د ښځو حقوق

افغانانې په سیاست او امنیتي ادارو کې خپل حضور پیاوړی کوي

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو ښځینه افسرانې د روان کال د تلې په ۲۵ مه په کابل کې د یوه روزنیز تمرین په ترڅ کې روانې دي. د افغان ملي اردو عسکرو محلي او نړیوالو ژورنالستانو ته خپله جنګي روزنه ور وښودله. [شاه مراعي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو ښځینه افسرانې د روان کال د تلې په ۲۵ مه په کابل کې د یوه روزنیز تمرین په ترڅ کې روانې دي. د افغان ملي اردو عسکرو محلي او نړیوالو ژورنالستانو ته خپله جنګي روزنه ور وښودله. [شاه مراعي/ای اېف پي]

کابل -- حکومتي چارواکي او قانون جوړونکي وایي، نورې افغانې ښځې او نجونې په سیاست کې او د هېواد له امنیتي ځواکونو سره له کار کولو سره علاقه مندي ښیي.

د ولسي جرګې ۲۴۹ غړې ښځې دي، چې دا په سیمه کې د نورو هېوادونو د مقننه قوې په نسبت یو لوړ تناسب ښیي.

په عین وخت کې، په ولایتي شوراګانو، حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو کې د ښځو حضور مخ په پیاوړتیا روان دی.

د مثال په توګه، پژواک خبري اژانس د افغانستان د محلي اورګانونو د خپلواک ریاست له قوله راپور ورکړ، چې د روان کال د لړم په میاشت کې یو شمېر ښځې د ولایتي شوراګانو د اداري هیئتونو په انتخاباتو کې د ریسانو، مرستیالانو او منشیانو په توګه وټاکل شوې، چې د ګټونکیو ۳۷٪ یې جوړول.

افغانانې د روان کال د زمري په ۲۵ مه په کابل کې د «زما نوم چېرې دی؟» ټولنیز کمپاین لپاره لومړنۍ غونډه کې برخه اخلي. دغه کمپاین، چې له افغان نارینه وو څخه غواړي چې خپلې مېرمنې په عام محضر کې -- د «ښځه» یا «لور» پرځای د هغې په نامه یاده کړي -- د افغانستان په سخته سړي واکه ټولنه کې لاسته راوړنې لرلې. دا کمپاین د ځوانو افغانو ښځو د یوه ګروپ له خوا شروع شوې وه چې د پېړیو زوړ دود یې ننګاوه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغانانې د روان کال د زمري په ۲۵ مه په کابل کې د «زما نوم چېرې دی؟» ټولنیز کمپاین لپاره لومړنۍ غونډه کې برخه اخلي. دغه کمپاین، چې له افغان نارینه وو څخه غواړي چې خپلې مېرمنې په عام محضر کې -- د «ښځه» یا «لور» پرځای د هغې په نامه یاده کړي -- د افغانستان په سخته سړي واکه ټولنه کې لاسته راوړنې لرلې. دا کمپاین د ځوانو افغانو ښځو د یوه ګروپ له خوا شروع شوې وه چې د پېړیو زوړ دود یې ننګاوه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

دغه ډول برخه اخیستنه د طالبانو د ظلم له کلونو (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) سره یو غټ توپیر لري. هغوی د ښځو حقونه محدود کړي وو او د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي یو بد ریکارډ یې جوړ کړی وو.

یو د پام وړ حضور

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې وکیلې وږمې ساپۍ سلام ټایمز ته وویل، «د ښځو بریالیتوب د هغوی د صادقانه کار نتیجه ده، او دا په ښځو باندې د خلکو اعتماد څرګندوي،»

هغې وویل، «د هغوی د سواد د سطحې په ډېرېدلو او د خپلو حقونو په هکله په خبرېدلو او پوهېدلو سره، ښځو او ځوانونجونو له دې سره علاقه مندي واخیسته چې په په سیاسي، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو کې برخه واخلي،»‌

د ساپۍ په وینا، په داسې فعالیتونو کې د ښځو او نجونو برخه اخیستنه، او په حکومتي او امنیتي ادارو کې د هغوی کار له مالي پلوه د هغوی او د هغوی د کورنیو لپاره ګټور او ضروري دی.

هغې وویل، «په امنیتي ادارو کې د ښځو حضور ډېر مهم دی،» او زیاته یې کړه چې ښځینه پولیس افسرانې د ښځو بدني تلاشي کوي، هغه ځایونه تلاشي کوي چې هلته ښځې موجودې وي او د پېښو په ترڅ کې له ښځو سره مرسته کوي.‌

د کابل پوهنتون یوې محصلې ریحانې احدي وویل، په ټولو سکټورونو کې د ښځو حضور ضروري دی او باید چې تشویق کړای شي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له نېکه مرغه، اوس افغانانې په هره ساحه کې برخه اخلي. ښځې باید په هره ساحه کې د خپلو ورونو تر څنګ کار وکړي، او زه په دې خوشحاله یم چې په ښځو کې ډېره علاقه مندي وینم.»

ډېرې ښځې له امنیتي ځواکونو سره یوځای کېږي

د کورنیو چارو د وزارت د بشري حقونو، د ښځو د چارو او د ماشومانو د حقونو د ریاست رییس جنرال حکمت شاهي سلام ټایمز ته وویل، په ښځو کې د پولیسو له لیکو سره د یوځای کېدلو علاقه مندي مخ په ډېرېدلو ده.‌

هغه وویل، «دا وخت، ۳۴۰۰ ښځې د کورنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو موقفونو باندې کار کوي، او تمه ده چې د راتلونکیو لسو کلونو په ترڅ کې دغه شمېر ۱۰۰۰۰ ته ورسېږي،»‌

په ورته وخت کې، د وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش وویل، چې د دفاع وزارت له ۱۷۷۵ څخه ډېرې ښځې استخدام کړې دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌دفاع وزارت د ښځو د جذبولو لپاره تشویقي پروګرامونه پیل کړي دي.‌ د دغو پروګرامونو په چوکاټ کې، د نارینه وو په نسبت ښځو ته لوړې تنخاګانې ورکول کیږي، بهر ته د تګ لپاره سکالرشیپونه ورکول کیږي،هغوی ته په پوهنتونونو او محلي نظامي اکاډمیو کې تعلیم ورکول کیږي،‌ او د هغوی د ماشومانو د وړکتون تادیات ورکول کیږي.‌

رادمنش وویل، «مونږ به تلوېزیوني اعلانونه خپاره کړو چې ښځې دې ته تشویق شي چې له اردو سره یوځای شي،» د پلانونو له مخې، په راتلونکیو ۵ کالو کې، به د اردو د عسکرو ۱۰٪ ښځې وي.‌

هغه وویل، تر اوسه پورې د افغان ملي اردو یو شمېر ښځینه عسکرې ترکیې،‌ جرمني، متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته د روزنې ترلاسه کولو لپاره تللې دي.هغوی د خپلو کورسونو په بشپړولو سره، افغانستان ته راستنې شوي او په بېلابېلو سکټورونو کې خدمت کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500