په دې ښه پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې نور په افغانستان واکمني وکړي، خو هغوی د خپلو بهرنیو مرستندویانو په حکم د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي."

هغه وویل، "طالبان د جګړې له دوام څخه ګټه پورته کوي."

"دا ډله د نشه ییزو توکو او د انسانانو او وسلو په قاچاقولو کې ښکېله ده چې له دې لارې څخه د یادې ډلې قوماندانان هر کال ډېرې پیسې ترلاسه کوي، او د هغوی له دې کار سره د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو نه مرسته ترلاسه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500