امنیت

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې په جولای - سپتمبر کې په بې سابقې ډول افغان ملکیان تلف شوي دي

ای اېف پي

په کندهار ولایت کې د تلې په ۶ مه له یوې بمي چاودنې څخه وروسته ټپي شوي سړي درملنه ترلاسه کوي. ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۲۳۹ تنه ملکي تلفات ریکارډ کړي دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

په کندهار ولایت کې د تلې په ۶ مه له یوې بمي چاودنې څخه وروسته ټپي شوي سړي درملنه ترلاسه کوي. ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۲۳۹ تنه ملکي تلفات ریکارډ کړي دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

کابل -- ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) خپاره شوي یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له جولای څخه تر سپتمبر میاشتې پورې په افغانستان کې "بې سابقې" شمېر ملکي کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، او دغه تاوتریخوالی یې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" وباله.‌

دغه راپور، چې همدارنګه د ۲۰۱۹ له پیل نه تر اوسه پورې ترسره شوي تاوتریخوالي په هکله هم معلومات وړاندې کوي دا ښیي چې څنګه "افغانان د ډېرو کالونو په ترڅ کې د سخت تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي." دا په داسې حال کې ده چې ټولو لوریو ژمنې کړې وې چې "د ملکي خلکو د ژوبلېدلو او زیان ور رسېدلو" مخه به ونیسي.

هغه همدارنګه له داسې پراخې عقیدې سره سره چې په افغانستان کې جنګ یو لوری هم نشي ګټلی، د ملکي خلکو له خوا د مخ پر ودې ورکول شوې قربانۍ د غیرمعقول توب په هکله یادونه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، "د ملکي خلکو تلفات په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي۔" هغه زیاته کړه چې دغه تلفات د داسې خبرو اهمیت ښیي چې یوه اوربند او سیاسي حل ته لاره هواروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو رییسې فیونا فرازر وویل، "د افغانستان شخړه په ملکي خلکو باندې ډاروونکی تاثیر لري."

د جولای له ۱ څخه د سپتمبر تر ۳۰مې پورې د ۱۱۷۴ کسانو د مړینې او د ۳۱۳۹ کسانو د ټپي کېدلو ارقام د تېر کال د عین مودې په نسبت ۴۲٪ ډېرښت ښیي.‌

تاوتریخوالی زیات شوی دی

ملګرو ملتونو د دغه ډېرښت ډېره پړه د طالبانو په څېر "د حکومت ضد عناصرو" په غاړه ور واچوله.

د یوناما له خوا په ۲۰۱۹ کې د تاوتریخوالي د مستندولو له پیل راهیسې، یوازې د جولای په میاشت کې د بلې هرې میاشتې په نسبت ډېر خلک تلف شوي دي.‌

د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږو میاشتو کې شوي تلفات د تېرو کالونو په نسبت لږ څه راکم شوي دي.

په درېیمه ربعه کې ترسره شوی تاوتریخوالی دومره ډېر وو چې اوس د ۲۰۱۹ په ترڅ کې شوی تاوتریخوالی په ۲۰۱۴ کې د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو راهیسې تر ټولو بد او سخت بلل کیږي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ په لومړیو نهو میاشتو کې ۸۲۳۹ ملکي تلفات ثبت کړي -- چې ۲۵۶۳ کسان وژل شوي او ۵۶۳۹ نور ټپیان شوي دي -- او دا اکثر د ځانمرګو بریدونو یا په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو په واسطه شوي دي.‌

یوناما وویل چې د هغوی له جملې څخه څه ۴۱٪ ښځې او ماشومان ول.

د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی د دې سبب شو چې د متحده ایالاتو ادارې د سپتمبر په میاشت کې هغه مذاکرات په غیر منتظره ډول پای ته ورسول چې تمه وه په افغانستان کې یوې پراخې سولې ته لاره هواره کړي.‌

دغه خبرې، چې تر ډېره په دوحه کې ترسره شوې او د ۲۰۱۸ په سپتمبر کې پیل شوې وې، په ترڅ کې یې داسې یوه مسوده برابره شوې وه چې په نتیجه کې به یې متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو عسکرو اېستل پیلول اود دې کار په مقابل کې به طالبانو ډېرې ژمنې کولې.

هیله دا وه چې هغه به د یاغیانو او په کابل کې د حکومت تر منځ خبرو او په پای کې یوه حل ته لاره برابره کړي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ادارې خبرې ودرولې، طالبانو ګواښ وکړ چې جنګ ته به دوام ورکړي -- خو په راتلونکي کې د خبرو ترسره کولو لپاره یې دروازه پرانستې پرېښودله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500