تروريزم

طالبانو په لغمان کې په مدرسه باندې بمي برید وکړ او د قران کریم زده کوونکي ماشومان یې ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

ماشومان د تلې په ۲۴مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه بمی برید څخه وروسته په یوه روغتون کې روغتیایي درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ماشومان د تلې په ۲۴مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه بمی برید څخه وروسته په یوه روغتون کې روغتیایي درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

جلال اباد -- افغان چارواکو وویل چې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه درې کسان هغه وخت ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول چې د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۴مه/ د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې له یوې مدرسې سره نژدې د طالبانو یو لارۍ بم وچاودېد.

د سهار وختي دغه برید چې د ادعاوو له مخې د پولیسو یو ماموریت یې په نښه کاوه مدرسه نیمه ورانه کړه او د ټپیانو په منځ کې ۲۱ ماشومان شامل وو.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه ټویټ کې وویل، «ترهګرو طالبانو یو ځل بیا خپل وحشیانه څېره وښودله. د دوه امنیتي عسکرو په شمول درې کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.»

ای اېف پي د رحیمي له قوله لیکلي، «زده کوونکي د شیندل شویو شیشو په وسیله ټپي شوي دي.»

د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلومیار (ښی) د تلې په ۲۴مه په مهترلام روغتون کې یو ټپي شوی ماشوم ګوري. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلومیار (ښی) د تلې په ۲۴مه په مهترلام روغتون کې یو ټپي شوی ماشوم ګوري. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د عزت الله په نامه یوه ۱۰ کلن ژوندي پاتې ماشوم وویل، چاودنه «ستره وه او غټ ډز یې درلود.»

هغه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، «زه په ټولګي کې له خپلو ملګرو سره وم او قران کریم مو لوست چې یوه سره لارۍ مو په داسې حال کې ولیدله چې زمونږ خواته را روانه وه. یوه شېبه هر څه توره تیاره شول، او کله چې زه را په حال شوم ومې لیدل چې په روغتون کې یم.«

شپږ پولیس افسران ټپیان شول

طالبانو رسنیو ته لېږل شوې یوه اعلامیه کې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له شواهدو څخه پرته ادعا وکړه چې بم په لسګونو افغان امنیتي منسوبین ووژل او ټپیان کړل.

ماشومان له ترهګرۍ څخه کړېږي

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په جریان سره هغه په ماشومانو باندې ناوړه اغېز کړی دی.‌

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندویق (یونیسېف) وویل، تېر کال د ۲۰۱۷ کال په نسبت د افغانستان د ښوونځیو پر ضد د بریدونو شمېر درې برابره زیات شوی دی. د ۲۰۱۸ کال تر پایه، شخړې له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغان ښوونځي بند کړي دی.

په افغانستان کې د ماشومانو او د وسله والې شخړې په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څلورم راپور په اساس چې د تلې په ۱۰مه خپور شوی دی، په افغانستان کې د جګړې په نتیجه کې د ماشومانو د رامنځته شویو تلفاتو شمېر مخ په ډېرېدلو دی.

دغه راپور د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ په ټول افغانستان کې د ماشومانو پر ضد ۱۴۲۰۲ سختې سرغړونېثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي، «دا سخته د اندېښنې وړ ده چې د ۱۲۵۹۹ ماشومانو وژل کېدل او معیوبېدل تایید شوي چې دا د ټولو ملکي تلفاتو خواوشا یو پر درې برخې جوړوي او د تېرو څلورو کالو په مقایسه د ماشومانو په تلفاتو کې ۸۲٪ ډېرښت ښیي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500