امنیت

افغانستان چمتووالی نیسي ترڅو له ۱۴۰۰۰ څخه ډېر د محلي اردو ځواکونه توظیف کړي

د نجیب الله راپور

دافغان محلي اردو منسوبین د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ‌ کې نښه نیسي. [عمر]

دافغان محلي اردو منسوبین د مرغومي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روزنیز مرکز کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ‌ کې نښه نیسي. [عمر]

کابل -- د دفاع وزارت په یو شمېر ولسوالیو او کلیو کې د محلي اردو له ۸۰۰۰ څخه ډېر سرتېري ځای پرځای کړي ترڅو په هغو سیمو کې د امنیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي. ژر به ۶۰۰۰ نور پرسونل هم له هغوی سره ملګري شي.‌

د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې، وزارت اعلان وکړ چې هغه به یوه ۳۰۰۰۰ کسیزه محلي اردو جوړه او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په لیرې پرتو سیمو کې توظیف کړي.‌

وروستۍ ګومارنې د دغه هدف د پوره کولو په لور پرمختګ په ګوته کوي.‌

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، «دا وخت د محلي اردو ۸۵۶۸ سرتېري په وظیفو کې موجود او له هلمند او نیمروز څخه پرته په نورو ټولو ولایتونو کې توظیف شوي چې هلته هغوی د ترهګرو پر ضد جنګ کوي او ځایي خلکو ته امنیت برابروي.»

هغه وویل، ۱۲۳۲ نور عسکر تر روزنې لاندې دي او تمه ده چې د هغوی له روزنې څخه وروسته ۴۵۷۰ تنه نور هم وروزل شي.

دغه روزنه ۱۲ اونۍ وخت نیسي.‌

هغه زیاته کړه، «د محلي اردو ځواکونه پیاوړي شوي، لا نور تجهیز شوي او په بهتر ډول روزل شوي دي.‌ هغوی مسلکي او د امنیت په برابرولو کې ډېر اغېز لرونکي دي.»

شاملېدونکي کسان باید لږ تر لږه ۱۸ کاله عمر ولري،‌ تاریخچه یې وکتل شي،‌ د سیمې اوسېدونکي وي او ځایي مشران یې تایید کړي.‌

امان وویل،‌ په نویو جذب شویو کسانو سربېره،‌ د افغان محلي پولیسو غړي چې تر یوه ځانګړي پروګرام لاندې لېږدول کیږي هم د محلي اردو د ځواکونو برخه وګرځي.‌

افغان محلي پولیس په ۱۳۸۹ کې د دې لپاره جوړ شول چې د کلیو په سطحه د طالبانو پر ضد دفاع وکړي.‌

په ورپسې کالونو کې، افغان محلي پولیس د ناټو په ملاتړ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نورو څانګو تر څنګ په لومړیو کرښو کې د طالبانو، داعش او د افغانستان د نورو دښمنانو پر ضد وجنګېدل.‌

تر هغه وروسته حکومت افغان محلي پولیس منحل کړلاو په دې کار کويچې هغوی د اردو ځواکونو سره یوځای کړي او امنیتي چارو پورې تړلې نورې وظیفې ورته پیدا کړي.

امان وویل، د محلي اردو ځواکونه به د افغان ملي اردو د افسرانو تر لارښوونې او مدیریت لاندې کار کوي،‌ او یواځې په هغو سیمو کې به عملیات ترسره کوي چې هغوی په کې استخدام کیږي.‌

هغه وویل، «د هغوی مسؤلیت دا دی چې یواځې هغه سیمه خوندي‌ کړي چې هلته هغوی ژوند کوي او د افغان ملي اردو د عسکرو د تنخوا د ۷۵٪ معادله تنخوا به ترلاسه کوي.»

طالبانو ته خبرداری

کتونکي وایي، د محلي اردو ځواکونه به د امنیت په تأمین کې هغه وخت مؤثر وي چې هغوی په ښه توګه وروزل شي، ښه تجهیز شي او ښه مدیریت یې وشي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې استازې وږمې ساپۍ وویل، «محلي پولیس په خپلو سیمو کې د امنیت په تأمین کې بریالي وو،‌ او اوس چې هغوی د محلي اردو برخه ګرځېدلي، موږ هیله لرو چې هغوی به په بهتر ډول روزل شوي او تجهیز شوي وي ترڅو هغوی په خپل کار کې لا ډېرې بریاوې ولري.»

هغې وویل، محلي ځواکونه له خپلو سیمو سره بلد دي چې هغوی د امنیت په رامنځته کولو او د خلکو او عامه شتمنۍ پر ضد د تاوتریخوالي د چارو په مخنیوي کې لا نور اغېزناک ګرځوي.‌

هغې وویل، «په کونړ او نورو ولایتونو کې ځوانان دې ته لېوال دي چې له ملي پولیسو او اردو سره یوځای شي او د هېواد د دښمنانو پر ضد وجنګېږي. د محلي اردو جوړښت طالبانو ته یو بل خبرداری دی چې هغوی باید تاوتریخوالی پرېږدي.»

په کابل کې د افغان ملي اردو متقاعد ډګروال یوسف امین ځاځي وویل، پخوا به چې کله د افغان ملي اردو ځواکونو یو عملیات ترسره کړ او خپلو اډو ته به راستانه شول، د حکومت ضد عناصرو به بیا سر راپورته کړ.‌

هغه وویل، خو که په دغو سیمو کې محلي عسکر عملیات وکړي،‌ دا به د یاغیانو وزرونه ور پرې کړي.

هغه وویل، «طالبان باید له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د سولې هرکلی وکړي ځکه چې افغان ځواکونه ورځ‌ تر بلې دېر مسلکي کیږي، او داسې وخت ژر را روان دی چې طالبان به د جګړې په ډګر کې هېڅ هم نشي کولی.»

افغانان د محلي اردو نویو ځواکونو ته هرکلی وایي

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یوه پخواني افسر دولت وزیري وویل، د محلي اردو عسکر به د محلي پولیسو په پرتله د امنیت په تأمینولو کې لا ډېر مؤثر وي.‌

وزیري وویل، «د محلي اردو قوماندانان د افغان ملي اردو افسران دي، د محلي اردو ځواکونه په یونیفورم کې دي،‌ او هغوی د خپل خدمت له پیلولو څخه مخکې روزنه ترلاسه کوي.»

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي خوش محمد په خپل ولایت کې د محلي اردو د ځواکونو د توظیف هرکلی وکړ.

هغه وویل، «که دغو ځواکونو ته صحیح روزنه ورکړل شي، ښه تجهیز شي او محلي خلک ونه ځوروي، هغوی به ګټور ثابت شي.»

هغه وویل، «پخوا په ټول ولایت کې محلي پولیس توظیف شوي ول،‌ خو ځینو له خلکو سره ښه چلند وکړ او ځینو نه.»

محمد وویل، «د هغو سیمو اوسېدونکیو چې محلي اردو په کې توظیف شوې موږ ته وویل چې هغوی د دغو ځواکونو په چلند خوښ دي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي فتح الله حبیبي وویل، په دغه ولایت کې د محلي اردو حضور د افراطیانو پر ضد جنګ کې مهم رول لوبوي.‌

هغه وویل، «دا چې په کندوز کې د اردو د عسکرو شمېر لږ وو،‌ په تېرو څو کالونو کې طالبان ډېر فعال شوي ول، خو اوس به د هغوی د شمېر ډېرښت له ترهګرو څخه د دغه ولایت په پاکولو کې مرسته وکړي.»

حبیبي زیاته کړه، «موږ په کندوز کې محلي پولیس لرل چې ډېرو هېڅ پوځي روزنه نه وه ترلاسه کړې،‌ او له خلکو سره یې مسلکي چلند نه کاوه، خو له اردو سره موږ خوښ یو او هیله لرو چې د محلي‌ اردو ځواکونه د ملي‌ اردو د ځواکونو په څېر مسلکي وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د هېواد د دغو ټولو ځوانانو په وژل کېدلو کې څه ګټه وینئ؟‌ کله چې یو عسکر راپورته کېږي چې د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وقار څخه دفاع وکړي، هغه ته باید د یوه عسکر ټول واکونه ورکړل شي. داسې نه چې هغه له خپل قول اردو، غونډ، لوا یا ټولي څخه ۳۰۰ کیلومتره واټن کې وظیفه ترسره کوي او په ځانګړې توګه داسې چې هغه د دښمن له خوا په محاصره کې وي.‌ دا څه رقم وظیفه ده چې هغه دې خپله وظیفه یوازې په دفاعي حالت کې ترسره کړي؟ په کوم قانون او په کوم هېواد کې دا ډول حماقت موجود دی چې دښمن تل په تاسو باندې حمله کوي،‌ خو تاسو دا اجازه نه لرئ‌ چې په دښمن باندې حمله وکړئ او د هغوی شیطاني پلانونه له وخت نه مخکې شنډ کړئ؟ دا ټول ځوانان د فقر له وجې له اردو سره یوځای شوي دي چې یوه ګوله ډوډۍ وګټي. ورونو فکر وکړئ، یو وسله وال لوټونکی په ښار کې راپورته کېږي او د یوه موبایل په خاطر یو کس وژني او بیا تښتي، خلک او پولیس دغه صحنه ګوري.‌ پولیسو ته ویل کیږي چې ډزې وکړي او ویې وژني، خو پولیس ځواب ورکوي چې هغه اجازه او صلاحیت نه لري، یعنې د هغه قوماندان باید راشي او هغه ته قومانده وکړي.‌

ځواب ورکړئ

دا لیکنه له هره اړخه عالي ده. د افغانستان زیار ګالونکو خلکو ته ډېره مینه او درناوی. زه هیله لرم چې یوه ورځ تاسو له بې تعلیمه او کم ارزښته د نشه ییزو توکو مافیا او کم ارزښته طالبانو څخه پرته په خوښۍ او سوله کې ژوند وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

دا به په هغه صورت کې مؤثر وي چې په صحیح توګه مدیریت او په منظمه توګه وڅارل شي چې په محلي خلکو باندې ظلم ونه کړي او نه اداري فساد وکړي، ځکه چې په لیرې پرتو سیمو کې په اکثرو پوستو کې عسکر خپلې وسلې او مهمات پلوري او ان دا چې له تېلو او سون توکو څخه پیسې غلا کوي.‌ هر څه باید د حکومت تر مستقیم نظارت لاندې وي، که نه،‌ دا ځواکونه به هم د اربکیانو په څېر نتیجه ورنه کړي، بلکې لا نورې ستونزې به جوړې کړي.‌

ځواب ورکړئ