تروريزم

په داسې حال کې چې د ننګرهار یوه حکومتي ودانۍ باندې چاودنه وشوه د لغمان والي له یوه ځانمرګي برید څخه ژوندی ووت

سلام ټایمز او ای اېف پي

لږ تر لږه ۱۵ کسان چې اکثر یې ملکي خلک ول، په یوه لارۍ بمي برید کې چې په ننګرهار ولایت کې یې یوه حکومتي وداني په نښه کړله، ووژل شول او ۴۰ تنه نور ټپيان شول. عکسونه د چاودنې په ساحه کې ماتې ټوټې او په امبولانسونو کې روغتونونو ته وړل کېدونکي ملکي خلک ښیي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۴مه/ یوه ځانمرګي برید چې د لغمان والي یې په نښه کړ، لږ تر لږه ۸ کسان ووژل، دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر قطر ته، چې له طالبانو سره خبرې په کې درېدلې دي، په سفر تللی دی.‌

۲۸ کسان هغه وخت ټپيان شول چې بریدګر خپل له چاودېدونکیو توکو ډک موټر د لغمان د والي رحمت الله یارمل په کاروان باندې ور وست.‌

د والي ویاند اسدالله دولتزي ای اېف پي ته وویل، «والي خپل دفتر ته روان وو چې موټر یې وویشتل شو. د هغه څلور ساتونکي او څلور ملکي کسان ووژل شول، او ۲۸ نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې یارمل نه دی ژوبل شوی.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین د برید پېښېدل تایید کړل. هغه وویل، اکثر ټپيان ملکي کسان ول.‌

افغان امنیتي ځواکونه د تلې په ۱۴مه په مهترلام کې د لغمان د والي د کاروان له په نښه کېدلو څخه وروسته د موټربمي برید له ساحې څخه د پولیسو یو ویجاړ شوی موټر لیرې کوي. [نورالله شېرزاده]

افغان امنیتي ځواکونه د تلې په ۱۴مه په مهترلام کې د لغمان د والي د کاروان له په نښه کېدلو څخه وروسته د موټربمي برید له ساحې څخه د پولیسو یو ویجاړ شوی موټر لیرې کوي. [نورالله شېرزاده]

د تلې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې له هغه وروسته چې یوه موټر بم برید یوه حکومتي ودانۍ په نښه کړه، یو ټپي شوی ماشوم روغتون ته وړل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د تلې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې له هغه وروسته چې یوه موټر بم برید یوه حکومتي ودانۍ په نښه کړه، یو ټپي شوی ماشوم روغتون ته وړل کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې ولسمشر اشرف غني د تلې په ۱۴مه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د تاریخي خبرو له پيلېدلو څخه درې اونۍ وروسته، دوحې ته لاړ ترڅو له قطري چارواکو سره وویني.‌

د غني ویاند صدیق صدیقي وویل،‌ غني به لومړی په کوېټ کې تم شي او د امیر شیخ صباح الاحمد الصباح په مړینه به غمرازي څرګنده کړي.

د طالبانو او افغان حکومت د مرکچیانو تر منځ د افغانستان د ۱۹ کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره پيل شوې خبرې په دې هکله د اختلافاتو له امله درېدلي دي چې څنګه داسې یوه کړنلاره جوړه کړي ترڅو د پراخو خبرو د ترسره کولو لپاره لارښوونه وکړي.

طالبان چې سني سخت دریځي دي، ټینګار کوي چې پرېکړې دې د سني مکتب د حنفي فقې په اساس وشي، خو د حکومت مرچیان وایي چې کېدی شي له دې موضع څخه په استفادې سره د هزاره ګانو، چې اکثریت شیعه دي، او په هېواد کې د نورو اقلیتونو پر ضد توپيري چلند وشي.

د طالبانو د مرکچي ټیم یوه جګپوړي غړي خیرالله خیرخواه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، «واضح خبره ده چې کارونه وخت نیسي.»

هغه وویل، «ډېر مسایل، ۲۰ یا تر دې هم ډېر داسې دي چې باید روښانه کړای شي.»

تر اوسه پورې، هیچا هم د لغمان د بمي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې طالبان فعال دي.‌

مرګونې چانه وهنه

ځینې چارواکو په طالبانو باندې تور لګولی چې د تاوتریخوالي درول یې رد کړي دي ځکه چې هغوی ترې د مذاکراتو په مېز باندې د چانه وهنې د یوه غټ عامل په توګه استفاده کوي.‌

چارواکو وویل، تېره اونۍ، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان په دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین په یوه اعلامیه کې وویل، ۷ ښځې، ۵ ماشومان او دوه سړي د تلې په ۸مه هغه مهال مړه شول چې موټر یې په کجران ولسوالۍ کې په یوه چاودېدونکې وسیله باندې وربرابر شو.‌

هغه زیاته کړه، درې ماشومان ټپیان شول، او هغه د پېښې ملامتیا په طالبانو باندې ور واچوله.

چارواکو وویل، په ورته وخت کې، لږ تر لږه ۱۵ کسان چې اکثر یې ملکیان ول په یوه لارۍ بمي برید کې هغه وخت ووژل شول او له ۴۰ څخه ډېر نور ټپیان شول چې د شنبې په ورځ /د تلې ۱۲مه/ یې په ننګرهار ولایت کې یوه حکومتي وداني په نښه کړه.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل،‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر په غني خېلو ولسوالۍ کې خپل له چاودېدونکیو توکو څخه ډک موټر د یوې اداري ودانۍ، چې ځینې پوځي تاسیسات هم په کې دي، په دروازه کې وچاوه.‌

هغه وویل، «په نتیجه کې، د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان ووژل شول. د امنیتي ځواکونو دوه منسوبین هم ووژل شول.»

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو د څلورو غړو په ګډون ۴۲ کسان ټپیان شول، او زیاته یې کړه چې یو شمېر وسله وال بریدګر چې هڅه یې کوله له برید څخه وروسته ودانۍ ته ننوځي امنیتي ځواکونو ووژل.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدخان دا جزیات تایید کړل.‌

د عبدالله په نامه یوه دوکاندار چې د دوکان یوه برخه یې ویجاړه شوې وه، وویل، چاودنه قوي وه.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «له ودانۍ سره نږدې یو بازار دی -- په دغه بازار کې د دوکانونو تقریبا ټولې شیشې ماتې شوي دي. ډېر خلک ووژل او ټپي شول. ما له لسو څخه ډېرو ټپیانو سره روغتون ته په لېږدولو کې مرسته وکړه.»

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی، خو فرید خان یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

په دې سیمه کې طالبان او داعش دواړه فعال دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې جنګ د قدرت په سر دی. په دې جنګ کې نه د اشرف غني زوی وژل کیږي نه د ملا برادر. هره ورځ، جنګ د عادي خلکو ژوند اخلي، خو حکومت چوپ دی. نو، دې ته اړتیا ده چې یوه درېیمه ډله راپورته شي او د حکومت او طالبانو دواړو پر ضد جنګ وکړي.‌ خلک باید یو څه وکړي.‌ که نه، دا دوه ډلې چې د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې دي دوی به په خپلو کې سره جوړ نشي او د غریبو خلکو وژل به ونه دروي.‌

ځواب ورکړئ