امنیت

عکسونه او ویډیو: افغان ښځینه افسرانې په هند کې روزنه ترلاسه کوي

ای اېف پي

شل تنه افغان ښځینه افسرانې په چینایي کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د وسلو روزنه ترلاسه کوي او تکتیکونه او لوجیسټيکي او نېوېګېشنل مهارتونه زده کوي. دا په هند کې د داسې نظامي روزنې یوازنی مرکز دی چې ښځې او سړي دواړه په کې روزنه ترلاسه کوي. [اېن اېن آی اېس/ای اېف پي]‌

نوی ډیلي -- ۲۰ افغان ښځینه افسرانو ته په هند کې د پوځي روزنې په یوه اکاډمۍ کې په کلاشینکوف له ډزو کولو څخه نیولې د کمپیوټر په وسیله د عملیاتو تر سره کولو پورې برخو کې روزنه ورکول کیږي.

هغوی لومړنۍ افغان ښځې دي چې د هند په چینایي ښار کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې، چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان د پوځ نارینه غړو ته تعلیم ورکوي، روزنه ترلاسه کوي.‌

دغه ښځې په دې اکاډمۍ کې د وسلو روزنه ترلاسه کوي او تکتیکونه او لوجیسټيکي او نېوېګېشنل مهارتونه زده کوي. دا په هند کې د داسې نظامي روزنې یوازنی مرکز دی چې ښځې او سړي دواړه په کې روزنه ترلاسه کوي.

په دې اونۍ کې هغوی دا ولوستل چې کلاشینکوف څنګه وکاروي او د کمین په حالت کې یې صنفي روزنه ترلاسه کړه.‌

یوه افغانه زده کوونکې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۱مه په چینایي کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د یوه مشق په ترڅ کې په یوه نښه باندې ډز کوي.‌

یوه افغانه زده کوونکې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۱مه په چینایي کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د یوه مشق په ترڅ کې په یوه نښه باندې ډز کوي.‌

افغان پوځي زده کوونکې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۱ مه د هند په چینایي ښار کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د ډزو کولو په یوه مشق کې برخه لري.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

افغان پوځي زده کوونکې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۱ مه د هند په چینایي ښار کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د ډزو کولو په یوه مشق کې برخه لري.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

افغان پوځي زده کوونکې د ډسمبر په ۱۱ مه د هند په چینایي کې د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د ډزو کولو په یوه مشق کې برخه اخلي. ۲۰ تنه افغان پوځي زده کوونکې د هند د پوځي روزنې په یوه پروګرام کې برخه لري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

افغان پوځي زده کوونکې د ډسمبر په ۱۱مه د هند د چینایي د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د درې اونیو د نظري او عملي روزنې په پروګرام کې برخه اخلي.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

افغان پوځي زده کوونکې د ډسمبر په ۱۱مه د هند د چینایي د افسرانو د روزنې اکاډمۍ کې د درې اونیو د نظري او عملي روزنې په پروګرام کې برخه اخلي.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

دغه د درې اونیو کورس د ډسمبر په ۲۴ مه پای ته رسېږي او د راپورونو له مخې دا په راتلونکي کال کې په افغان ملي اردو کې د زیاتو ښځو د پلان شوي استخدام د هڅو لپاره، چې بشپړه روزنه به ورکول کیږي، یوه ازمېښتي دوره وه.

افغانستان ویلي چې غواړي په وسله والو ځواکونو کې یې د ښځو اندازه ۱۰٪ ته زیاته شي. دا وخت د نظامي څانګې ۳٪ ښځې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خو اکثر هزاره ګانې دي. په کار دی چې پښتنې هم دې ډلې ته سوق او په کې ونیول شي. اوس داسې ښکاري لکه د منګولیا یا جاپان د اردو منسوبینې.‌

ځواب ورکړئ

دا جالب دی، خو دا به لا ښه وي چې که ښځې د نرسنګ، طب او داسې نورو په څېر تخصصي څانګو کې په لا ډېر دقت سره وروزل شي. د هغو خلکو په هکله< چې د هزاره ګانو په رابطه تبصرې کوي< هغوی ته باید وویل شي چې د خدای پاک په کارونو باندې نقد مه کوئ ځکه چې هزاره ګان هم د خدای بنده ګان دي. په عمومي توګه، ټول خلک د نژاد له پام کې نیولو څخه پرته یو له بل سره فرق لري. د خدای په کار انتقاد کول د دین سپکاوی دی. د افغانانو د بدرنګۍ په هکله د صحیح پوهېدلو لپاره سلګونو او حتی زرګونو کتابونو ته ضرورت دی. مهمه دا ده چې افغانان تل د درناوي او ادب له پولې څخه پښه اړوي.‌ په دغه جاهل قوم دې لعنت وي.‌

ځواب ورکړئ