د ښځو حقوق

د سولې د خبرو په رانږدې کېدلو سره، افغانانې دا ردوي چې تېر وخت ته ستنې شي

د هدایت الله راپور

د خان چارباغ ولسواله درتاج یماق خالقي د زمري په ۱۹مه په فاریاب ولایت کې ځایي امنیتي ځواکونو ته خبرې کوي. [د ولسوالې د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]

د خان چارباغ ولسواله درتاج یماق خالقي د زمري په ۱۹مه په فاریاب ولایت کې ځایي امنیتي ځواکونو ته خبرې کوي. [د ولسوالې د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]

کندوز -- افغانو ښځو د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي او په داسې حال کې چې حکومت او طالبان په قطر کې د سولې د خبرو لپاره تیاری کوي، هغوی دا ردوي چې بېرته په شا لاړې شي.

د خان چارباغ ولسوالې درتاج یماق خالقي چې په افغانستان کې د ولسوالې په توګه کارکوونکې دویمه ښځه ده، خپلې ځینې لاسته راوړنې او هغه حقونه په ګوته کړل چې افغانان تیار نه دي چې له لاسه یې ورکړي.

یماق خالقي چې له ۱۳۹۷ راهیسې د فاریاب ولایت د خان چارباغ ولسوالۍ د ولسوالې په توګه کار کوي، وویل، «زما تر واک لاندې سیمه کې د حکومت ضد عناصر نشته ځکه چې موږ، د خلکو په ملاتړ سره، هېڅ یاغي ګروپ ته اجازه نه ورکوو چې دلته عملیات وکړي یا زموږ امنیت وننګوي او زموږ خلک سره ووېشي.»

هغې وویل، «په تېرو درې کالونو کې د سولې په هڅو سربېره، زه توانېدلې یم چې د حکومت او خیریه ادارو له خوا د سرکونو، پلونو او پلچکونو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ګڼو پرمختیایي پروژو تطبیق ته لاره هواره کړم چې د زرګونو ځایي خلکو لپاره یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

یماق خالقي د سرکونو د جوړولو، د اوبو د پروژو او د ژورو څاګانو د اېستلو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د عامه ګټو د یو شمېر هغو پروژو نومونه یاد کړل چې سږ کال ترسره شوي دي. هغې وویل، د دغو پروژو تطبیق کاري فرصتونه برابروي او فقر کموي.

هغې وویل، «یواځې په تېر کال کې، موږ ۷۰۰ ښځو ته د لاسي صنایعو د جوړولو، د هغوی د تولیداتو لپاره د بازار موندلو، کرنې، سواد زده کړې او نورو برخو کې د زده کړې او کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

یماق خالقي په طالبانو باندې غږ وکړ چې له سولې کولو څخه وروسته دې د ښځو د حقونو درناوی وکړي ځکه چې ښځې نه غواړي چې هغه څه چې هغوی ترلاسه کړي دي بېرته له لاسه ورکړي.

هغې له طالبانو سره د سولې د خبرو د ترسره کولو لپاره د مرکچي ټیم یوې غړې فوزیه کوفي باندې ترسره شوي وروستي برید ته په اشارې وویل، «له بده مرغه چې، د افغانانو دښمنان نه غواړي چې د سولې په خبرو کې یوه قوي ښځینه استازې ګډون ولري، خو موږ به هېڅکله هم دښمنانو ته تسلیم نشو.»

نامعلومو وسله والو سړیو د زمري په ۲۴مه په ۴۵ کلنه کوفي او د هغې په خور باندې هغه وخت ډزې وکړې چې هغوی په پروان ولایت کې له یوې کتنې څخه بېرته په لاره وې. هغه په ښي مټ ولګېدله او وضعیت یې ښه دی.‌

امنیت او پرمختګ ته ښه راغلاست ویل

د خان چارباغ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکیو وویل چې هغوی په دغې ولسوالۍ کې په امنیت او پرمختګ کې د ښه والي له امله خوښ دي.

د خان چارباغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محبوب الله الهام چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، «له هغه وخته چې دا ولسواله دلته راغلې ده، هغې امنیت ښه کړی دی او موږ کومه نا ارامي نه وینو.»

هغه وویل، «په ۱۳۹۸ کې، یو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو له له طالبانو سره تماس ونیو او له هغوی څخه یې وغوښتل چې امنیت خراب نه کړي او نه خلک وځوروي. اوس د خدای په فضل سره زموږ امنیت ډېر ښه دی.»

هغه وویل، «زموږ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو او نورو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي، او ملکي خلک له محلي حکومتي ادارې سره همکاري کوي.»

د خان چارباغ ولسوالۍ د پرمختیایي شورا یوه غړي احمدشاه خالقي وویل، «په تېرو دو کالونو کې زموږ په ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰ پرمختیایي پروژې تطبیق شوي دي.»

هغه وویل، «د خدای فضل دی چې موږ اوس کافي شمېر ښوونځي، کلینیکونه، د اوبو لګولو بندونه، څاګانې، سرکونه او پلونه لرو، او موجودې ستونزې به هم ژر حل شي.»

د تلپاتې سولې لپاره هیلې

د فاریاب د ښځو د چارو رییسې ماریا نوري وویل، د سولې وروستیو هڅو په فاریاب کې ښځې ډېرې هیله مندې کړي دي.

هغې وویل، «ښځې جنګ سختې کړولې دي، له دې امله، هغوی هیله مندې دي چې په افغانستان کې پوره سوله راشي.»

نوري وویل، «داسې ضمانت باید موجود وي چې هغه طالب جنګیالي چې خوشې کیږي جنګ ته ستانه نشي او د تېرو دو لسیزو لاسته راوړنې ونه ګواښل شي.»

هغې وویل، «د سولې له هوکړې څخه وروسته، افغان حکومت باید د ښځو فعالیتونه محدود نه کړي، او هغوی باید د ښځو لپاره داسې فرصتونه رامنځته کړي چې په بېلابېلو ساحو کې کار وکړي، او په داسې حال کې چې حجاب اغوندي د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعه ښه شي.»

د ولایت په مرکز میمنه کې د ښځو د حقونو یوې فعالې معصومې بیاني وویل، «افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې ثابته کړې ده چې هغوی په بېلابېلو موقفونو باندې کار کړی او خپلو خلکو ته یې ښه خدمتونه وړاندې کړي دي.»

هغې وویل، «هغه ښځې چې د طالبانو په دوره [۱۳۷۵-۱۳۸۰] کې خپلو کورونو پورې محدودې وې د نن وخت له ښځو څخه فرق لري. ښځو د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي

هغې وویل، «مرکچي ټیم او طالبان باید د افغانو ښځو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي ځکه چې افغانو ښځو په ټولنه کې خپل ځای موندلی دی.»

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار وویل، «د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښځې دا حق لري چې له خپلو کورونو څخه بهر د سړیو تر څنګ کار وکړي، او حکومت دې ته ژمن دی چې قانون نافذ کړي.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې په فاریاب کې ښځو د وروستیو کالونو په ترڅ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي او د ښوونې او روزنې، عامې روغتیا، لوړو زده کړو، د والي دفتر او نورو موسساتو په څېر ملکي ادارو کې د ښځو حضور ډېر زیات دی.»

هغه وویل، «د دې لپاره چې ښځې په ټولنه کې تشویق شي، محلي حکومت تل هڅه کړې ده چې ګڼ شمېر داسې پروګرامونه ترسره کړي چې ښځو ته د هغوی له قانوني حقونو څخه د دفاع یو پلاټفورم برابر کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په بین الافغاني خبرو کې باید د ښځو د ۲۰ کالو ټولې لاسته راوړنې وساتل شي او دفاع ترې وشي.

ځواب ورکړئ

ښځې تېر وخت ته ستنېدل نه قبلوي، خو قراین ښیي چې قضیه په معکوس ډول روانه ده، یعنې طالبان به بیا قدرت ونیسي او خپل تیاره رژیم به بیا جوړ کړي، او بیا به ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له کورونو څخه بهر کار وکړي. اوس په ټول افغانستان کې جنګ روان دی، طالبانو پرمختګ کړی او هره ورځ په لسګونو افغان امنیتي سرتېري وژل کیږي.‌ که د طالبانو جنګ او پرمختګونه همداسې روان وي،‌ هغوی به په یوه کال کې دننه موجود حکومت راوپرځوي او پرځای به یې خپل د اسلامي امارت نظام رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ

ژوندۍ دې وي د افغانستان زړورې او نه وېرېدونکې ښځې. ژوندۍ دې وي د هېواد نظاميانې ښځې.

ځواب ورکړئ

که دا ځل طالبان واک ترلاسه کړي، هغوی به ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، ځکه چې اوس وخت بدل شوی دی او دا ناشونې ده چې په ټولنه کې دې د ښځو رول نفي شي.‌ اوس طالبان هم په دې حقیقت باندې پوه شوي دي چې ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې د شریعت په چوکاټ کې کار وکړي. په ګڼو نړۍ والو کانفرانسونو کې چې طالبانو په کې برخه اخیستې وه، هغوی رسنیو ته ویلي چې هغوی دې ته تیار دي چې په خپل حکومت کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، خو په دې شرط چې اسلامي حجاب واغوندي.‌ له دې امله، ښځې به لکه څنګه چې ستاسو په راپور کې ذکر شوي دي بېرته تېر وخت ته ستنې نشي او بیا به هغسې چې د طالبانو په تېره دوره کې وې بیا په کورونو کې پاتې نشي. هغوی به په ټولنه کې حاضرې وي او د خپل هېواد په بیارغونه کې به خپل رول ولوبوي.

ځواب ورکړئ