ستولتنبرګ وایي، د ناټو متحدین له افغانستان سره کلک ولاړ دي

سلام ټایمز

لندن -- د یاد تړون له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې د ناټو عمومي منشي ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۲مه/ وویل، د ناټو متحدین او شریکان د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو او په هېواد کې د دوامدارې سولې د شرایطو د برابرولو لپاره له افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

ستولتنبرګ په لندن کې د ناټو د پارلماني جرګې په یوه عمومي غونډه کې وویل، «زه افغان سړي او ښځې د هغه څه لپاره چې هغوی ترسره کړي دي ستایم، او زه د هغو افغانانو ستاینه کوم چې له خپل دیموکراتیک حق څخه په استفادې سره یې د ولسي جرګې په وروستیو انتخاباتو کې رایه ورکړه.»

هغه وویل، «مونږ به د سولې د خبرو د بیا پیلېدلو هرکلی وکړو، خو طالبان باید دې ته چمتووالی وښیي چې د مذاکراتو په مېز باندې واقعي جوړجاړي وکړي.»

ستولتنبرګ په طالبانو باندې له دې امله انتقاد وکړ چې دایمي سولې ته حقیقي ژمنتیا نه لري.

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې هغه څه چې مونږ یې اوس وینو دا دي چې طالبان تاوتریخوالی خپروي، او ختموي یې نه. دا دوامدارې سولې ته د ژمنتیا نه ښودنه ده، او د سولې د هرې راتلونکې موافقې لپاره کلکو او معتبرو ضمانتونو ته اړتیا په ګوته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500