اقتصاد

عبدالله د نړۍ والې اقتصادي جرګې په ترڅ کې پانګوونکي افغانستان ته وروبلل

ای اېف پي

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سلواغې په ۲ مه د سویتزرلنډ په ډاوس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په ترڅ کې د یوه ځانګړي بحث پر وخت لاس پورته کړی دی. [فبریس کوفرینیا/ای اېف پي]

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سلواغې په ۲ مه د سویتزرلنډ په ډاوس کې د نړۍ وال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په ترڅ کې د یوه ځانګړي بحث پر وخت لاس پورته کړی دی. [فبریس کوفرینیا/ای اېف پي]

ډاوس -- د افغانستان اجرائیه رییس، عبدالله عبدالله، د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳ مه/ بهرني پانګوونکي ور وبلل چې په هېواد کې یې پانګونه وکړي. هغه په هغوی باندې تاکید وکړ چې له امنیتي وضعیت څخه اخوا دې وګوري او د افغانستان د غني طبیعيمنابعو د ظرفیت په هکله دې فکر وکړي.

هغه د چارشنبې په ورځ د سویتزرلنډ په ډاوس کې د نړۍ والې اقتصادي جرګې په څنډه کې ای اېف پي ته په یوه مرکه کې وویل، «د سوداګرو د ټولنې لپاره ... بې له شکه چې امنیت یو خنډ دی،»

هغه وویل، «تاسو نشئ کولی چې تر هغه انتظار وباسئ چې امنیت مکمل شي او بیا راشئ او پانګونه وکړئ،»

هغه یوې شمېر ځمکنیو موادو ته، چې په بېلابېلو برېښنایي توکو کې کارول کېږي، په اشارې وویل، «د افغانستان غني، طبیعي منابع، توکي چې اوس د طلا په نسبت ډېر قېمتي دي، دا ټول فرصتونه دي،»

یو ممکن حل

په ورته وخت کې، متحده ایالاتو یو لړ داسې دپلوماتیکې هڅې روانې کړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې ترسره شي.

واشنګټن د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲ مه/ د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ په قطر کې روان مذاکرات تایید کړل.

د طالبانو په اصرار، په خبرو اترو کې افغان حکومت شامل نه وو، او عبدالله وویل چې دا حالت به بالاخره تغیر وکړي او یو وروستی حل به رامنځته شي.

هغه وویل، «د سولې پروسه په نیابتي ډول نشي ترسره کېدلی،»

یوه پاکستاني ژورنالست او د افغانستان د سیاسي او امنیتي چارو جیګپوړي تحلیلګر، رحیم الله یوسفزي، وویل چې د دغو خبرو له دوام څخه داسې ښکاري چې «بې مخینې» پرمختګ شوی دی.

هغه وویل، «ما پخوا داسې څه نه وو لیدلي،»

«دا لومړنۍ جدي هڅه ده او دا د زمري له میاشتې راهیسې روانه ده... هغوی له اختلاف او اتفاق سره سره کتنو ته دوام ورکړی دی. له همدې امله هم دا کتنې بې مخینې دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۴ مه/ وویل، «خبرې اترې لا هم روانې دي».‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «وروسته چې مونږ موافقې ته ورسېږو بیا به خبرې وکړو،»

نړۍ واله هڅه

له اورپکو سره په خبرو کې متحده ایالات یوازنی هېواد نه دی.

د متحده ایالاتو په هڅو کې،د نورو هېوادونو له منځه، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او پاکستان ټول برخه لري.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر، عتیق الله امرخېل، وویل، «پاکستان په دې ډله باندې نفوذ لري، او روسان هم څه ناڅه د طالبانو ملاتړ کوي،»

هغه زیاته کړه، «دا کتنې به په راتلونکي کې دوام ومومي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ډاکتر عبدالله خبرې تر یوه حده صحیح دي. افغانستان ډېرې زیاتې طبیعي سرچینې لري،‌ خو د یوه ځانګړي پلان د نشتوالي له امله دغه سرچینې لوټول کیږي. له طالبانو سره د روانو خبرو اترو په برخه کې، هغوی باید له خلکو سره معامله وکړي نه له متحده ایالاتو سره. نو، خلک هم باید برخه واخلي او طالبان باید تضمین کړي چې هغوی به په راتلونکي کې له حکومت سره همکاري کوي.

ځواب ورکړئ