امنیت

په عکسونو کې: په افغان ملي اردو کې د ښځینه سرتیرو شمېر ډېر شوی دی

د عمر راپور

image

د افغان ملي اردو یوه روزل کېدونکې سرتیره د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د روزنې پر مهال لیدل کیږي.‌ [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو روزل کېدونکې سرتیرې د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې مارش کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو یوه روزل کېدونکې عسکره د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې لیدل کیږي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو یوه غړې د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د پوځي تمرین په حال کې لیدل کیږي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو غړې د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د پوځي تمرین په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو یوه روزل کېدونکې عسکره د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه تمرین په ترڅ کې نښه صحیح کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو غړې د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د پوځي تمرین په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/ سلام ټایمز]

image

د افغان ملي اردو غړې د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې نښه صحیح کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لویدیځ کې په افغان ملي اردو کې د ښځینه سرتیرو او افسرانو حضور ورځ تر بلې د ډېرېدلو په لور روان دی.

هغوی له یو شمېر زیاتو روزنو، په ځانګړې توګه د تلاشۍ عملیاتو او د سپکو او درنو وسلو د استعمال په برخه کې له روزنې اخیستلو څخه وروسته په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.

د افغان ملي اردو د ښځینه غړو یوه ګروپ د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د خپلو وړتیاوو په ښودلو سره یو لړ پوځي تمرینونه ترسره کړل.

د هرات چارواکو په افغان ملي اردو کې د ښځو د رول د اهمیت په هکله د خبرو کولو په ترڅ کې وویل دغه ښځې کولی شي چې خپل وظایف د سړیو په څېر ترسره کړي.‌

image

د افغان ملي اردو ښځینه غړې د مرغومي په ۲۳مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د پوځي روزنې په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنیز مرکز قوماندان ډګروال محمد نادر افضلي وویل، ښځې په افغان ملي اردو کې په داخلېدلو سره په مرکز کې له افغان روزونکیو څخه زده کړه کوي او د هغوی وړتیاوې د تېر په پرتله ډېرې زیاتې شوي دي.‌

هغه وویل، «ښځینه سرتیرې او افسرانې دا وړتیا لري چې تر هر ډول شرایطو لاندې خپلې دندې ترسره کړي.‌ د دښمن پر ضد عملیاتو کې برخه اخیستنه او د سیمو تلاشي کول د افغان ښځینه پوځیانو د مهمو وظایفو په ډله کې دي چې هغوی یې په بریالیتوب سره ترسره کوي.»

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په خبرو کې،‌ یو شمېر پوځي ښځو د ملکي ښځو دا غوښتنې تکرار کړي چې د ښځو د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې باید خوندي وساتل شي.‌

د افغان ملي اردو ښځینه غړې د هغوی د ملکي سیالانو په څېر وایي چې هغوی د ښځو د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمنې دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د ښځو په ژوند باندې محدودیتونه ولګوي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو دویمې بریدمنې فاطمې علیزاده وویل،‌ د افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په لاسته راوړنو باندې به هېڅکله هم ناوړه جوړجاړی ونشي.‌

هغې وویل، «هغه موقفونه چې موږ د افغان ملي اردو د عسکرو او افسرانو په توګه ګټلي دي هغه باید د سولې په خبرو کې خوندي شي.‌ زموږ استازي، د حکومتي پلاوي د برخې په توګه، د سولې په مذاکراتو کې برخه اخلي، او هغوی د ټولو افغانانو له حقونو څخه دفاع کوي.»

هغې زیاته کړه، «عسکري خدمت یواځې د سړیو کار نه دی. موږ هم خدمت پیل کړی، او د خپلو ورونو تر څنګ خدمت او له خپل هېواد څخه دفاع کوو. هیڅوک هم دا حق نه لري چې په راتلونکي کې زموږ موقف په خطر کې واچوي.»

له دې سره سره چې ښځې په ځینو حساسو موسساتو لکه په نظامي، او په ځانګړې توګه د افغان ملي اردو لیکو کې له ننګونو سره مخامخ دي، په لویدیځ زون کې پوځي چارواکي وایي چې د هغو ښځو شمېر په ډېرېدلو دی چې له افغان ملي اردو سره یې کار پیل کړی، او دا چې لوستې ځوانې ښځې ډېرې لېوالې دي ترڅو په اردو کې خدمت وکړي.

په پوځي روزنه او عملیاتو کې په برخه اخیستنې سربېره، په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د اداري کار ډېره برخه ښځې ترسره کوي. د دغو ښځو ډېرې له پوهنتونونو څخه فارغې شوي دي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو دویمې بریدمنې مریم نورزۍ وویل،‌ افغانانې د نورو هېوادونو د ښځو په څېر وړتیاوې لري او کولی شي چې د هېواد په بیارغولو، امنیت ساتلو او د خپل کلتور په غني کولو کې یو مهم رول ولوبوي.

هغې زیاته کړه،‌ لکه څنګه چې ټولنه ډاکترانو او ښوونکیو ته ضرورت لري، دغسې ښځینه افسرانو او سرتیرو ته هم اړتیا لري.‌

مریم وویل،‌ «طالبان باید تېر او د هغوی د واکمنۍ [۱۳۷۵-۱۳۸۰] وخت هېر کړي. هغوی نشي کولی چې وروسته لاړ شي او ښځې او نجونې محدودې کړي. د افغانستان نوی نسل به ونه درېږي، او هیڅوک هم نشي کولی د هغوی هغه فعالیتونه ودروي چې هغوی د نېکمرغۍ لوري ته بیایي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره
د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خو ټولې هزاره ګانې دي. د دې لپاره چې په ملي اردو کې د نورو قومونو ښځې هم شاملې شي باید کمپاین وشي. له ننګرهار، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، اروزګان، فراه، کندوز، لوګر، غزني، زابل...‌ نه پښتنې او له تاجک مېشتو ولایتونو نه تاجکانې هم په کې شاملې شي. دا خو اوس داسې ښکاري لکه د منګولیا یا شمالي کوریا اردو ځکه ټولې ښځینه عسکرانې یې هزاره ګانې دي. مرګ په ایران، مرګ د فاطمین لوا په ترورستانو، مرګ د پاکستان په ترهګر ارمي

ځواب ورکړئ

ټولې چیت پوزې هزاره ګانې دي. که تاسو د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او نورو امنیتي ادارو په لیکو کې له هزاره ګانو پرته حتی یوه ښځه بله، د پښتنو او تاجکانو له قوم نه پیدا کړه، زه تیار یم چې لاس مې پرې کړم. هر هېواد چې افغانستان اشغال کړی او له ځانونو سره یې نوي عقاید او نظریات راوړي، دغو هزاره ګانو هغه تعقیب کړي او له پوښتنې پرته یې په خپل ژوند کې عملي کړي دي. اکثر هغه څوک چې د استعمار پر ضد یې قربانۍ ورکړي او اشغالګر یې مات کړي دي پښتانه دي. هزاره ګانو چې په دې هېواد کې یې له پاک کارۍ او مزدورۍ څخه پرته نورهېڅ کار نه دی کړی، اوس په وزارتونو کې کار کوي او په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي، خو پښتانه چې د دې هېواد اصلي واکمنان وو او تل یې له دې خاورې څخه دفاع کړې ده، ماښام د خوراک لپاره خواړه نه لري. تاسو راځئ او وایئ چې پښتانه د حکومت پر ضد جنګ کوي. تاسو یو جاسوس چې تش په نامه پښتون دی او د پښتنو له کلتور څخه خبرهم نه دی راوست او د افغانستان د ولسمشر په توګه مو وټاکه او هغه هره ورځ د پښتنو پر ضد کارونه کوي. هغه د هزاره ګانو او بې دینانو د پرمختګ لپاره کار کوي. دغه غلام د هغو طالبانو پر ضد کار کوي چې داسې یو اسلامي نظام غواړي چې د دې هېواد ۸۰٪ خلک یې غواړي. کله چې امریکا طالبان مني او د هر داسې حکومت ملاتړ کوي چې افغانان یې غواړي، اشرف غني یې ولې ردوي؟ نو زما وروستۍ خبرې دا دي چې څو چې په افغانستان کې یو اسلامي نظام جوړ نشي، او په دې هېواد کې د فحاشۍ، منکراتو او فساد مخه ونه نیول نشي، تر هغه وخته پورې د سولې راتګ ناشونی دی.‌ داسې یو بې دینه حکومت چې چارواکي یې له دروغو ویلو څخه پرته نور څه نه کوي، خلک غولوي او په سترګو کې یې خاورې اچوي د افغانستان د مسلمانو خلکو لپاره د منلو و

ځواب ورکړئ

د راپور په لوستلو خوشاله شوم. هر هېواد د نرانو تر څنګ د ښځو کاري وړتيا ته هم اړتيا لري، تر څو ډېر پرمختګ وکړي.

ځواب ورکړئ