ديپلوماسي

خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د رامنځته کولو لپاره له ۶ هېوادونو څخه د لیدنې سفر پیل کړ

ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سلواغې په ۹ مه په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې «په افغانستان کې د سولې لپاره لرلیدونه» په هکله یوه بحث کې برخه لري. [جیم واټسن/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سلواغې په ۹ مه په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې «په افغانستان کې د سولې لپاره لرلیدونه» په هکله یوه بحث کې برخه لري. [جیم واټسن/ای اېف پي]

واشنګټن -- د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱ مه/ وویل، چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان په شمول شپږو هېوادونو ته د متحده ایالاتو د یوه پلاوي د سفر مشري کوي، چې د دغه هېواد د سولې پروسه پیاوړې کړي.

خلیلزاد به د سلواغې له ۲۱مې څخه د کب تر ۹ مې پورې د دې لپاره د بېلابېلو ادارو د دغه پلاوي مشري وکړي چې «ټول افغان لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره» سره راټول کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې پلاوی به په دغه سفر کې له بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان څخه لیدنه وکړي، او زیاته یې کړه چې خلیلزاد به «د سفر له سر څخه تر پایه پورې له افغان حکومت سره مشورې کوي».‌

'څومره چې ژر وي ښه ده'

خلیلزاد د جمعې په ورځ /د سلواغې ۱۹ مه/ وویل چې هغه هیله لرله چې د افغانستان د چنګاښ د ۲۹مې د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې د سولې هوکړه وشي.

په دې عکس کې، چې د سلواغې په ۲۱ مه په ټوېټر خپور شوی، د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د متحده ایالاتو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په واشنګټن ډي سي کې ګوري. [د زلمي خلیلزاد دفتر/ټوېټر]

په دې عکس کې، چې د سلواغې په ۲۱ مه په ټوېټر خپور شوی، د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د متحده ایالاتو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په واشنګټن ډي سي کې ګوري. [د زلمي خلیلزاد دفتر/ټوېټر]

هغه تاکید وکړ چې د متحده ایالاتو د ځواکونو هر ډول خروج به په ځمکه کې موجودو شرایطو ته په پام سره ترسره شي، او نه د کوم ځانګړي مهالوېش په اساس.

خلیلزاد په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې یوه اورېدونکي ته وویل، «زمونږ په نظر سوله چې څومره ژر رامنځته شي، ښه به وي،»‌

هغه وویل، «زه پوهېږم چې انتخابات راروان دي چې دا د سولې هوکړه په ځانګړې توګه پېچلې کوي، خو د افغانستان لپاره به دا غوره وي چې که مونږ له انتخاباتو څخه مخکې د سولې هوکړې ته ورسېږو.»

'سره کرښه'

خلیلزاد تېره اونۍ د سولې د هوکړې لپاره د یوه «چوکاټ مسوده» اعلان کړه خو خبرداری یې ورکړ چې غټ خنډونه لا په لار کې پاتې دي.‌

خلیلزاد د جمعې په ورځ وویل، بین الافغاني مذاکرات د متحده ایالاتو لپاره یو «مهم هدف» دی، او زیاته یې کړه چې طالبان او افغان حکومت «باید د خبرو مېز ته کېني او یوې هوکړې ته ورسېږي».‌

سربېره پر دې، طالبانو ژمنه کړې چې بهرنیو افراطیانو ته به ځای نه ورکوي، خو تحلیلګران وایي چې په هغوی باور نشي کېدلی او حتی اوس هم له دغسې اورپکو سره مرسته کوي چې پټ شي.

خلیلزاد په تکرار سره تاکید وکړ چې متحده ایالات به د داسې مېکانېزمونو له ځای پرځای کېدلو څخه پرته له افغانستان څخه ونه وځي چې هغه دا ډاډ ورکوي چې افغانستان د جهادستانو په پټنځای بدل نشي.

هغه وویل،‌ «زمونږ اوږدمهالی لید دا دی چې افغانستان په بشپړ ډول مستقل او خپلواک وي. که هغوی پرېکړه کوي چې هغوی بهرني عسکر نه غواړي، مونږ نه غواړو چې په یوځای کې چې مونږ نه غوښتل کیږو، پاتې شو -- خو په دې شرط چې له افغانستان څخه زمونږ ملي امنیت ته ګواښ متوجه نه وي.»

هغه وویل، «دغه یوه سره کرښه ده،»

د ښځو د حقونو 'باید درناوی وشي'

خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو ځلې په قطر کې له طالب چارواکو سره وکتل. د یادې ډلې مشران په پلازمېنه دوحه کې یو دفتر لري.

د خلیلزاد په وینا، طالبانو هغه ته وویل چې هغوی پوهېږي چې افغانستان له هغه څه څخه چې په ۱۳۸۰ کې د هغوی د واکمنۍ د نسکورېدلو پر وخت وو، توپیر کړی دی. په هغه وخت کې سخت دریځو اسلامستانو ښځې مهار کړې وې، نجونې یې له ښوونځیو څخه ایسارې کړې او یو شمېر نورې ازادۍ یې سلب کړې وې.

خلیلزاد وویل، «هغوی پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې بېرته هغه څه ته لاړ شي» چې پخوا وو.

هغه وویل، «مونږ د هغوی په خبرو اعتماد نه کوو،» او زیاته یې کړه چې د مطبوعاتو د ازادۍ او د ښځو د حقونو «درناوی باید وشي» .

هغه وویل، «څو چې په هر څه موافقه نه وي شوې، په هېڅ شي موافقه نشي کېدلی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500