امنیت

ډیرې ښخې لیوالې دي چې د افغان ځواکونو له لیکو سره یوځای شي

د عمر راپور

پوځي چارواکي وایي، ډېرې افغانانې د افغان ملي اردو له لیکو سره یوځای کیږي ځکه هغوی غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګولو کې لا پراخ رول ترسره کړي.‌ په دې ویډیو کې، افغان ښځینه سرتیرې د سلواغې په ۲۸مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په ا‌ډه کې مارش او پوځي مشق ترسره کوي. [عمر]

هرات -- پوځي چارواکي وایي، ډېرې افغانانې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای کیږي ځکه هغوی غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او په خپل هېواد کې د امنیت په ټینګولو کې لا پراخ رول ترسره کړي.‌

په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د جنسیت یا جنډر د څانګې رییسې جګړنې زهراګل پوپل وویل، د افغان ملي اردو لیکو کې د ښځو حضور د څلور کاله مخکې وخت په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

هغې زیاته کړه، «دې ته ډېره اړتیا ده چې ښځې د ځواکونو له لیکو سره یوځای شي ځکه چې هغوی امنیتي او دفاعي سیستم بشپړوي. هغو ښځو چې د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو په لیکو کې خدمت کوي ثابته کړې چې هغوی وړتیا لري، او د خپلو ورونو تر څنګ کار کوي چې امنیت ټینګ کړي.»

پوپل وویل، افغانانې په بېلابېلو برخو کې مهارتونه لري او حکومت باید فرصتونه ورته برابر کړي چې د هغوی له وړتیاوو څخه ګټه واخلي.

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی د افغان ملي اردو منسوبینې د پوځي تمرین په حال کې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۸مه اخیستل شوی د افغان ملي اردو منسوبینې د پوځي تمرین په حال کې لیدل کیږي. [عمر]

افغان ښځینه سرتیرې د سلواغې په ۲۸مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ا‌ډه کې مارش کوي. [عمر]

افغان ښځینه سرتیرې د سلواغې په ۲۸مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ا‌ډه کې مارش کوي. [عمر]

بریدمنې شکیلا فروغ چې هغه هم په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې خدمت کوي، وویل، څو کاله مخکې ډیروکمو ښځو د افغان ځواکونو په لیکو کې کار کاوه، خو اوس ښځې د ځواکونو یوه مهمه سلنه جوړوي، او له دې لیکو سره د ښځو د یوځای کېدلو لیوالتیا په ډېرېدلو ده.

هغې وویل، «زما کورنۍ زه وهڅولم چې له افغان ملي اردو سره یوځای شم. زه په افغانو ښځو او نجونو باندې غږ کوم چې د افغان ملي اردو لیکو سره یوځای شي او د افغانو ښځو په توګه خپله زړورتیا وښیي.»

فروغ زیاته کړه، په امنیتي ځواکونو کې د ښځو وړتیا پیاوړی شوی او هغوی کولی شي چې له افغان ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سره د دایمي او حرفوي افسرانو یا خورد ضابطانو په توګه د افغانستان خدمت وکړي.‌

په هرات ولایت کې د سرحدي ځواکونو په ډله کې یوې خورد ضابطې سرپرگمشر نجیبې کریمي وویل، «ما له ډېر کوچنیوالي څخه غوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره کار وکړم، او بالاخره وتوانېدم چې خپل خوب په حقیقت بدل کړم. نژدې ۱۰ کاله کیږي چې زه له سرحدي ځواکونو سره کار کوم.»

هغې وویل، له دغو ځواکونو سره د کار په بهیر کې، هغې له نورو عسکرو سره یوځای په ډېرو عملیاتو کې برخه واخیستله.‌

کریمي وویل، «د افغان ملي اردو لیکو کې د ښځو حضور د تېرو کالونو په پرتله زیات شوی دی،‌ او هغوی ډېره لیوالتیا لري چې له دغو ځواکونو سره یوځای شي. هغه ښځې چې په امنیتي بنسټونو کې کار کوي هغوی د خپلو مسلکي وړتیاوو په پیاوړتیا باندې تمرکز کوي،‌ او تل په تمریناتو او پوځي روزنه باندې بوختې دي.»

د افغانستان د خدمت کولو ژمنه

د هرات ولایت د بریدمنې مریم نورزۍ په ګډون یو شمېر ښځې وروسته له هغه د افغان ملي اردو لیکو سره یوځای شوي چې خپل عزیزان یې چې له یادو ځواکونو سره یې خدمت کاوه له لاسه ورکړل.‌

هغې وویل، «زما مېړه چې په افغان ملي اردو کې یې کار کاوه ټپي او معیوب شو. زما لېور چې هغه هم په افغان ملي اردو کې کار کاوه له طالبانو سره په جګړه کې شهید شو.»

هغې زیاته کړه، «وروسته له هغه چې زما مېړه معیوب او لېور ووژل شو، ما د خپل مېړه یونیفورم واغوست او له افغان ملي اردو سره یوځای شوم.»

هغې وویل، «دا د سړیو او ښځو دواړو د هرې ورځې دنده ده چې له افغانستان څخه دفاع وکړي، او موږ به د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې له خپل هېواد څخه دفاع وکړو.»

د هرات ښار اوسېدونکې لومړۍ بریدمنه رخشانه حمیدي وروسته له هغه له افغان ملي اردو سره یوځای شوه چې زوی یې د طالبانو له خوا ووژل شو.‌

هغې وویل، «زما زوی چې د افغان ملي اردو افسر وو له طالبانو سره په جګړه کې شهید شو، او وروسته له دې چې ما هغه له لاسه ورکړ زه د اردو له لیکو سره یوځای شوم. زما د زوی شهادت زه دې ته وهڅولم چې له افغان ملي اردو سره یوځای شم او په کور پاتې نشم.»

هغې زیاته کړه، «زما درې زامن د افغان ملي اردو لیکو کې خدمت کوي، او موږ ژمنه کوو چې موږ به د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې د خپلو خلکو او هېواد دفاع کوو، او دښمن ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ هېواد وران کړي.»

په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د مخابرې افسرې بختاور ظریفی چې د هرات ولایت اوسېدونکې ده خپل مېړه او دوه زامن له افغان ملي اردو سره د خدمت پر وخت له لاسه ورکړل.

هغې وویل، «د افغانستان لپاره د قربانیو ورکولو زما هوډ کلک کړی،‌ او زه به هیچا ته اجازه ورنه کړم چې زموږ هېواد او خلکو ته زیان ورسوي.»

هغې زیاته کړه، «موږ ښځې له سړیو سره یوځای د افغان ملي اردو په لیکو کې خدمت کوو،‌ او باور لرو چې موږ کولی شو چې د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړو.»

مسلکي مهارتونه ترلاسه کول

د ظفر قول اردو د روزنیز مرکز قوماندان بریدمن نذیراحمد سارک وویل، په اردو کې کارکوونکې ښځې د سړیو په څېر په بېلابېلو برخو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي، او هغوی کولی شي چې په سختو حالاتو کې په جنګي عملیاتو کې برخه واخلي.‌

هغه وویل، ښځې په افغان ملي اردو کې ډېر په بریالیتوب سره کار کوي.‌

سارک وویل،‌ «په افغان ملي اردو کې کارکوونکې ښځې په درې کټګوریو وېشل شوي دي: دایمي افسرانې،‌ حرفوي افسرانې او خصوصي کارکوونکې چې د پوځي روزنې کورسونه یې اخیستي وي.‌ دا چې د افغان ملي اردو په لیکو کې د ښځو شمېر زیات شوی دی، مونږ باوري یو چې هغوی به وکولی شي چې هېواد ته د امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي.»

د ظفر قول اردو د جنسیت د څانګې رییسې جګړنې پوپل وویل، «د ښځو لپاره روزنیز کورسونه تل په کابل کې دایریږي چې دایمي او حرفوي دواړه ډوله افسرانې یې تعقیبوي، او دغو کورسونو د هغوی د مسلکي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.»

هغې وویل، د پوځي روزنې د پروګرامونو سربېره، په ظفر قول اردو کې د ښځو لپاره د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او سواد زده کړې کورسونه موجود دي څو ښځې وکولی شي د خپلو پوځي وړتیاوو د ودې په ترڅ کې له عصري ټکنالوجۍ سره بلدې شي.

هغې زیاته کړه، د افغان ملي اردو په لیکو کې خدمت کوونکې ښځې داسې سترو اسانتیاوو ته لاسرسی لري چې له هغوی سره مرسته کوي څو هره ورځ خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د راپور له عکسونو څخه مونږ پوهیږو چې د اردو ښځینه عسکرانې ټولې هزاره ګانې دي. تاسو نشئ کولی چې د کوم بل قوم ښځینه عسکرانې پيدا کړئ.

ځواب ورکړئ

هغه بې ګټې دی. اوس به طالبان راشي او افغان ملي اردو به تصفیه کړي. هغوی به هېڅکله هم ښځینه عسکرو ته اجازه ورنه کړي چې خپله وظیفه سرته ورسوي. ښه دا ده چې ښځې په کورونو کې کېني او د خپلو ماشومانو پالنه وکړي، که نه، د طالبانو حکومت به هغوی ته اجازه ورنه کړي.

ځواب ورکړئ