چینای، هندوستان -- د افغان ملي اردو ۱۹ ښځینه افسرانو ته د هندوستان په چینای کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې ځانګړې محاربوي روزنه ورکړل شوه.
په دغه یو میاشتني ټریننګ کې، چې د مرغومي په ۵ مه پای ته ورسېد، فزیکي، وسله وال، تکتیکي او د رهبرۍ مهارتونه او د کمپیوټر او انګلېسي ژبې کورسونه شامل ول.
د افغان ملي اردو بریدمنې مونیکا عالمیار د دغه ټیم مشري کوله. هغې پنځه کاله خدمت کړی او تر اوسه پورې یې د افغان ملي اردو لږ تر لږه ۴۰۰ ښځینه افسرانې روزلې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت هڅه کوي چې نورې ښځې استخدام کړي څو د افغان ملي اردو په شمول په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې خدمت وکړي.
د ۱۳۹۶ د وري په میاشت کې د دفاع وزارت د هغه وخت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «د دفاع وزارت د ښځینه کارمندانو لپاره د تنخا یو ځانګړی معیار او تشویقات په پام کې نیولي څو ښځې تشویق کړي چې د افغان ملي اردو له لیکو سره یوځای شي،»
افغانستان ویلي وو چې غواړي د وسله والو ځواکونو ۱۰٪ یې ښځې اوسي، خو دا وخت د پوځي ځواک یوازې ۳٪ ښځې دي.
د تېرۍ لیندۍ په میاشت کې، د ښځو د برخه اخیستنې د ډېرولو د هڅو د برخې په توګه،د افغان ښځینه افسرانو لومړۍ ۲۰ کسیزه ډله په چینای کې د افسرانو د روزنې په اکاډمۍ کې، چې له کلونو راهیسې د افغان اردو نازینه غړي تربیه کوي، وروزل شوه.
زه د افغانستان اردو سره مینه لرم.
ځواب ورکړئ3 تبصره
۲۰ او ۳۰ نه، افغان ملي اردو باید لږ تر لږه ۱۰ زره ښځینه افغان منسوبین ولري. بله دا چي یو میاشتنۍ دوره ډیره کمه ده باید چي لږ تر لږه د ۶ میاشتو روزنه ورکول شي. یوه بله خبره چی باید په پام کی ونیول شي، پخوا مونږ د حربي ښوونځي په نوم یو ښوونځی درلود چی فکر کوم له شپږم ټولګی پورته به شاګردان په کې نیول کیدل یعنی له اوم ټولګي نه به حربي ښوونه په کې پيل کیدله چی بیا به یی فارغان حربي پوهنتون او هوایي پوهنتون ته تلل او هلته به یی د ملي اردو لپاره زده کړی کولی خو د امریکایانو په راتګ سره هغه ورک شول. د دی یو میاشتنیو او دوه میاشتنیو پروګرامونو په ځای باید هغه شوونځی او پوهنتون بیرته فعال شي چی منظم او مسلکي نظامي کدرونه ولرو.
ځواب ورکړئ3 تبصره
ډېرښه.
ځواب ورکړئ3 تبصره