امنیت

متحده ایالاتو له طالبانو سره په خبرو کې د یوې اونۍ په مخه د قسمي اوربند هوکړه ترلاسه کړه

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر (چپ) د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد سره د سلواغې په ۲۴مه په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې له یوې کتنې څخه مخکې ستړي مه شي کوي. [ویرجینیا مایو/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر (چپ) د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد سره د سلواغې په ۲۴مه په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې له یوې کتنې څخه مخکې ستړي مه شي کوي. [ویرجینیا مایو/ای اېف پي]

بروکسل -- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۴مه/ وویل، متحده ایالاتو د خبرو په نتیجه کې د اوو ورځو په مخه په تاوتریخوالي کې د کموالي هوکړه ترلاسه کړې څو په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د یوه حل په لټولو کې مرسته وکړي.

دا اعلان په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له کتنې او یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې ولسمشر اشرف غني خبر ورکړ چې له اورپکو سره په خبرو کې «د پام وړ پرمختګ» شوی دی.

اېسپر په داسې حال کې چې د ناټو له همکارانو سره خپلې لیدنې یې «ګټورې» وبللې، خبریالانو ته وویل، «متحده ایالاتو او طالبانو د اوو ورځو په مخه په تاوتریخوالي کې د کمولو په هکله په یوه وړاندیز خبرې اترې کړي دي.»

هغه وویل، «موږ تل ویلي چې که یواځینی نه وي خو تر ټولو ښه حل په افغانستان کې یوه سیاسي هوکړه ده. په دې برخه کې پرمختګ شوی، او زه هیله مند یم چې موږ به ژر په دې هکله نور معلومات وړاندې کړو.»

اېسپر ونه ویل چې قسمي اوربند به کله پیل شي، خو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۳مه/ د طالبانو یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل چې دغه ډله به د جمعې په ورځ /د سلواغې ۲۵مه/ «د تاوتریخوالي کمی» پيل کړي.

اېسپر وویل، «زموږ په اند د اوس لپاره اوه ورځې کافي دي، خو د دې پروسې په وړاندې زموږ چلند به مشروط وي. زه غواړم بیا یې ووایم: چې مشروط به وي.»

«دا پروسه به له پرمختګ سره په دوامداره توګه ترارزونې لاندې وی، که چیرې پرمختګ مو وکړ.»

یو ممکن پرمختګ

واشنګټن او یاغیان په دغو خبرو کې چې له یوه کال څخه ډېرې اوږدې شوې، ایسار پاتې دي.

دغه دواړه دښمنان پخوا د یوه پرمختګ غاړې ته نژدې شوي ول او نژدې وه چې د وږي په میاشت کې هوکړه سره وکړي، خو د متحده ایالاتو حکومت په وروستیو شېبو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د دوام له امله خبرې لغوه کړې.

نیویارک ټایمز د افغان او امریکایي چارواکو په استناد راپور ورکړی چې، واشنګټن له طالبانو سره داسې هوکړه په مشروط ډول تاییدوي چې په نتیجه کې به یې متحده ایالات د خپلو عسکرو اېستل پیل کړي.

ټایمز په پاکستان کې د طالبانو د یوې سرچینې له قوله وویل، دا به د ټولو پرېکړو او هدفونو په حساب یو اوربند وي خو د بېلابېلو «پېچلتیاوو» له امله دا نوم نه ورکوي.

په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو په مشرۍ یرغل راهیسې یواخینی هغه وخت چې طالبانو په کې اوربند کړی په ۱۳۹۷ کې د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې د اختر لومړۍ درې ورځې وې.

هغه داسې خوځنده صحنې جوړې کړې چې افغانانو په کې له طالب جنګیالیو سره یوځای آیس کریم وخوړل او هغوی له ځایي خلکو سره سلفي عکسونه واخیستل، خو تر هغه وروسته تاوتریخوالی بیا پيل شو.

د متحده ایالاتو د حکومت د څار د یوه وروستي راپور په بنسټ، د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ له خبرو سره سره، د افغانستان جګړې زور اخیستی او د ۱۳۹۸ په درېیمه ربعه کې نښتې بې ساری سطحې باندې زیاتې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه دومره هیله مند نه یم چې په افغانستان کې به سوله راشي ځکه چې امریکا به هېڅکله هم په افغانستان کې یو خپلواک رژیم یا حکومتي نظام ونه غواړي. هغوی په افغانستان کې یو ګوډاګی حکومت غواړي، او طالبان نه غواړي چې د امریکا تر نفوذ لاندې واوسي.

ځواب ورکړئ

غني په افغانستان کې د سولې د راتګ په لار کې اصلي خنډ دی.‌ هغه به هېڅکله هم قدرت طالبانو ته ونه سپاري. طالبان به هم هېڅکله افغان حکومت ته تسلیم نشي ځکه چې هغوی له ۲۰ کالو راهیسې د یرغل یا استعمار پر ضد او د امریکا د ګوډاګي حکومت پر ضد جنګ کړی دی، نو که طالب مشران داسې سوله کوي لکه حکمتیار چې وکړه، بیا به هم سوله رانشي، او د هغوی جنګیالي به جنګ ته دوام ورکړي.‌ که مونږ ټول قدرت طالبانو ته په لاس ورکړو، بیا به هم سوله رانشي ځکه چې ځینې داسې خلک شته چې هغوی د طالبانو او د هغوی د ایډیالوژیو مخالف دي. که طالبان له خپلو غوښتنو څخه ۵۰٪ په شا شي او حکومت هم عین کار وکړي، بیا دا ممکنه ده چې هېواد ته یوه دایمي سوله راشي.

ځواب ورکړئ