ناټو له افغانستان سره پایښت لرونکی تعهد لري

ای اېف پي

بروکسل -- د ناټو د دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ (د لړم ۳مه) په بروکسل کې په افغانستان کې د یاد تړون د ماموریت په هکله خبرې وکړې او د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد د جنګ کولو لپاره یې خپله ژمنتیا تکرار کړه.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جمعې په ورځ د وزیرانو د کتنې په پیل کې تاکید وکړ چې له افغانستان سره د اتلانتیک تړون ژمنتیا "پایښت لرونکې" ده.‌

هغه وویل، "مونږ به له افغان امنیتي ځواکونو سره په داسې حال کې چې هغوی د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جنګ کوي او د سولې لپاره شرایط جوړوي د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړو."

هغه زیاته کړه، "خو طالبان باید واقعي ګذشت وکړي او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره واقعي اراده وښیي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500