ناټو وایي، په افغانستان کې ماموریت یې بدل شوی نه دی

ای اېف پي

بروکسل -- ناټو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ د تاوتریخوالي د ډېرښت په ترڅ کې د متحده ایالاتو له خوا له طالبانو سره د خبرو له لغوه کولو څخه وروسته وویل،چېپه افغانستان کې د دغه اتحاد د ماموریت تمرکز «تغیر نه دی موندلی».

د یاد اتحاد یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، «د ناټو تمرکز: چې افغان امنیتي ځواکونه داسې قوي کړي چې وکولی شي په یوازې سر د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد وجنګېږي او د سولې لپاره شرایط جوړ کړي، په خپل حال پاتې دی.‌

«ناټو به تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي په افغانستان کې پاتې شي څو دا یقیني شي چې دغه هېواد بیا هېڅکله د نړۍ والو ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټنځای نه بدلېږي.»

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/، یوه ورځ وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ وویل چې له یاغیانو سره خبرې «مړې شوې» ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګ ته به دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ د تلوېزیوني مرکو په لړ کې خبرو ته د ورستنېدلو دروازه پرانستې پرېښودله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500