امنیت

غني: له طالبانو سره د سولې خبرو کې 'د پام وړ پرمختګ' شوی دی

ای اېف پي

په دې عکس کې، ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۲مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې په یوه کتنه کې لیدل کیږي. [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

په دې عکس کې، ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۲مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې په یوه کتنه کې لیدل کیږي. [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

کابل -- د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۳مه/ وروسته له هغه چې افغان ولسمشر اشرف غني په مذاکراتو کې «د پام وړ پرمختګ» خبر ورکړ، او یوه جیګپوړي طالب چارواکي وویل چې کېدی شي په راتلونکو ورځو کې تاوتریخوالی کم شي، داسې ښکارېدله چې متحده ایالات او طالبان د سولې د تړون لاسلیکولو ته نژدې شوي دي.‌

غني وویل، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه ته زنګ وهلی وو او خبر یې ورکړ چې په دوحه کې روانو خبرو کې پرمختګونه شوي دي.‌

غني د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ ناوخته په ټوېټر ولیکل، «نن، زه خوښ یم چې له وزیر پمپیو څخه مې خبر ترلاسه کړ چې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «د بهرنیو چارو وزیر زه د طالبانو له هغه وړاندیز څخه خبر کړم چې ویلي دي چې په تاوتریخوالي کې به د پام وړ او دوامدار کموالی راولي.»

په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې ای اېف پي ته وویل چې مرکچیان به بیا د چارشنبې په ورځ په دوحه کې سره وګوري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یوه بل جیګپوړي طالب چارواکي وویل چې یاده ډله چمتو ده چې بریدونه کم کړي.

په افغانستان کې چارواکي وویل، «که هوکړه لاسلیک شي، طالبان به د جمعې په ورځ /د سلواغې ۲۵مه/ د تاوتریخوالي کمول پیل کړي،» او زیاته یې کړه چې یاغیان په دې کار کوي چې د طالبانو په جلا شویو ډلو باندې هم دا خبره ومني.

نیویارک ټایمز د افغان او امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې واشنګټن له طالبانو سره هوکړه په مشروط ډول تاییدوي.

دغه دوه دښمنان پخوا هوکړې ته سره نژدې شوي ول خو د متحده ایالاتو حکومت د وږي په میاشت کې په وروستیو شېبو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د دوام له امله لغوه کړه.

ټایمز راپور ورکړ چې واشنګټن به هوکړې ته وروستی تایید یواځې هغه وخت ورکړي چې طالبان «د دې میاشتې په وروستیو ۷ ورځو کې» په تاوتریخوالي کې کموالی راولي. په پاکستان کې طالب سرچینې وویل چې یادې ډلې له دغه وړاندیز سره موافقه کړې ده.

سرچینې وویل، دا به د ټولو پرېکړو او هدفونو په حساب یو اوربند وي خو د بېلابېلو «پېچلتیاوو» له امله دا نوم نه ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې په لور د دغه څرګند پرمختګ هرکلی وکړ. هغه خبرداری ورکړ چې اورپکي باید بریدونه کم کړي.

ستولتنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته له رسېدلو سره سم په یوه کتنه کې وویل، «موږ به د هر هغه ګام هرکلی وکړو چې د تاوتریخوالي کموالي ته لاره هواروي.» هغوی به د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۴مه/ په افغانستان کې د یاد تړون د روزنې او ملاتړ د ماموریت په هکله خبرې اترې وکړي.

بیا هم، پرمختګ نازک ښکاري. په کابل کې د سې شنبې په ورځ مرګوني ځانمرګي برید د تاوتریخوالي دوامدار ګواښ په ګوته کړ، او ستولتنبرګ خبرداری ورکړ چې اورپکي باید په خپلو ژمنو باندې کلک ودریږي.

ستولتنبرګ وویل، «طالبان باید په تاوتریخوالي کې د کموالي راوستلو لپاره یوه واقعي اراده او وړتیا وښیي څو دا ممکنه کړي چې په افغانستان کې د یوه تلپاتې او د پایښت وړ سوله ییز حل په لور پرمختګ وشي.»

آیس کریم او سلفي ګان

په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو په مشرۍ یرغل راهیسې یواخینی هغه وخت چې طالبانو په کې اوربند کړی په ۱۳۹۷ کې د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې د اختر لومړۍ درې ورځې وې.

هغه د دې سبب شو چې افغانان له طالب جنګیالیو سره یوځای آیس کریم وخوري او هغوی له ځایي خلکو سره سلفي عکسونه واخلي، خو تر هغه وروسته تاوتریخوالی بیا پيل شو.

د متحده ایالاتو د حکومت د څار د یوه وروستي راپور په بنسټ، د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ له خبرو سره سره، د افغانستان جګړې زور اخیستی او د ۱۳۹۸ په درېیمه ربعه کې نښتې په بې ساري کچه زیاتې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ده.

ځواب ورکړئ

امریکا باید حکومت طالبانو ته وسپاري ځکه چې دې حکومت تر اوسه پورې ونشوای کړای چې فقر، بې کاري، او ناامني له منځه وېسي. اوس باید طالبانو ته اجازه ورکړي چې د څو کالو لپاره د حکومت واګي په لاس کې واخلي چې معلومه شي چې هغوی څنګه واکمني کوي.

ځواب ورکړئ

افغانستان به ارام نشي. دومره مه خوشحالېږئ. جوبایډن ریښتیا ویلي چې دا خلک به سره متحد نشي.

ځواب ورکړئ