امنیت

منحل شوي محلي پولیس چې څو کاله جنګ یې کړی دی د دندو په ترلاسه کولو کې به لومړیتوب ولري

د خالد زېري راپور

د افغان محلي پولیسو غړي د زمري په ۲۰مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]‌

د افغان محلي پولیسو غړي د زمري په ۲۰مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر]‌

جلال اباد -- په داسې حال کې چې حکومت پلان لري چې افغان محلي‌ پولیس په راتلونکیو څو میاشتو کې منحل کړي، ملکي او پوځي چارواکي وایي چې هغوی چمتو دي ترڅو د یاد بنسټ غړي استخدام کړي.‌

افغان محلي پولیس په ۱۳۸۹ کې رامنځته شول ترڅو د کلیو په کچه د طالبانو پر ضد دفاع وکړي.

په ورپسې کالونو کې، افغان محلي پولیسو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نورو څانګو تر څنګ او د ناټو په ملاتړ د طالبانو، داعش او د افغانستان د نورو دښمنانو پر ضد په لومړیو کرښو کې وجنګیدل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وویل، هڅه روانه ده چې د افغان محلي پولیسو څه برخې د کال تر پایه پورې د افغان ملي پولیسو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې مدغم شي.

افغان محلي پولیس د ۱۳۹۶ د وري په ۱۹مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې مارش کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]

افغان محلي پولیس د ۱۳۹۶ د وري په ۱۹مه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې مارش کوي. [نورمحمد/ای اېف پي]

هغه د زمري په میاشت کې وویل،‌ دغه تغیر به په امنیتي وضعه څه منفي اغېز ونه کړي او نه به کومه امنیتي تشه رامنځته کړي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن هارون یوسفزي وویل، افغان ملي اردو پلان لري چې د افغان محلي‌ پولیسو غړي د محلي او ملي اردو په جوړښتونو کې استخدام کړي.

یوسفزي وویل، «محلي پولیسو په ډېرو ولسوالیو کې ښه رول ولوباوه او د افغان ملي اردو ملاتړ یې وکړ. په ځینې سیمو کې، هغوی د افغان ملي اردو ته یې تغیر موقف وکړ چې ښه نتیجه یې ورکړه.»

هغه وویل، «محلي اردو عین هغه اکمالات او تجهیزات ترلاسه کوي چې افغان ملي اردو یې ترلاسه کوي، له دې امله، موږ به د هغوی یو شمېر په محلي اردو او نور یې په ملي اردو کې جذب کړو.»

په ننګرهار کې د افغان ملي اردو د ۴مې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي وویل، «موږ د جلب او جذب اداره لرو چې هلته له افغان ملي اردو سره د یو ځای کېدلو لپاره ډېر غوښتنلیکونه راځي، او موږ به د پخوانیو محلي پولیسو ... استخدام ته لومړیتوب ورکړو، ځکه چې هغوی له جنګي تکتیکونو سره بلد دي او دښمن ښه پېژني.»

حرفوي مهارتونه او وظیفوي روزنه

له دې جلا، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو د ریاست رییس عبدالحکیم شېرزاد وویل، دغه اداره پلان لري چې د نړۍ والو موسساتو په مرسته د افغان محلي پولیسو د پخوانیو افسرانو لپاره ندې برابرې کړي.

هغه وویل، د تلې په ۶مه د یادې ادارې له شپږ میاشتني تخنیکي او حرفوي روزنیز پروګرام څخه د ۳۰ ځوانو ښځو په ګډون شاوخوا ۹۷ کسان فارغ شول.

شېرزاد وویل،‌ «موږ هغوی ته تجهیزات ورکړل او هغوی مو د کار مارکېټ ته معرفي کړل، او موږ به د داسې نورو کاندیدانو روزنې ته دوام ورکړو.»

هغه وویل، «موږ د تېرو درې کالونو په ترڅ کې ۳۰۰ کارکوونکي په تخنیکي او حرفوي مهارتونو کې روزلي دي، او له ۱۲۰۰ څخه ډېر اوس روزنه ترلاسه کوي. تر دې مخکې، ۲۰۰ فارغانو ته تجهیزات ورکړل شول او د کار مارکېټ ته ولېږل شول ترڅو خدمتونه وړاندې کړي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.»

هغه وویل، «نو، که دا [پخواني محلي پولیس] چې وظیفې یې له لاسه ورکړي دي غواړي چې په تخنیکي او حرفوي روزنه کې شامل شي، کولی شي چې زموږ له دفتر سره اړیکه ونیسي ترڅو موږ وکولی شو هغوی ته وظیفوي مهارتونه ور وښیو.»

ذبیح الله ملکزي چې په وروستیو کې د نورستان د چاپېریال ساتنې د ادارې رییس ټاکل شوی دی، وویل، دغه اداره پلان لري «چې په سلګونو د چاپېریال ساتنې پولیس افسران استخدام کړي».

هغه وویل، «موږ به دا کار د دې لپاره وکړو ترڅو د دغه ولایت د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسو، وحشي حیوانات وژغورو او ځنګلونه خوندي کړو، او دغه پولیس افسران به له موږ سره د ځنګلونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.»

افغان حکومت د غبرګولي په میاشت کې ټول نورستان ولایت ملي پارک اعلان کړ ترڅو چاپېریال او محلي کلتور یې خوندي وساتي.‌

ملکزي وویل، «موږ به دغه نوښت ژر په رسمي توګه معرفي کړو. موږ په نورستان کې افغان محلي پولیس نه لرو، خو موږ به د افغان محلي پولیسو هغو افسرانو ته چې په ګاونډیو ولایتونو کې وظیفې له لاسه ورکوي اولویت ورکړو ځکه چې هغوی مسلکي شوي دي.»

هغه وویل، «موږ باور لرو چې موږ به وکولی شو د دغو پولیسو په ګومارلو سره د نورستان په ځنګلونو کې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخه ونیسو.»

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، په کونړ کې به ځایي چارواکي له تعمیراتي شرکتونو څخه وغواړي چې بې کاره شوي افغان محلي پولیس افسران استخدام کړي ترڅو د سړکونو جوړول خوندي کړي.

هغه وویل، «مثلا، موږ یوه پروژه لرو چې د کونړ د سیند دواړو غاړو ته دېوالونه جوړوي څو د تخریب مخه ونیسي. موږ کولی شو د پروژې له چارواکو سره خبرې وکړو ترڅو هغوی محلي پولیس په پروژه کې د ساتونکیو او د تعمیراتي کارکوونکیو په توګه استخدام کړي.»

مصمم وویل، «موږ به ژر د اسد اباد - نورستان د سړک د بیاجوړولو او پخولو کار پیل کړو. که محلي پولیس له هغه وخت څخه مخکې خپل کارونه له لاسه ورکړي، موږ به هغوی د پروژې لپاره د امنیتي ساتونکیو په توګه استخدام کړو.»

هغه وویل، د محلي پولیسو غړي «باید وار خطا نه شي. موږ پلانونه لرو چې د هغوی لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

په استخدام کې افغان محلي پولیسو ته لومړیتوب ورکول

د افغان محلي پولیسو غړي وایي هغوی د حکومت د دې هڅو درناوی کوي چې د هغوی لپاره د داعش او طالب اورپکو پر ضد له څو کاله جنګ کولو څخه وروسته کاري فرصتونه برابروي.‌

خیرمحمد چې له تېرو اوو کالونو راهیسې یې د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې په افغان محلي پولیس کې خدمت کړی دی، وویل، «موږ دا سیمې له داعش څخه خوندي کړې، او اوس یې له طالبانو څخه خوندي کوو.»

هغه وویل، «موږ خپل کار په صداقت سره ترسره کړی دی، او همداسې به یې جاري ساتو.‌ زه د خپلې راتلونکي په هکله اندېښنه نه لرم ځکه چې حکومت به زموږ لپاره دندې رامنځته کړي.»

خیرمحمد وویل، «زه د دې وطن یو عسکر یم، او و به اوسم. موږ له حکومت څخه تمه لرو ترڅو موږ ته داسې دندې برابرې کړي چې موږ پرې خپلې کورنۍ وساتو او خپل هېواد پرې خوندي کړو.»

د علي جان دلسوز په نامه د افغان محلي پولیسو یوه غړي چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کې خدمت کوي، وویل، «ما خپل کور د دې لپاره پرېښی دی چې د دښمن پر ضد وجنګېږم.»

هغه وویل، «حکومت باید موږ ته بله وظیفه پيدا کړي ترڅو موږ پرې ځانونو ته د ژوند څوری وګټو. موږ قربانۍ ورکړي دي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، «موږ به په ټولو ادارو کې د افغان محلي پولیسو استخدام ته لومړیتوب ورکړو. موږ به هڅه وکړو چې په موسساتو کې لوستي محلي پولیس چې مهارتونو ته یې اړتیا ده، ځای کړو، او هغه چې لوستي نه دي هغوی به په خصوصي سکتور او نورو حکومتي دوایرو کې وظیفې ترلاسه کړي.»

مثلا د ننګرهار د کرنې ریاست رییس انعام الله ساپي وویل، دغه اداره به د افغان محلي پولیسو له غړو سره چې خپلې وظیفې یې له لاسه ورکړي دي، مرسته وکړي چې فصلونه وکري او په دې توګه خپلې کورنۍ سمبال کړي.

هغه وویل، «په راتلونکي کال کې به موږ په ۲۲ ولسوالیو کې ۷۰۰ جریبه [۱۴۰ هکتاره] د مېوې باغونه جوړ کړو. موږ به د دغو باغونو یوه برخه هغو کسانو ته ځانګړې کړو چې خپلې وظیفې له لاسه ورکوي.»

هغه وویل، «موږ به هڅه وکړو چې هغوی ته تخمونه، وسایل او نورې اسانتیاوې برابرې کړو. موږ چمتو یو چې هغو کسانو ته چې غواړي په زراعت کې کار وکړي، لومړیتوب ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د حکومت له خوا د محلي پولیسو انحلال یو ښه کار دی چې باید کالونه مخکې شوی وای. په هیواد کې د امنیتي وضعې د خرابوالي سبب محلي پولیس دي. خلکو د همدغو محلي پولیسو د ظلمونو له لاسه طالبانو ته پناه وېوړه او وسلې یې راپورته کړلې. د امنیت راوستلو یوازنۍ لاره دا ده چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه قوي کړای شي.‌ نور ځواکونه ګټه نه کوي.‌

ځواب ورکړئ