د ښځو حقوق

افغان اردو غواړي چې د تلاشۍ د عملیاتو د پیاوړي کولو لپاره ۵۰۰۰ ښځې استخدام کړي

د نجیب الله راپور

شل تنه افغان ښځینه افسرانې د ۱۳۹۶ د لیندۍ په میاشت کې په چینای کې، چې په هندوستان کې د ښځو او سړیو دواړو د پوځي روزنې یوازنی مرکز دی، د وسلو روزنه ترلاسه کوي او تکتیکونه او لوجیستیکي او د جهت معلومولو مهارتونه زده کوي. [اېن اېن آی اېس/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت غواړي چې ۵۰۰۰ نورې ښځې استخدام کړي چې د هېواد د اردو له لیکو سره یوځای شي او دغه اردو د خلکو لپاره لا ډېره استازې اردو وګرځوي او د تلاشۍ د لا ډېرو مؤثرو عملیاتو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.‌

د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد سلام ټایمز ته وویل، د افغان ملي اردو په لیکو کې خواوشا ۲۰۰۰ ښځې کار کوي او ۵۰۰۰ نور کاري فرصتونه ورته ځانګړي شوي دي.

د سیګار د درې میاشتني راپور په اساس چې د مرغومي په ۳۰ مه خپور شو، د تلې تر میاشتې پورې افغان ملي اردو ۱۹۰۷۵۳ منسوبین درلودل.

جاوېد شهلا ابوي ته په اشارې، چې د مرغومي په میاشت کې مقرره شوې، وویل، د ښځینه منسوبینو په ډله کې تر ټولو جیګه رتبه ډګروالي ده، په داسې حال کې چې تر ټولو لوړه دولتي اداره چې هغه پرې کار کوي، د ډګر جنرالۍ د بست معادل ده، او دغه ښځه د دفاع وزارت کې د بشري حقونو او د جنسیت د انټیګرېشن د ادارې مشري کوي.

د افغان اردو ښځینه زده کوونکې د لیندۍ په ۲۸مه د هندوستان په چینای کې په لیکه ولاړې دي. د هغوی له ډلې څخه ۱۹ تنو د هندوستان د پوځي روزنې په پروګرام کې برخه واخیسته. [ارون سنکر/ای اېف پي]

د افغان اردو ښځینه زده کوونکې د لیندۍ په ۲۸مه د هندوستان په چینای کې په لیکه ولاړې دي. د هغوی له ډلې څخه ۱۹ تنو د هندوستان د پوځي روزنې په پروګرام کې برخه واخیسته. [ارون سنکر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو ښځینه عسکرو د کب په ۱ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې وروسته له هغه خپل تصدیقونه په لاسونو کې نیولي چې د افغان ملي اردو په لیکو کې د لومړنیو ښځو په توګه یې د چاودېدونکو توکو د شنډولو په برخه کې ځانګړې روزنه بشپړه کړه. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

د افغان ملي اردو ښځینه عسکرو د کب په ۱ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې وروسته له هغه خپل تصدیقونه په لاسونو کې نیولي چې د افغان ملي اردو په لیکو کې د لومړنیو ښځو په توګه یې د چاودېدونکو توکو د شنډولو په برخه کې ځانګړې روزنه بشپړه کړه. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]

جاوېد وویل، «په هره ټولنه کې، ښځې د وګړو نیمه برخه جوړوي او د افغان ملي اردو په لیکو کې د ښځو حضور د عملیاتو په ترڅ کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده. زمونږ د اسلامي روایاتو له مخې... کله چې ښځینه امنیتي منسوبین موجود وي بیا د هغو کورونو چې مشکوک ښکاري، تلاشي کول ډېر اسانېږي.»

جاوېد زیاته کړه، د اردو شپږ دېرش ښځینه غړي په ایټالیا، ترکیه،‌ هندوستان او برتانیا کې تر روزنې لاندې دي،‌ په داسې حال کې چې درې نورې په چک جمهوریت کې د پيلوټۍ زده کړې کوي.‌

هغه وویل، «د دفاع وزارت ښځو ته د تخنیکي، عملیاتي، کمپیوټر ساینس، او همدارنګه د بشري منابعو، د مالیې د چارو او لوجیستیک په شمول د پوځي حرفوي روزنې په څېر نور روزنیز پروګرامونه برابروي،»

د عملیاتو لپاره مهم

د افغان ملي اردو یوې پخوانۍ افسرې جنرالې نظیفې ذکي چې اوس په پارلمان کې کار کوي، په دې اړتیا تاکید وکړ چې افغان ملي اردو او په ځانګړې توګه ښځینه منسوبینو ته لا ډېره روزنه او حرفوي کورسونه برابر کړای شي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ پوهېږو چې د افغان ملي اردو یو شمېر عسکر په خارج کې په لنډمهالو او حرفوي روزنو کې بوخت دي،»

هغې وویل، «دا غټه خبره ده چې زمونږ عسکر او افسران به په بېرته راستنېدلو سره زده کړې ترلاسه کړي او د افغان ملي اردو په ځانګړیو څانګو کې به په کار وګومارل شي، چې مونږ به په راتلونکي کې یوه مسلکي اردو ولرو،»

هغې وویل، په داسې حال کې چې د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو حضور ضروري دی، په افغان ملي اردو کېدې ته لا ډېره اړتیا ده.

ذکي وویل، «ښځې کولی شي چې د افغان ملي اردو په بېلابېلو څانګو کې بېلابېلې وظیفې ترسره کړي. د نارینه شریکانو تر څنګ د ښځو حضور مهم دی، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د تلاشۍ په شمول یو شمېر ځانګړي عملیات ترسره کیږي.»

ذکي په ولسوالیو او کلیو کې تصفیوي عملیات د مثال په توګه یاد کړل.

هغې وویل، «نارینه عسکر د ځایي خلکو کورونو ته نه ننوځي ځکه چې دښمن ځواکونه اکثر وختونه د ښځو او ماشومانو تر شا پټېږي... نارینه عسکر د کلتوري نامناسبتونو له امله کورونو ته نه ننوځي، خو که د هغوی تر څنګ ښځینه منسوبین موجود وي،‌ هغوی کولی شي چې کورونه تلاشي کړي.»

ذکي د استخدام وروستۍ هڅه وستایله خو زیاته یې کړه چې «د ښځو د تشویق له لارې باید لا ډېر کار وشي، یو ځل چې هغوی د افغان ملي اردو په لیکو کې د خپل حضور د ارزښت په هکله وپوهېږي، بیا په داوطلبانه توګه ورسره یوځای کیږي.»‌

په افغان ملي اردو کې ضرورت

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې او په افغانستان کې د ښځو د ظرفیت جوړونې د پرمختګ د انسټیټیوټ رییسې، نوریه ساپۍ، ومنله چې په امنیتي سکتور کې د ښځو حضور ته اړتیا ده.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په هر سکتور کې د ښځو برخه اخیستنه ډېره ګټوره ده، ځکه زه شک لرم چې د ښځو له حضور څخه پرته دې یوه ثابته ټولنه وکولی شي چې پرمخ لاړه شي. په افغان ملي اردو کې د ښځو حضور ډېر مهم دی. هغوی ته باید ښې اسانتیاوې او وسایل او همدارنګه لوړ عواید او لا ښه فرصتونه په لاس ورکړل شي.»

په کابل کې مېشت متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، له تاریخي لحاظه ښځې په افغان ملي اردو کې فعالې او ډېرې فعالې وې.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ تجربې ښودلې ده چې د مخابراتو او لوجیستیک په برخو او همدارنګه د مشکوکو کورونو د تلاشۍ په برخو کې د نارینه عسکرو تر څنګ د ښځو حضور ډېر مؤثر دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه صحیح یې کار یې وکړ.

ځواب ورکړئ