کابل -- هغو ښځو، چې د طالبانو د سر سختې واکمنۍ په وخت کې یې ژوند کړی دی، په جیګپوړو افغان سیاستوالو باندې تاکید وکړ څو دا یقینی کړي چې د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۵ مه/ له یاغیانو سره د سولې په خبرو کېد هغوی په سختۍ سره ترلاسه شویو ازادیو باندې معامله ونشي.
د افغان ښځو شبکې وویل چې د هغوی حقونه باید له طالبانو سره په معامله کې د یوې «سیاسي وسیلې» په توګه ونه کارول شي. طالبانو په ۱۳۷۶ - ۱۳۸۰ کې په افغانستان د حاکمیت پر وخت، ښځې له ښوونځیو او وظایفو څخه منع کړې وې او د هغوی شخصي ازادۍ یې ډېرې کمې کړې وې.
هغوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې طالبان په مسکو کې له افغان مخالفو سیاستوالو سره ګوري، او تر دې یوه اونۍ مخکې یاغیانو د متحده ایالاتو له مذاکره کوونکو سره بې سابقې خبرې وکړې.
طالبانو وویل، چې هغوی به د مسکو په غونډه کې په نورو موضوعاتو سربېره د حکومت کولو په هکله خپل لید وړاندې کړي.
دا دوه ورځنۍ غونډه له هغو مذاکراتو څخه جلا ده چې متحده ایالاتو - طالبانو په مرغومي کې په دوحه کې کړې ول، او په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې دواړو غاړو د «پرمختګ» او د داسې یوه چوکاټ د طرحې په توګه یاد کړل چې کولی شي د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
د مسکو کانفرانس ته د ولسمشر اشرف غني د حکومت هېڅ استازی نه دی وربلل شوی.
ترخې خاطرې او اندېښنې
افغانې ښځې په لویه کچه له مېز څخه جلا ساتل شوي دي، او که له طالبانو سره په عجولانه توګه موافقه وشي، وېره شته چې د هغوی په سختۍ سره ګټلي حقونه به له منځه لاړ شي.
په کابل کې د افغان ښځو د شبکې رییسې مشعل روشان ای اېف پي ته وویل، «دا سیاستوال باید ښځې د یوې سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي. که هغوی [طالبان] راستانه شي او په ښځو باندې محدودیتونه ولګوي، مونږ به یې قبول نه کړو،»
«په تېرو ۱۷ کالو کې افغانو ښځو په سختۍ سره لاسته راوړنې لرلي دي. مونږ نه غواړو چې هغه له لاسه ورکړو. دا زمونږ حق دی چې ښوونځي ته لاړې شو او کار وکړو، اوهر څوک باید د دې درناوی وکړي.»
د مسکو کانفرانس څخه مخکې، د افغان ښځو شبکې په یوه اعلامیه کې وویل، چې هغوی به داسې سوله ونه مني چې هغه د ښځو د ازادۍ په قېمت تمامیږي او په استازو یې تاکید وکړ چې د افغانستان د ۳۵ میلیونو وګړو د نیمایي له حقونو څخه دفاع وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، «دې ته اړتیا نشته چې د افغان ښځو ژوند بیا بیا تفسیر شي،»
طالبانو، د شریعت تر خپل ظالمانه تعبیر لاندې، ښځې د هغوی په کورونو کې محدودې کړې وې، او هغوی ته یې یوازې له سړي سره او له چادرۍ سره بهر ته د تګ اجازه ورکوله.
نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منع شوې وې او د روغتیایي په څېر څو ساحو څخه پرته له نورو کاري ځایونو څخه ښځې منع شوې وې.
اورپکو ویل چې هغوی به په وړاندیز شوي راتلونکي کې په افغانستان کې د ښځو د کار او تعلیم لپاره تر «اسلامي نظام» لاندې یو خوندي چاپېریال برابر کړي.
خو په هر حکومت کې د طالبانو ښکېلتیا ډېرې ښځې، چې د اسلامي یاغیانو تر واکمنۍ لاندې خفه کوونکي محدودیتونه وریادوي، وېروي.