د ناټو مشر وایي، طالبان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې ګټه وکړي

سلام ټایمز

وارسا، پولېنډ -- د ناټو د یوې اعلامیې په اساس، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ وویل، د ایتلاف ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې دي چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره شرایط رامنځته کړي.

ستولتنبرګ دا خبرې په وارسا کې د پولېنډ ولسمشر اندرزي دُودا سره په یوه ګډه خبري اعلامیه کې وکړې.‌

ستولتنبرګ وویل، «مونږ د سولې د هڅو ملاتړ کوو. مونږ هلته د دې لپاره یو چې د سولې لپاره شرایط برابر کړو. چې طالبانو ته یو روښانه پیغام ولېږو چې هغوی به د جګړې په ډګر کې ګټه ونه کړي، بلکې هغوی باید د مذاکراتو مېز ته کېني او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي،»

هغه وویل، «د هرې سولې لپاره چې دوام وکړي، دې ته اړتیا ده چې هغه لاسته راوړنې په کې په پام کې ونیول شي چې په وروستیو کلونو کې شوي دي. په دې کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په هکله لاسته راوړنې شاملې دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500