امنیت

افغان اردو غواړي چې نورې ښځې استخدام کړي

د اعزازالله راپور

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۴ د اکتوبر په ۲۲مه په کابل کې په یوه روزنیز تمرین کې د برخه اخیستنې پر وخت. د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي د مارچ په ۸ مه په یوه بیانیه کې وویل، اردو غواړي چې ۵۰۰۰ ښځینه کارمندانې تربیه کړي.

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۴ د اکتوبر په ۲۲مه په کابل کې په یوه روزنیز تمرین کې د برخه اخیستنې پر وخت. د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي د مارچ په ۸ مه په یوه بیانیه کې وویل، اردو غواړي چې ۵۰۰۰ ښځینه کارمندانې تربیه کړي.

کابل -- د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان د دفاع وزارت غواړي چې نورې ښځې تربیه کړي چې په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې خدمت وکړي.

هغه وویل، «د دفاع وزارت د ښځینه مستخدمینو لپاره یوه ځانګړې اندازه تنخا او نور تشویقي تادیات منلي چې نورې ښځې دې ته تشویق کړي چې د افغان ملي اردو لیکو سره یوځای شي.»

هغه وویل، وزارت له کورنیو او قومي مشرانو سره په دې کې مرسته کوي چې کورنۍ او ښځې د شمولیت د امتیازاتو په هکله تشویق کړي.

هغه وویل، «مونږ د ښځو لپاره اسانتیاوې او جلا کوټې لرو، او په اردو کې هغوی ته په درنه سترګه کتل کېږي.»

وزیري وویل، دا مهال د دفاع وزارت په تاسیساتو کې خواوشا ۴۰۰ ښځو ته روزنه ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، ۳۰ ښځې په ملي نظامي اکاډمۍ کې، ۶۲ ښځې د افغان ملي اردو د افسرانو اکاډمۍ کې، ۱۴۳ د ملالۍ حربي ښوونځي کې او ۱۰۹ نورې په ترکیه کې تر روزنې لاندې دي.

۶۶ ښځینه زده کوونکې د فبرورۍ په پای کې له څلورو میاشتو روزنې څخه وروسته په ترکیه کې له نظامي اکاډمۍ څخه فارغې شوې.

د مارچ په ۸ مه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي وویل، ۱۷۳۵ افغانانې په اردو کې د افسرانو، ضابطانو او عسکرو په توګه کار کوي.

هغه وویل، «مونږ پلان لرو چې دا شمېر له ۵۰۰۰ څخه ډېرکړو،» او زیاته یې کړه چې وزارت ټولو هغو ښځو ته چې په افغان ملي اردو کې خدمت کوي داسې اسانتیاوې برابروي چې د هغوی مهارتونه او پوهه لوړه کړي.

هغه دغه شمېر ته د رسېدا لپاره یو پلان شوی مهالوېش ورنه کړ.

هغه وویل، «د افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان درانه خلک ښځو او میندو ته احترام لري او د تاوتریخوالي او د جنسیت په اساس توپیري چلند په وړاندې مبارزه کوي.» همدارنګه دغه هېواد «د ښځو رول په ټولنه او حکومت کې مهم ګڼي.»

په ویاړ سره خدمت کول

هغه ښځې چې په نظامی برخه کې کار کوي د خپل هېواد او خلکو په ساتنه باندې افتخار کوي.

د اردو افسرې رخسانې عالمي چې ۲۳ کاله عمر لري او د غزني ولایت اوسېدونکې ده، وویل، هغې د دې لپاره پرېکړه وکړه چې له اردو سره یوځای شي چې د خپلو خلکو ژوند وژغوري او دفاع ترې وکړي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما خدمت به د نورو لپاره بېلګه وګرځي. کله چې زه د دوستانو مېلمستیاوو او ودونو ته ځم، زه هغوی ته د وسله والو ځواکونو په هکله خبرې کوم او زه کوشش کوم چې نجونې دې ته تشویق کړم چې را جذب شي.»

د اردو یوې بلې افسرې صبرینې چې ۲۴ کاله عمر لري وویل، «د افغان ملي اردو لپاره د عسکرو په توګه، مونږ دې ته چمتو یو چې د خپلو ورونو تر څنګ ودرېږو او له خپل ولس او ګران هېواد څخه دفاع وکړو.»

صبرینې وویل، هغه ډېره خوشحاله ده چې حکومت د ښځو د روزنې لپاره ډېرې اسانتیاوې برابروي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا به مرسته وکړي چې نورې ښځې دې ته تشویق شي چې له اردو سره یو ځای شي او د ولس خدمت وکړي.»

زهره بیات وویل، په اردو کې د هغې لپاره کار کول د هغې د کورنۍ لپاره د افتخار یوه سرچینه ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ما تصمیم ونیو چې د اردو لیکو سره یوځای شم، زما کورنۍ ما ته خوشحاله وه او اوس هغوی په دې افتخار کوي چې زه د دې لپاره کار کوم چې خپل ولس ته خدمت وکړم.»

هغې وویل، «زه یوه عسکره یم. زه به پرې نه ږدم چې خلک نور د نجونو ژوند خراب کړي. دا هغه څه دي چې زه ورته مبارزه کوم.»

د جګړې په ډګر کې بری

د افغانستان د ولسي جرګې غړې او په ولسي جرګه کې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو د کمېسیون رییسې فوزیې کوفي وویل، «دا ډېره خاصه خبره ده، په ځانګړې توګه پخپله د ښځو لپاره، چې ګورو چې ښځې افسرانې کېږي.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «تاسو کولی شئ چې دا د هغوی په سترګو کې وګورئ. هغوی به له سړیو سره مرسته وکړي چې د افغانستان له لاسه وتلې هیلې بېرته را وګرځوي.»

برید جنرالې خاټول محمدزۍ چې لومړنۍ ښځه ده چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغان اردو کې مقرره شوه او لومړنۍ افغانه پاراشوټېسټه ده، وویل، نوي استخدام شوي کسان ډېر سخت کار کوي او بریالیتوب ترلاسه کوي.

خاټول محمدزۍ په ۱۹۹۶ کال کې مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي د اردو د استادې په توګه کار کاوه. هغه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته بیا په اردو کې په خپل ځای مقرره شوه.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا زده کوونکي په ریښتیا سره د روزنې پر وخت ډېر سخت کارونه او هڅې کوي، او زیاته یې کړه چې د ښځینه افسرانو چې فارغېږي شمېر کافي اندازه ښه دی او دا چې «په هغو کې چې کورس یې بشپړ کړی دی یو شمېر استثنایي ښځې موجودې دي.»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، ښځې به له اردو سره د بري په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او هېواد ته به ثبات راوړي.

هغه وویل، «مونږ په خپله اردو کې ښځو ته ضرورت لرو ځکه چې مونږ مسلمانان او افغانان یو او ځکه چې د اړتیا پر وخت یوازې ښځې کولی شي چې د کورونو تلاشي وکړي. له همدې امله ده چې په اردو کې د ښځو موجودیت حتمي دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500