امنیت

د ځواکونو د کمولو په درېدلو سره د متحده ایالاتو هوایي بریدونو په هلمند کې طالبان په نښه کړل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه جنګي جیټ الوتکه د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې لیدل کیږي. [ایتلافي ځواکونه]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه جنګي جیټ الوتکه د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې لیدل کیږي. [ایتلافي ځواکونه]

کندهار -- په داسې حال کې چې د سولې له روانو خبرو سره سره، په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدلو دی، چارواکو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۱مه/ وویل، د متحده ایالاتو هوایي بریدونو د شنبې او یکشنبې په ترڅ کې د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په لمنو کې طالب جنګیالي په نښه کړل.

د ولایتي مرکز په لمنو کې وروسته له هغه درنه جګړه ونښتله چې طالبانو په سیمه کې په ګڼو پوستو باندې بریدونه وکړل.‌

د متحده ایالاتو د پوځ ویاند ډګروال سوني لیګیت وویل، د متحده ایالاتو پوځ «په هلمند کې ګڼ شمېر هدفي بریدونه ترسره کړل» څو له افغان سرتېرو څخه چې بریدونه پرې شوي وو، دفاع وکړي.

د کب په میاشت کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ تر لاسلیک شوې هوکړې لاندې، یاغیان باید په ښاري سیمو باندې بریدونه ونه کړي او تاوتریخوالی کم کړي، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې خپل سرتېري به د را روان کال تر غبرګولي میاشتې پورې وباسي.

طالبان او افغان حکومت اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په ورو روانو خبرو کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ماموریت قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې «په هلمند ولایت کې خپل تهاجمي عملیات ژر تر ژره ودروي او په ټول هېواد کې خپل تاوتریخوالی کم کړي.»

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا کار د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې له روحیې سره برابر نه دی او د سولې روانو خبرو ته زیان رسوي.»

که څه هم چې طالبانو تر ډېره د افغانستان په لویو ښارونو باندې بریدونه ترسره کول پرېښي دي، لاکن په وروستیو اونیو کې یې د افغان سرتېرو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.‌

یوه ځانمرګي برید چې د لغمان والي رحمت الله یارمل یې په نښه کړ،‌ د تلې په ۱۴مه لږ تر لږه ۸ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل. د والي ویاند وویل چې والي ته څه زیان ور ونه رسېد.‌

چارواکو وویل، د تلې په ۱۲مه، یوه لارۍ بمي برید چې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یې یوه حکومتي ودانۍ په نښه کړله، لږ تر لږه ۱۵ کسان چې ډېر یې ملکي خلک ول، ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، د ۷ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان د تلې په ۸مه په دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي برید کې ووژل شول.‌

هغه زیاته کړه، درې ماشومان ټپیان شول او د پېښې پړه یې پر طالبانو ور واچوله.

د متحده ایالاتو د ځواکونو روان کموالی مشروط دی

د کب میاشتې د تړون په اساس، متحده ایالات خپل لوري ته د هوکړې په ژمنو ولاړ دي، وار له مخه یې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ډېر کم کړی او له ۱۲۰۰۰ څخه نږدې ۴۵۰۰ ته یې راښکته کړی دی.

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال مارک میلي ټینګار وکړ چې، د ۴۵۰۰ عسکرو اېستل دې پورې تړلي چې طالبان خپل بریدونه کم کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پرمخ بوځي.

هغه د متحده ایالاتو ملي عامه راډیو ته په یوه مرکه کې چې د تلې په ۲۱مه خپره شوه، وویل، «ټول تړون او د عسکرو د را اېستلو ټول پلانونه مشروط دي.»

نوموړي وویل، «مهم ټکی دا دی چې موږ هڅه کوو ترڅو دغه جنګ په مسؤلانه توګه، په ارادي ډول پای ته ورسوو، او دا کار په داسې شرایطو باندې وکړو چې د متحده ایالاتو د هغو مهمو امنیتي ګټو خوندیتوب تضمین کړي چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کیدی شي.»

میلي وویل، تاوتریخوالی د څو کاله پخوا وخت په نسبت ډېر راکم شوی دی، خو په تېرو څلورو الی پنځو میاشتو کې شوی کمی «د پام وړ نه دی».

پنتاګون په پام کې لري چې د ځواکونو شمیر ۴۵۰۰ نفرو ته را کم کړي چې د لړم تر میاشې پورې به دغه هدف ته ورسیږي او وړاندوینه کوي چې دغه شمېر به تر ۱۴۰۰ پورې وساتي ترڅو وویني چې په دوحه کې مذاکرات څنګه پر مخ ځي.‌

میلي وویل، په راتلونکي کې د عسکرو د کمولو په هکله پرېکړه به ولسمشر کوي.‌

هغه وویل، «موږ پوځ د شرایطو په هکله خپله غوره مشوره ورکوو څو ولسمشر وکولی شي چې د معلوماتو په اساس او مسؤلانه پرېکړه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښایي چې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ډېرغریب ملکي خلک شهیدان او ټپیان شوي وي ځکه چې طالبان ځانونه د خلکو په کورونو کې پټوي.‌ دا هوایي بریدونه نتیجه نه ورکوي. که دغو هوایي بریدونو نتیجه ورکولی، په تېرو شلو کالو کې به یې نتیجه ورکړې وای، ځکه چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې داسې په زرونو هوایي بریدونه ترسره کړل، خو هېڅ مثبت نتایج یې ورنه کړل. طالبان پیاوړي شول او مات نشول. مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې په افغانستان کې د یوې سیاسي حل په هکله فکر وکړي. پوځي بریدونه د افغانستان د غریبو خلکو له وژنې څخه پرته نورهېڅ نتایج نه ورکوي.‌ په افغانستان کې د جنګ د سختېدلو له علتونو څخه یو دا وو چې د بهرنیو او افغان هوایي ځواکونو د بمباریو په نتیجه کې ملکي خلک ووژل شول، او ژوندي پاتې کسانو وسلې راپورته کړې او د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد یې جنګ پیل کړ. غوره لاره دا ده چې د سیمې په هیوادونو او د طالبانو په ملاتړو باندې باید فشار واچول شي چې هغوی سمدلاسه له افغان حکومت سره په قطر کې د مذاکراتو په مېز هوکړې ته ورسېږي. له سیاسي حل څخه پرته بله لاره نشته. مونږ بیا هم په جنګ کې د ښکېلو ټولو ډلو څخه غواړو چې نور دې ملکي خلک نه وژني.‌

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې طالب جنګیالي د خپلو مشرانو حکمونه نه مني، او له متحده ایالاتو سره د طالبانو د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته، د دغه ګروپ ځواکونو په افغانستان کې په څو لویو ښارونو باندې بریدونه ترسره کړل. دا د متحده ایالاتو - طالبانو له هوکړې څخه ښکاره سرغړونه ده. که طالبان واقعاً په خپلو ژمنو ولاړ وي،‌ او په دغې ډله کې ډېرې ډلګۍ نه وي، بیا ولې هغوی په خپلو ژمنو نه درېږي؟ په قطر کې ناست طالبان باید افغانانو ته دا واضح کړي چې ولې دغه ګروپونه د هوکړې په محتویاتو سره یوه خوله نه دي او ولې یې نه مني؟

ځواب ورکړئ