د پنتاګون سرپرست مشر: متحده ایالات 'د عسکرو د وتلو یو اړخیزه پرېکړه نه کوي'

ای اېف پي

بروکسل، بلجیم -- د متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شنهان د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۵مه/ وویل چې متحده ایالات به له افغانستان څخه په یو اړخیز ډول ونه وځي. دا په داسې حال کې ده چې ناټو وایي د کابل حکومت باید ژر تر ژره له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې په خبرو کې، چې هدف یې په هېواد کې د ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول دي، شامل کړای شي.

شنهان په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له یوې غونډې څخه وروسته، چې کابل او بغداد ته د خبرو کولو لپاره د هغه له سفر څخه وروسته ترسره شوه، وویل، «عسکر به په یو اړخیز ډول ونه اېستل شي. دا د نن ورځې د پیغامونو له جملې څخه یو پیغام وو. دا کار به په همغږۍ کې کېږي. مونږ په ګډه کار کوو،‌»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، «دا ډېره مهمه ده چې افغان حکومت څومره ژر چې کېدای شي، په بشپړ ډول د سولې په پروسه کې دخیل کړای شي،»

متحده ایالات له طالبانو سره د سولې هڅې رهبري کوي، او اورپکو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۴مه/ په اسلام اباد کې د کتنو د یوې تازه دورې د ترسره کولو اعلان وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500