هرات -- د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې پوځي چارواکي وایي د محلي اردو ځواکونه توانېدلي چې طالب اورپکي له سیمې څخه پسې واخلي او په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د بریدونو مخه ونیسي.
د لوېدیځ زون د محلي اردو ځواکونه په ۱۳۹۷ کې د ملي اردو په چوکاټ کې جوړ شول څو په هغو کلیو او ولسوالیو کې د امنیت او ثبات په ساتلو کې مرسته وکړي چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ ول.
د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عدالرؤف ارغندیوال وویل، په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د محلي اردو ۱۶ یونټونه فعال دي او په هر یونټ کې ۱۲۱ تنه عسکر خدمت کوي.
ارغندیوال وویل، «محلي اردو د هرات ولایت په ګذره، کېشک کهنه، پشتون زرغون او کېشک رباط سنګي ولسوالیو؛ د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ، د بادغیس ولایت په آب کمري او قادس ولسوالیو او قلعه نو ښار؛ او د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ، او دغه راز د غور ولایت په مرکز کې فعاله ده.»
هغه زیاته کړه، «د محلي اردو عسکر د همدغو ولسوالیو اوسېدونکي دي. کله چې هغوی له اردو سره یوځای شي، هغوی د اردو په یوه روزنیز کورس کې برخه اخلي. بیا هغوی خپلو کلیو ته په داسې حال کې ستنېږي چې په ډېرو پرمختللیو وسلو سمبال وي او خپلو کلیو ته د طالبانو د ور ننوتلو مخه نیسي.»
هغه وویل، دغه ډول ځواکونو وار له مخه د طالبانو پر ضد څو بریالي عملیات ترسره کړي او دا یې ثابته کړې چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې ډېر مؤثر دي.
د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد نعیم قادري وویل چې د هغه په کلي کې ځای پرځای شویو د محلي اردو ځواکونو امنیت ټینګ کړی او د طالبانو د فعالیتونو مخه یې نیولې ده.
نعیم وویل، «د محلي اردو غړي زموږ د خپل کلي ځوانان دي،» او زیاته یې کړه چې طالبانو د هغه له کلیوالو څخه چې زراعتي ځمکې او باغونه لري د «عشر» په نامه په زور سره پیسې اخیستلې.
نعیم وویل، «اوس چې طالبان نشي کولی زموږ کلي ته راداخل شي، خلک خپل عادي ژوند کوي او نور وېره نه احساسوي.»
کلیو ته سوله او امنیت راوستل
په ورته وخت کې، د محلي اردو د عسکرو یو ۶۰۰ کسیز ګروپ د کب په ۲۶مه په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه درې میاشتني روزنیز کورس له بشپړولو څخه وروسته فارغ شو.
نوي فارغ شوي ځواکونه د غور ولایت په شهرک او دولتیار ولسوالیو؛ د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ؛ او د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې توظیف شول.
د محلي اردو عسکر ثناءالحق چې په غور ولایت کې د تولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې کلیوال ځوروي، او اوسېدونکي د سر د خطر له امله د وحشت له زغملو څخه پرته بله لاره نه لري.
ثناءالحق وویل، «اوس چې موږ په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او دا مو زده کړل چې څنګه د طالبانو پر ضد جنګ وکړو، موږ چمتو یو چې خپل کلي ته بېرته لاړ شو او خپل خلک د طالبانو له ظلم څخه خوندي کړو. زه به د خپل بدن د وینې تر وروستي څاڅکي پورې د ترهګرو پر ضد د خپلو خلکو دفاع وکړم.»
د هرات ولایت په کېشک کهنه ولسوالۍ کې د محلي اردو یوه غړي میرویس محمدي وویل، طالبان د لیرې پرتو کلیو اوسېدونکي شکنجه کوي او دې ته یې مجبوروي چې هغوی ته «مالیات» ورکړي.
هغه وویل، هغه په خپلو سترګو ولیدل چې طالبانو د هغه کلیوال د پیسو په خاطر وهل او له همدې امله هغه پرېکړه وکړه چې له محلي اردو سره یوځای شي او د طالبانو پر ضد ودرېږي.
د غور ولایت له دولتیار ولسوالۍ څخه د محلي اردو یوه عسکر محمد عالم دولتیار وویل، هغه غواړي چې د خپلو عزیزانو له ژوند او ملکیت څخه دفاع وکړي.
د طالبانو د فعالیتونو محدودول
ارغندیوال وویل، په ځینو سیمو په ځانګړې توګه کلیو کې د افغان ملي اردو د ځواکونو په پرتله د محلي اردو ډېر ځواکونه موجود دي ځکه چې محلي خلک د خپل کلي له اراضۍ سره ډېر بلد دي او کولی شي چې په اسانۍ سره دښمن وپېژني.
هغه تاکید وکړ چې، «د افغان ملي اردو په څېر، محلي اردو په پرمختللیو وسایلو او وسلو سمبال ده. هغوی د طالبانو پر ضد جګړه کېې لاسبري دي، او همدا سبب دی چې د لوېدیځ زون په هېڅ برخه کې هم هېڅ ولسوالي د طالبانو لاس ته نه ده لوېدلې.»
په هرات ولایت کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، د محلي اردو ځواکونه د کلیو په خوندي کولو او د طالبانو د فعالیتونو په درولو کې مهم رول لوبوي.
غیور زیاته کړه، «د محلي اردو د ځواکونو په شمېر کې هر ډول زیاتوالی او په کلیو او ولسوالیو کې د هغوی توظیف به د طالبانو فعالیتونه لا نور محدود کړي.»
هغه وویل، دا چې د محلي اردو غړي د هماغو کلیو اوسېدونکي دي چېرې چې هغوی کار کوي، اوسېدونکي د هغوی ملاتړ کوي، او په کلیو کې د طالبانو د نفوذ فرصتونه صفر ته راکم شوي دي.
افغان ملي اردو د هېواد ویاړ دی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کوي. مونږ د افغان ملي اردو په وړتیاوو باندې باور لرو، ځکه چې دغه ځواکونه نه یوازې دا چې کولی شي د داخلي دښمنانو پر ضد جنګ وکړي، بلکې دغه راز کولی شي چې د پاکستان او ایران پر ضد هم وجنګېږي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
دا خبره صحیح نه ده. دا ټول د حکومت پروپاګند دی. د لوېدیځو سیمو ۸۰٪ برخې د طالبانو په لاس کې دي او هغوی هلته واکمني کوي. ان هغه کسان چې په ښارونو کې اوسېږي، د طالبانو له اجازې پرته څه نشي کولی. په لوېدیځ زون کې د طالبانو حضور د جنوبي زون په نسبت ډېر دی. په جنوب کې، طالبان یوازې په هلمند ولایت کې پراخ حضور لري، خو د هرات، فراه، بادغیس او غور په لویدیځو برخو کې طالبان د حکومت په نسبت ډېره خاوره کنټرولوي، او حکومت نشي کولی چې یو ګام پرمختګ هم وکړي. که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې چې په یوه میاشت کې دننه به په ترکیه کې ترسره شي، ناکامې شي، ښایي طالبان په افغانستان کې د نورو سیمو کنټرول هم ترلاسه کړي او حکومت ته نور ګواښونه هم جوړ کړي. له دې امله، د افغان سیاستوالو لپاره به دا غوره وي چې خپلې د واک او شخصي غوښتنې پرېږدي، افغانستان له خونړیو جګړو څخه وساتي، او له طالبانو سره په یوه نوي حکومت باندې توافق وکړي. که نه، جنګونه به زیات شي او افغانان به د دغو جنګونو قرباني وي.
ځواب ورکړئ2 تبصره